سیاسی

د اسلامي امارت پرته به نړیوالي غونډې کومي مثبتي پایلي ونه‌لري

تیر رژیم چې د افغانستان خلکو ته ېې نه یوازي سوله اوثبات رانه وړ بلکې پرته د وژنو بمی چاودونو او ناآرامیو ترڅنګ ېې دهېواد اقتصادي زیربناېې سکتورونه لکه : زراغت ، خصوصي سکتورنه د اوبو بندونه ، او نور اقتصادي جوړښتونه ېې هم ویجاړ کړل .

تیر رژیم چې د افغانستان خلکو ته ېې نه یوازي سوله اوثبات رانه وړ بلکې پرته د وژنو بمی چاودونو او ناآرامیو ترڅنګ ېې دهېواد اقتصادي زیربناېې سکتورونه لکه : زراغت ، خصوصي سکتورنه د اوبو بندونه ، او نور اقتصادي جوړښتونه ېې هم ویجاړ کړل .
دسولي اوثبات په منظور د هیواد څخه بهر نړۍ کې د ناروي د هیواد نه نیولي بیا تر ازبیکستان او د منځنۍ آسیا په هیوادونو کې غوندي اوناستې وشوي یوازي په پاکستان کۍ شل ځلی دیپلوماتیکې لیدني کتني او خبري اتري وشوي په دي نژدي وختونو کې دادي په تاجیکستان کې راغونډ شوي. خو له بده مرغه کومه مثبت پایلی او نتیجی ته به ونه رسیږې تر څو چې د اسلامي امارت استازي په کې نه وي
د افغانستان اسلامي امارت چې د تیر ۱۴۰۰ ه ش کال د اسد د میاشتی پر ۲۴مه د هېواد په ټول قلمرو او خاوره حاکم شو نه یوازي په هیواد کې ېې سراسري سوله اوثبات تامین کړ بلکي د هیواد د ملي اقتصاد دپیاوړتیا لپاره ېې د سولي او ډادمن امنیت تر څنګ ېې لوي او وړي اقتصادي پروژي لکه د قوش تیپی کانال او نوري یې په کار واچولي د هیواد کانونه او معدنونه چې په تیر کي په غیري قانوني او غیر فنی توګه استخراج او چور کیدل تر کابو او کنترول لاندي ېې راوړل او د خلکو او ملي اقتصاد په ګټه تري کار واخستل شو دا ټولي هغه لاس ته راوړني اوبریاوي دي چي د افغانستان اسلامي امارت په لنډ او تنګ وخت کې تر لاسه کړي.
له بده مرغه دافغانستان کورني اوبهرني دښمنانو دا تحمل نشو زغملی نو نه یوازي دافغانستان د رسمیت پیژندنې نه ېې انکار وکړ بلکي دافغانستان دملي شتمني نه ېې هم ډ ډه وکړه او دافغانستان هغه ۵/ ۹ میلیارده دا ډالر ېې بند او کنګل کړل بانکې سیستم ېې فلج کړ خو له نیکه مرغه اسلامي امارت نه یوازي په کورني سیاست کې بلکي په بهرنیو چارړو کې یو لړ بریاوي تر لاسه کړي دنړیې هېوادونو په تیره بیا د چین او روسېې دیپلوماتانو خپلي سفارتخاني او قونسلۍ په کابل کي پرانستلي او د اسلامی امارت ديپلو ماتانو د نړۍ په بیلا، بیلو هیوادونو کي خپل دیپلوماتیک ماموریت له سره پیل کړ. (۲)
دلته زمونږ دبحث موضوع په دي ده چي داسلامي امارت د استازو پرته به د نړیوالو غونډو جوړول کومه مثبته پایله او نتیچه ونه لري هغه دا چي دافغانستان دخلکو دښمنان نور په هیڅ تو ګه په نړیوالو غوڼدو کي د اسلامي امارت استازولي او نماینده ګې نه شي کولي او نه به کومه لاس ته راوړنه او مثبته نتیجه ولري.
تیره ورځ د ازبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف د منځنۍ آسیا د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونود خاص اوځانګړي پروګرام یا(سپیکا ) په سرمشریزه کې په صراحت سره ویلي: چې دافغانستان داسلامي امارت د استازو له ګډون پرته د افغانستان لپاره نړیوالي غونډي به مثبتې پایلي او نتیجې ونه لري.
د ازبیکستان جمهور رئیس میر ضیاویف دا هم وویل: چې افغانستان دمنځنۍ آسیا او دسیمي دهېوادونو دثبات اواتصال لپاره مهم وباله او په نړیوالو غونډو کې ېې استازي او نماینده باید ګډون وکړي .
باور دي که دافغانستان اسلامي امارت په نړیوال سیاست کي کار پوه ، مسلکې اوبصیرت لرونکې کسان وګماري اوپه دي برخه کې لا سیاسي او دیپلوماتیک کار وشي نه یوازي درسمیت پیژندني پروسه به یې ګړندۍ شي بلکي دسولي اوثبات ترڅنګ به یې ملي اقتصاد هم وغوړیږې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *