سیاسی

د جاپان مرستیال سفیر: د اسلامي امارت اړوند واقعیتونه به له نړۍ سره شریک کړو

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رئیس  مولوي ذاکر د جاپان د سفیر مرستیال تاکایو تانیموتو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

 

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رئیس  مولوي ذاکر د جاپان د سفیر مرستیال تاکایو تانیموتو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

تاکایو تانیموتو له افغانانو سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، جاپان په افغانستان کې د خپلو هغو پروژو د بشپړېدو هوډ لري، چې دا مهال نیمګړې پاتې دي.

نوموړي همداراز په افغانستان کې د جاپان له لوري د یو شمېر نورو رغنیزو پروژو د پيلېدو  خبر هم ورکړی.

د جاپان د سفارت مرستیال زیاته کړې؛ چې دوی به د اسلامي امارت په اړه شته واقعیتونه له نړۍ سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر لوی رئیس  له افغانانو سره د جاپان له  بشري مرستو مننه کړې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت په ښوونه، روغتیا او نورو بنسټيزو چارو کې د یاد هېواد مرستو ته اړتیا لري.

مولوي ذاکر په کابل کې د جاپان د سفارت کړنې مهمې بللي او څرګنده کړې یې ده، اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل او ښې اړیکې غواړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *