افغانستان
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون غونډه د یاد کمېسیون د غړو او د موظفو کمېټو د مسوولینو په حضور کې ترسره شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون غونډه د یاد کمېسیون د غړو او د موظفو کمېټو د مسوولینو په حضور کې ترسره شوه.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې لومړۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون د موظفو ۱۲ کمېټو کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې وارزول شوې.
خبرپاڼه کې راغلي چې د راستانه شویو کډوالو د لېږد او ځای پرځای کېدو د څرنګوالي، لازمو اسانتیاوو، هغوی ته د اشتغال او ښوونې او روزنې زمینې او همدارنګه له بېلابېلو هېوادونو څخه راستنو شویو مهاجرینو ته د ښو خدماتو برابرولو په اړه بحث او هراړخېزه ارزونه وشوه او د یادو مواردو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.