ملا برادرآخوند د مصر، سوډان او فلسطین د مخکښو علما وو له پلاوي سره وکتل
ملا عبدالغني برادر په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر مولوی خیرالله خیرخواه او د استخباراتو لوی رئيس مولوی عبدالحق وثیق هم حضور درلود، د علماءکرامو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: موږ له تاسو مننه کوو چې تاسو افغانستان ته راغلي یاست او د افغانانو له حالت مو ځان خبر کړ، یقیناً چې د نړۍ مسلمانانو په ځانګړي ډول علماءکرامو له خپلو افغان وروڼو سره هر وخت همدردي کړې او موږ مو منندوی یو. ورپسې د علماءکرامو د پلاوي مشر شیخ دوکتور محمد الصغیر او غړو یې په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د امریکا او ناټو پر وړاندې جهاد حیرانوونکې حماسه یاده کړه او د دې لویې حماسې مبارکي یې افغان ملت ته ورکړه. هغوی دغه بریا د افغانانو، بلکې د ټول اسلامي امت لپاره ویاړ

وباله، دغه پلاوي د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ صاحب هِبةالله اخوندزاده حفظهالله له لوري د عمومي عفوې اعلان، د نړۍ په تاریخ کې بې سارې بېلګه او د مکې فتحې عمومي عفوې ته یې ورته، ګټوره او د ستاینې وړ یاده کړه. په پای کې محترم ملا صاحب د یادو علماءکرامو له راتګ او معنوي ملاتړ څخه د مننې تر څنګ په خپلو خبرو کې وویل چې په نړۍ کې د افغانستان د حقیقي وضعیت درسته ترجماني نه ده شوې او متأسفانه غربي رسنۍ هر څه ته منفي بڼه ورکوي، تاسو خپلو ولسونو او د نړۍ مسلمانانو ته د افغانستان د اوسني وضعیت، نظام او افغان ولس واقعي ترجماني وکړئ.