اجتماعی

د اوبو مدیریت یوازنۍ وسیله ده چې د افغانستان اقتصاد پیاوړی کوی

د ملک د پرمختګ او انکشاف په اړه عاقل مغزونه تل سالم فکرکوي ، هغه څه چې زموږ داوسنیواقتصادي کفاف دبشپړقابوکولوتوان لري هغه اوبه دي

د ملک د پرمختګ او انکشاف په اړه عاقل مغزونه تل سالم فکرکوي ، هغه څه چې زموږ داوسنیواقتصادي کفاف دبشپړقابوکولوتوان لري هغه اوبه دي ، چې مدیریت یې وشي ، یانې دهغه کوچنیوسیندونواوخوړونو لپاسه چې  بندونه پرې جوړېدای شي د ژمنیواوبود ذخیرې لپاره بندونه جوړشي اوکه چېرې چې د لویوسیندونو لپاسه دکانالونوامکانات وي هلته کانالونه جوړشي اود کومولویوسیندونولپاسه چې دبرېښنا دتولید د فابریکو امکانات موجود وي هلته د برېښنا د تولید فابریکې جوړې شي ، دا کومه پیچلې اوسخته خبره نه ده ، که دافغانستان خلکوته د بندونوجوړولوپه اړه د ملي ( اشر،حشر) امروشي ښایي دغه امربه ډاگ ونه غورځول شي اوسم دلاسه په ډېره خوشحالۍ اوهوس عام ولس دبندونودجوړولولپاره له حکومت سره لاس په کارشي، ځکه دوی پوهېږي چې دکرنیزو مځکود خړوبولو لپاره دبندونوپه جوړولوسره ددوی غلې دانې ، تازه مېوې اوسرانجام ډوډۍ پریمانه کېږي اودکوم سیند لپاسه چې  د برېښنا دتولیدي فابریکوجوړولو امکانات موجود وي برېښنا به دوی ته رڼا راولي اود صنعتي ماشین څرخ به یې حرکت راولي نوولې به دوی له حکومت سره مرسته نه کوي .

د(چنگیز) له استیلا په سلګونوکاله د مخه دهلمند دسیند لپاسه د زرکن او زورکن په نومونو دوه لوی کانالونه د بیلونو اوکلنگوپه ذریعه جوړشوی ووچې په دغه سیندیزه حوزه کې یې پریمانه کرنیزې مځکې خړوبولې، په خواشینۍ سره چې خونړي چنگیزدغه بندونه داسې ونړول چې بیا ترنن پورې جوړنه شول خود بندونو موقعیت اوهغه مځکې چې پرې خړوبېدې آثاراوعلایم یې اوس هم مشهود دي .

داوبوپه اهمیت به هغه څوک پوهېږي چې بزگروي اودمټوپه زورډوډۍ پیدا کوي اوکله چې اوبه کمې وي همدغه بزگر بیا د زړه په وینوخپله کرنیزه مځکه اوبوي ، دا ټولوته څرگنده چې افغانستان د نړۍ په کچه  داوبوپریمانه زیرمې لري ځکه دغه هېواد دنړۍ په داسې لوړموقعیت کې قرارلري چې له پولویې پریمانه اوبه وځي، که دا اوبه دنړۍ په کوم بل هېوادکې بهېدای نوپه یقین سره هغه هېواد به دنړۍ دغلودانوپه گودام بدل شوی وای.

همدا اوس وینو چې د افغانستان اوبه څلوروخواووته دگاونډيوهېوادونوپه لوروځي ، هغوی هم پرته له دې چې دا اوبه مهارکړي یا یې سمې مصرف کړي په ریگستانونوکې ترې جذبېږي  اویا هم بشپړې سمندرونوته توئیږي چې له دې ډلې سیندونو د مرغاب اوهریرود سیندونه کله چې د افغانستان له خاورې وځي نوپه ریگستانونو کې جذبېږي. د کابل سیند د اټک په سیمه کې چې د سند له سیند سره یو ځای شي نوپه بشپړډول سمندرته تویېږي خوجالبه داده چې گاونډي هېوادونه بیا له افغانستان سره د «حق آبې» په نوم سرخوږي هم جوړوي ، تراوسه په افغانستان کې یوازې د هلمند د اوبو په اړه د موسی شفیق د صدارت په وخت یوړندوکی داسې تړون چې یوه اندازه اوبه به ایران ته تېرېږي ، لاسلیک شوی و هغه هم په داسې حال کې چې افغان حکومت غوښتل چې د زرکن او زورکن کانالونه را ژوندي کړي په نتیجه کې د ایران نیت بد اوغږ یې را پورته شو.

د آموسیند چې د هېواد په شمال کې له منځنۍ آسیا له هېوادونو سره ۱۲۰۰کیلو متره اوږد سرحد جوړوي  له دې مخه یې د خپلوساحلونو په وړلوسره ترټولو لوړه خساره افغانستان ته اړوله ، له نیکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ دا ستونزه تریوه بریده حل شوې همدارنګه د اسلامی امارت په نوښت د قوشتېپې لوی کانال هم ددغه سیند لپاسه جوړشوی دی .

هغه سیندونه چې یوه ملک ته ضرراړوي  اوبه یې هم د هغوی دي اوکله اړوښتې شي چې بیا چې په هره خواځي استعمال یې هرچا ته وړیا دی خوزموږ دهېواد یوازنۍ ستونزه داده چې اوبویې له پیل څخه د اړتیا پرمیزان نه دي مهارشوی وړیا له ملکه وځي نو ځکه گاوندي هېوادونه فکرکوي چې دا ټوله ددوی (حق آبه)  ده چې ددوی ملک ته را ځي ، نه ، داسې نه ده ، په دې اړه ملگري ملتونه دهغه سیندونو لپاره چې په څو هېوادونو کې د یوه سیند په بڼه تېریږي ځانگړي قوانین لري چې په هغه کې د اوبو اوکرنیزو مځکو اندازه ، د اوبو توان ، د سیند په ساحلونوکې له اوبومتضررهېوادونه ، دا ټول په ژوره توگه محاسبه کېږی او پرته له دې چې په کوم هېواد ظلم وشی که یې حق وي حق آبه یې ورکول کېږی د اوبو دمنبع هېواد کولای شي د ضررونو په تحمل خپلې اوبه په پشپړډول مهاراویا یې په کار واچوي .

دهلمند سیند لپاسه په دې وروستیوکلونوکې دکمالخان د اوبو د ذخیرې بند په فعالیت پیل کړی چې د ټولوهېوادوالو د خوشحالۍ سبب گرځېدلی. همدارنګه په کابل کې د شاه اوعروس اود شورا بک د بندونود چارې بشپړې شوې ، ، د اوبو د تنظیم د ادارې د معلوماتو له مخې په هلمند کې د کجکی ، په فراه کې د بخش آباد ، په کندزکې ددویم خان آباد، په بدخشان د شورا بک ، په پکتیکا کې د پلتو، په اورزگان کې د شفلوغ ، په هرات کې د پاشدان ، په فاریاب کې ددهنه دره اوپه غزني د سلطان بند د بیا رغولوچارې بشپړې شوې.

دافغانستان جغرافیایی موقعیت د بحرله سطحې نسبتاً لوړدی نوځکه یې اوبه هم دښه کیفیت درلودونکې غرنی اوبه دي چې له تېږو اوسنګ ریزوڅخه تېرېږي، د نا تا یید شوویو رپوتونو له مخې چې د ایران حکومت د هلمند اوبه له فلتراو پروسس وروسته د کویټ په شمول یوشمېرعربي هېوادونو ته صادروي دا ځکه چې دا اوبه د معدني موادو له پلوه غنی دي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *