افغانستان

په جوزجان کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د سوداګریز مارکېټ پرانیستل

د جوزجان ځايي چارواکي په شبرغان ښار کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو خبر ورکوي.

د جوزجان ځايي چارواکي په شبرغان ښار کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو خبر ورکوي.

د جوزجان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د «مخدومزاده» سوداګریز مارکیټ دوشنبه د عقرب په ۱۵مه د مرستیال والي، د دغه ولایت چارواکو او یو شمېر کسانو په حضور کې پرانیستل شو.

د جوزجان ولایت مرستیال مولوي نورالدین عمیر د دغه سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو پر مهال وویل: اسلامي امارت د ملي سوداګرو ملاتړ ته ژمن دی او ملي سوداګر باید په هېواد کې پانګونه وکړي. ځکه چې د یو هیواد پرمختګ د هغه په وګړو پورې اړه لري.

د مخدومزاده ساختماني شرکت استازي نوراحمد هم وويل، چې دغه مارکېټ په ټوليز ډول د ٣٤ ميليونه افغانيو په لګښت په څلورو پوړونو کې، چې ٤٠ پلورنځي لري، په شپږو مياشتو کې د ټولو معيارونو او اړتياوو په نظر کې نيولوسره جوړ شوى دى.

د شبرغان ښار اوسېدونکو هم د دغه مارکېټ د پرانېستلو تود هرکلى وکړ او زياته يې کړه، چې د دغه ډول مارکېټونو جوړول او پرانيستل نه يواځې د سوداګرۍ لپاره ښه زمينه برابروي، بلکې د ښار په ظاهري او ښکلا کې هم ډېر اغېزمن تمامېږي.

د جوزجان اوسېدونکو هم له ملي سوداګرو غوښتي، چې په هېواد کې پانګونه وکړي، څو د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې يوه اونۍ وړاندې هم په شبرغان ښار کې يو بل سوداګريز مارکېټ پرانيستل شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *