سیاسی

د انګلیسي شهزاده هري څرګندونې دا ښیي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون یو جنایت و جبارخیل

په افغانستان کې د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ د غړي شهزاده هري کړه وړه یوجنګي جنایت دی، هغه اعتراف کړی، چې ۲۵ افغانان یې د شطرنج د دانو په شان وژلي دي.

په افغانستان کې د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ د غړي شهزاده هري کړه وړه یوجنګي جنایت دی، هغه اعتراف کړی، چې ۲۵ افغانان یې د شطرنج د دانو په شان وژلي دي.

د باخترآژانس مبصرلیکي: د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ د غړي شهزاده هري وروستۍ څرګندونې چې ویلي دي په افغانستان کې د خپلو دوو پوځي ماموریتونو په لړ کې یې ۲۵ افغانان وژلي، چې دا د جنګي جنایت ښکارندوی دی او د دغه ادعا ثبوت لپاره د دغه انګلیسي شهزاده د څرګندونو ډېر قوي سند چې یو اعتراف دی، شتون لري.

د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ دغه غړی د بریتانیا په اردو کې د کار ۱۰ کلنه سابقه لري او دوه دورې د بریتانیا د اردو په چوکاټ کې افغانستان ته هم راغلی او وروستی ځل هغه د آپاچي هلیکوپترد پیلوټ په توګه پوځي فعالیت درلود، چې زموږ په لسګونو کلي یې ویجاړ کړي دي او د دغه هېواد انسانان یې د مسلمان، انسان او افغان په جرم او په دې جرم چې د یرغلګرو پر وړاندې د خپل هېواد دفاع کړې وژلي دي.

هري په خپله ویلي، چې ۲۵ افغانان یې په افغانستان کې د شطرنج د دانو په شان وژلي دي نه د انسان په توګه او له خپل دغه کار څخه پښېمانه هم نه دی.

دغه څرګندونې ښیي چې بهرني عسکر په هرقوم او هېواد مربوط و یواځې په افغانستان کې د یو هدف لپاره راټول شوي و، چې هغه هم د افغانانو وژل او په دغه هېواد کې د خپلواکۍ غوښتنې مفکورې ځپل وو.

زیاتره دغه عسکر په افغانستان کې د خپل شتون په وخت کې د افغانستان د خلکو او بشریت پرخلاف ډېر ناوړه جنایت ترسره کړی، بې هدفه وژنې، په پټو سترګو بمباري، ویجاړول او له منځه وړل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شرمېدلي شتون پایلې وې، چې بشریت ورڅخه شرمېږي؛ خو انګلیسي هري په هغه ویاړي، دا ښیي چې هغه له انسانیت او انساني اخلاقو څخه څه نه پوهېږي او د انسانانو وژل هغه ته د شطرنج لوبه ښکاري، دا د شرم خبره ده، چې دغه شان اوتو بوتو ته د انسان نوم ورکړل شي او یا هغه د انسانانو په کتار کې ودرول شي.

بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د خپل شتون په وخت کې هر هغه څه یې چې له لاسه وشول زموږ د خلکو پر وړاندې یې ترسره کړل، جنایتونه یې وکړل آن دا چې د هغوی خلک او حکومتونو د خپلو پوځیانو کړه وړه جنګي جنایتونه وبلل، لکه څنګه چې د بریتانیا دفاع وزارت په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو د ماموریت په لړ کې د جنګي جنایتونو راپور خپورکړ او د خپلواکې څېړنې لارښونه یې وکړه.

له دې جملې څخه د امریکايي، انګلیسي او آسترالیایی ځواکونو جنایتونه په ډاګه شوي او آن د هاګ نړیوالې محکمې د دغو جنایتونو د څېړنې امر وکړ، خو وروسته د فشارونو له امله له دغه کار په شا شوه.

دا ځل بیا هم ټوپ د هاګ د نړیوالې محکمې په ډګر کې دی، دغه نړیوال معتبربنسټ چې په وار وار یې د جنګي جنایتونو د څېړنې او عدالت د تامینولو خبره کړې ده، اوس به وکتل شي چې د انګلیسي د ځواکمن شهزاده هري د وروستیو څرګندونو پر وړاندې څه کوي؟ هغه څرګندونې چې یو اعتراف بولي هغه تعقیبوي او یا هم بیا ورڅخه تېرېږي.

دا چې د هاګ نړیواله محکمه څه کوي د دوی کار دی؟ خو د هري څرګندونې یو واقعیت په ډاګه کړ، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون یوجنایت وو، که نور هغه هېروي؛ مګر تاریخ یې نه هېروي او د تاریخ قضاوت یوه څرګنده حقیقت دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *