اسلامی

اولادونه باید د مور او پلار حقونه وپیژني

بې له شکه چې مور او پلارپه خپلو اولادونو ځانگړي حقونه لري لکه څنگه چې د قران عظیم الشأن په یو مبارک ایت شریف کې داسې راغلي دي : ژباړه«ستا پروردگار حکم کړی دی چې پرته له هغه به د هیچا بندگي مه کوئ او له مور او پلار سره به نیکي او ښه چال چلند کوئ، که تا سره له هغونه یو یا دواړه زړښت ته ورسېږي، نو هغو ته اف قدرې مه وایه او مه یې رټه بلکې نرمې او پستې خبرې ورته کوه او هغو لپاره د عاجزي او مهرباني پستې وزرې وغوړوه او دا دعا کوه پروردگاره پر دوی رحم وکړئ، لکه څنگه چې دوی له زړه سوي او خواخوږي سره په ماشومتوب کې زه پاللی وم.

شاه محمود درویش

بې له شکه چې مور او پلارپه خپلو اولادونو ځانگړي حقونه لري لکه څنگه چې د قران عظیم الشأن په یو مبارک ایت شریف کې داسې راغلي دي : ژباړه«ستا پروردگار حکم کړی دی چې پرته له هغه به د هیچا بندگي مه کوئ او له مور او پلار سره به نیکي او ښه چال چلند کوئ، که تا سره له هغونه یو یا دواړه زړښت ته ورسېږي، نو هغو ته اف قدرې مه وایه او مه یې رټه بلکې نرمې او پستې خبرې ورته کوه او هغو لپاره د عاجزي او مهرباني پستې وزرې وغوړوه او دا دعا کوه پروردگاره پر دوی رحم وکړئ، لکه څنگه چې دوی له زړه سوي او خواخوږي سره په ماشومتوب کې زه پاللی وم.

د مور او پلار اطاعت او له هغوئ سره ښیگڼه او خدمت یې او د زړښت او بوډاتوب حق پیژندل یې او د هغو نه ځان ټیټ گڼل او د مرگ نه وروسته ورته دعا کول دا واجب حقوق دي چې د اولاد په زمه باندې الله جل جلاله ایښي دي.

دلته د اسلامي لارښوونو پر اساس هغه لوی لوی اساسي اصول وړاندې کېږي چې پر هغو باندې اسلام د ټول انساني ژوندانه د نظام د ودانۍ جوړول غواړي د پورته آیت شریف مطلب د علمای کرامو په باور یواځی دومره نه دی چې له الله جل جلاله نه پرته د بل چا عبادت او بندگي مه کوئ بلکې دا هم دی چې بندگي او غلامي، بی له څنگه او ولی ویلو اطاعت هم یواځی د هغه وکړئ د هغه حکم، حکم او د هغه قانون، قانون وگڼئ او له هغه پرته بل هیچاته د لوړ قدرت خاوند مه وایاست، دا یواځی یوه مذهبي عقیده او یواځی د وگړنیز کړنلارې لپاره یوه لارښوونه ده بلکې داهغه بشپړ اخلاقي ټولنیز او سیاسي نظام د بنسټ لومړنۍ تیږه ده چې مدینې ته په رسیدو پیغمبر صلی الله علیه وسلم په عملي بڼه مینځته راوسته دغه ودانۍ پر هغه مفکورې جوړه شوې وه چې یواځی الله جل جلاله څښتن دی او دهغه شریعت قانون دی.

ادب احترام او د والدینو اطاعت دا ډیر لوی اهمیت لري امام قرطبی(رح) وایې:( الله پاک په دی ایت کې آدب او د والدینو احترام او له هغو سره ښه سلوک  د خپل عبادت سره پیوسته ذکر کړی او واجب کړی دی.) ابن عباس رضی الله عنها فرمایي:  په قرانکریم کې دری ایتونه داسی پیوست سره نازل شوی دی چې پرته د پیوست شوی ایت څخه تنها د بل ایت ویل او کول الله جل جلاله نه قبلوی نو که چا د الله اطاعت وکړ او د  رسول  الله صلی الله علیه وسلم اطاعت یې ونه کړ الله پاک یې هغه عبادت نه قبلوي او که څوک لمونځ وکړي او زکات ورنکړي نو د دی  دا لمونځ الله تعالی نه قبلوي او یا دا ایت: (ان اشکرلی ولوالدیک) یعنی زما او د والدینو اطاعت د ټولو څخه مهم دی او لکه د خدای «ج» د شکر په ځای کول د والدینو د شکر د ادا کولو  په شان واجب دی او څوک چې د الله «ج» شکر وباسي او د والدینو  ناشکري کوي الله پاک یې نه قبلوي.

بخاری یو حدیث را نقل کړی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه چا پوښتنه وکړه چې دالله پاک په نزد کوم عمل  ډیر محبوب دی؟ هغه مبار ک وفرمایل چې د والدینو سره ښه سلوک.

بخاری ادب مفرد کې د  عبدالله بن عباس رضی الله عنها یو حدیث را اخیستی فرمایي : ژباړه: یو مسلمان کس چې مسلمان والدین ولري او د ثواب په خاطر هغوئ ته وگرځي الله پاک به ده ته په جنت کې دوه دروازې خلاصې کړي نو که یو وي نو یوه دروازه به ورته خلاصه شي او که د والدینو څخه یو هم ناراضه وي ترڅو چې یې هغه راضي کړی نه وي الله پاک به ترې ناراضه وي چا پوښتنه وکړه اگر چې والدینو پرې ظلم کړی وي ویې فرمایل هو که څه هم د والدینو له خوا پرې ظلم شوی وي.همدارنگه جامع ترمذی او د حاکم مستدرک د عبدالله عمر و بن العاض نه روایت راوړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: د الله پاک رضا د مور او پلار په رضا کې نغښتی ده.

دمور او پلار سره نیکي او ښیگڼه په جهاد مقدم ده:

بخاری د عبدالله بن عمر څخه راویت کړی چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او ویې ویل چې زه جهاد ته ځم رسول الله مبارک صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : مور او پلار دې ژوندي دي! سړي عرض وکړ چې بلې! بیا ورته  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې ته د هغوئ د خدمت لپاره پاتې شه جهاد وکړه یعنی د والدینو خدمت کولو کې تاته د جهاد ثواب رسېږي او په بل روایت  کې راغلي چې هغه سړي وویل: ما خپل مور او پلار په ژړا پریښي او تاسو ته راغلم رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمایل:  چې او ورته ووایه چې زه ستاسو د رضا او خوښې پرته جهاد ته نه ځم، ددې روایت څخه معلومیږي چې تر څو یو شی فرض عین نه وي او کفایي په درجه کې وي نو دهغه کار اجرا کول د والدینو  د اجازې پرته اولاد لپاره جایز نه دی، ددیني علومو د تحصیل، تکمیل او ددین د تبلیغ لپاره سفر کول هم ددی حکم لاندې راځي .

په یو بل روایت کې راغلي ژباړه: عبدالله بن عمرو بن العاص وایې چې یو سړی نبی علیه السلام ته ورغی او ورته ویې ویل چې زه له تاسره په هجرت او جهاد بیعت کوم چې الله پاک راته اجر او ثواب راکړی نو نبی علیه السلام ورته وفرمایل چې آیا مور او پلار دې ژوندي دي؟ څوک یې ژوندي شته؟ هغه سړي وویل چې بلې دواړه ژوندي دي نو بیا ورته نبی علیه السلام وفرمایل  چې لاړشه او د خپلو والدینو خدمت وکړه او له هغوئ سره ښایسته او نرمې خبرې وکړه او ابو لیث سمرقندی د انس رضی الله عنه یو روایت را اخیستی دی چې د رسول الله صلی علیه وسلم په زمانه کې یو ځوان چې علقمه رضی الله عنه نومیده دا ډیر سخت مریض شو چا ورته وویل چې لااله الاالله کلمه ووایه نو هغه کلمه نه شوه ویلی دده ښځې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر ورکړ چې علقمه کلمه نه شي ویلی، رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې مور او پلار یې شته؟ عرض وکړای شو چې پلار یې مړ دی خو مور یې ژوندئ ده ویې فرمایل چې مور یې راولئ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له مور څخه د هغه د ژوند د حال پوښتنه وکړه مور یې وویل چې ای د الله رسوله ډیرلمونځونه او ډیرې روژې یې نیولي او ډیر خیراتونه یې کول د هغې د پیسو د ډیر لگښت او دراهمو اندازه مونږ ته نه لگیده رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ستا سره یې گوزاره څنگه وه؟ مور یې وویل: چې زه ترینه خفه یم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ترینه وپوښتل چې ته ولې خفه یې؟ موریې وویل: چې خپلې ښځې ته به یې پرما ترجیح ورکوله او دهغې مطیع او تابعدار وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په داسی حال کې چې موریې په غصه وه او د لااله الاالله د کلمې ویلو ته یې ژبه بنده ده، بیایې وفرمایل چې بلاله لاړشه او ښه ډیرخس او خاشاک راټول کړه چې ددې ښځې زوی په کې وسیځو، ښځې وویل چې ای دالله رسوله زما د مخه زما د زړه ټوټه سوځوئ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل که ته خوښیږې چې  وبخښل شي نو ته ورته بخښنه وکړه قسم په الله تر څو چې ته خفه یې لمونځونه، روژې او صدقې ورته گټه نه رسوي موریې وویل: چې یا الله ته په آسمان کې او د الله رسول سره ناست کسان گواه اوسیږي چې زه ترینه راضي یم او خپلې  پۍ مې وربخښلي، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې بلاله لاړ شه وگوره چې علقمه کلیمه ویلی شي او که نه؛ کېدای شي چې د علقمه مور زما څخه د حیا کولو په خاطر د زړه له اخلاصه خبره نه وي کړې بلال لاړلو او کله چې د کور دروازې ته ورسیدلو نو د علقمه د خولې څخه د شهادت د کلمې آواز واوریدلو  په همدغه ورځ مړ شو غسل او کفن ورکړای شو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  یې د جنازې لمونځ ادا کړ او په قبر باندی یې وعظ کولو او ویې فرمایل چې ای د انصارو او مهاجرینو څوک چې خپلې ښځې ته پر مور ترجیح ورکوي پر هغه دې د الله لعنت وي د هغه نه توبه قبلیږي اونه صدقات.

دا حدیث احمد او طبرانی په بل لفظ سره راوړی دی. د مور او پلار د مرگ نه وروسته هغو ته دعا غوښتل او د ملگرو یې عزت کول ژباړه: ابو هریرة رضی الله عنه وایې چې د مرگ نه وروسته د مړی مرتبه او درجه پورته کېږي نو دا مړی به الله جل جلاله ته وایي ای زما ربه دا څه شی دی (چې ماته دی داسی لوړه درجه راکړه) الله(ج) به ورته ووایي چې ستا د اولاد د دعا نتیجه ده چې ستا لپاره یې بخښنه غوښتله.

په بل روایت کې راغلي ژباړه: مالک بن ربیعه وایې چې مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې د بنی سلمه د قبیلې څخه یو کس  راغی عرض یې وکړ چې ای د الله رسوله آیا زما د مور او پلار وفات څخه وروسته کوم ښه عمل زما په ذمه شته چې زه یې سرته ورسوم او له هغوئ سره می ښیگڼه کړې وي، هغه مبارک وفرمایل چې هو د هغوئ لپاره د مغفرت دعاگانې  او له چا سره یې چې عهد کړی وي د هغې پوره کول او د هغوئ د دوستانو عزت کول او صله رحمي کول چې د خپلوي اړیکې دهغوئ په واسطه شوې وي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا عادت و چې د ام المومنین حضرت خدیجې رضی الله عنهما د وفات نه وروسته به یې دهغې د وستانو ته هدایه لیږله چې له دغه کار څخه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم هدف د خدیجې رضی الله عنها د حق ادا کول وو.

دغه راز بل روایت که راغلې چې د مکې په لاره کې عبدالله بن عمر د یو سړي سره مخ شو نو عبدالله پرې سلام واچولو او پر هغه مرکب(خره) چې عبدالله رضی الله عنه پرې سپور و هغه سړی یې سپور کړ او خپله لونگۍ یې هغه ته ورکړه ابن دینار وایي چې ما ورته وویل الله دی له تاسره ښه وکړي بانډه چېان په ډیر کم شي خوښیږي نو عبدالله رضی الله عنه وفرمایل چې  دده پلار د عمر بن الخطاب رضی الله عنه دوست وو او ما د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې هغه مبارک فرمایل چې د مور او پلار له دوستانو سره اړیکې ټینگول دا غوره او ښه چال چلند دی.

بناءً پورته یادشوي مبارک آیتونه او احادیث دا مونږ ته را زده کوي چې د ژوند په پړاویزو شیبو کې سل په سلوکې باید د خپل مور او پلار اطاعت، درنښت او خدمت وکړو او تل دښه او غوره خدمتونو په ترسره کولو ددوئ زړه خپل او رضایت یې حاصل کړو ځکه چې د پاک الله جل جلاله رضایت هم د مور او پلار په رضایت کې نغښتی دی ، نو بې له شکه نیکمرغه به وي هغه انسان چې دی په لومړي قدم کې د  پاک خدای(ج) عبادت په ښه توگه ترسره کړي او همدا راز خپل کارونه، خپل ورځني کړه وړه او چال چلند هم ټول د اسلامي شریعت او اسلامي غوره اخلاقو په نظر کې نیولو سره سمبال کړي ترڅو په دې توگه د دنیوي او اخروي دواړو ښیگڼو څخه برخمن شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *