اجتماعی

د هرډول رغنیزو پروژو پلي‌کېدل غوره اقدام دی

دا واقعیت اوس ټولو ته روښانه شوی چې په هېواد کې د تیرو کابو څلور نیمو لسیزو پرله پسې جگړې، ناخوالو او ناوړه اغیزو له پلوه جگړه ځپلی افغانستان نوې جوړونې او بیارغونې ته ډیره اړتیا لري، البته له دې څخه هم سترگې نه شي پټیدای چې په هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره، له شک پرته چې د امنیتي چاپیریال د رامنځته کیدو ترڅنګ د ټولګټو، رغنیزو او بنسټیزو پروژو پیل او بیارغونې ته او هم ترڅنګ یې د سترو اقتصادي پروژو طرحه او تطبیق ته هم پاملرنه زیاته شوې ده او په دې برخه کې عملاً یو لړ ټولګټې او پراختیایي  پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شویدي، لکه څنګه چې څه موده وړاندې په هېواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچېنو په حواله د بغلان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د مسوولینو له قوله ویل شوي وو، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یې ۱۴۶ پراختیایي پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

شاه محمود درویش

د یاد ولایت د کلیوبیارغونې او پراختیا رئیس ویلي، چې ددغه ولایت په بنو، ده صلاح، پلحصار، دوشي، خنجان، تاله اوبرفک ولسوالیو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د نږدې ۴۸۲ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۴۶ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي، چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، کانالونو، سربندونو او د اوبو رسولو شبکو رغول او بیارغول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو څخه ۱۳ زره ۲۴۸ کورنۍ برخمنې شوي دي او په راتلونکو ۶ میاشتو کې به ۲۰۰ نورې ټولګټې پروژې پلې شي.

له شک پرته چې د افغانستان اسلامی امارت د اړوندوارگانونوله لورې د ډول ډول ټولګټو پروژو دهراړخیزو پروگرامونو دتطبیق اوگټې اخیستنې بهیر او د هېواد په گوټ گوټ کې د ټولګټو او پرمختیایي پروژو د طرحې او تطبیق لړۍ هم د قدر وړده، ځکه چې تراوسه یی دخلکو دلومړیتوبونو سره سم دهېواد په یوشمیر ولایتونو کی ډول ډول ټولګټې پروژې طرحه اوتطبیق کړیدي، په دې هیله چې په ټولیزه  توگه د هېواد آبادي، سمسورتیا او ښیرازي په موخه د افغانستان اسلامي امارت دشته امکاناتو ترڅنگ دمرستندویو هېوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې لاهم را جلب او د اړوندو ارگانونو په همکارۍ په نورو ټولګټو، اغیزمنو، رغنیزو او بڼسټیزو پروژو ولږول شي چې له امله یې په ټولیزه توگه زمونږ جگړه ځپلی هېواد آباد، ودان، سمسور او ښیرازه شي او هم سل په سلو کې ددې امکان شته چې دهېواد په گوټ گوټ یعنې کلیو، بانډو او ښارونو کې دمختلفو ټولګټو، بنسټیزو اورغنیزو پروژو دعملي بهیر دپرمخ بیولو په ترڅ کی به هم گڼ شمیر هېوادوالو ته چې همدا اوس د هېواد په مختلفو ساحو« کلیو او ښارونو کې» چې له بې کارۍ اوبې روزگارۍ څخه سرټکوي او په ورځني ژوندکې له بې شمیره ستونزو سره لاس اوگریوان دي په هېواد کې دننه دوی ته دسالم کار او روزگار زمینه هم برابره شي او په دې ډول به له یوې خوا زمونږ هېواد آباد، سمسور، ښیرازه او ودان شي اوله بله پلوه به گڼ شمیر بې کاره او بې روزگاره هېوادوال چې دکارموندنې له پاره بهرنیو ملکونو ته دتللو تکل لري دوی به هم دبیکارۍ او بې روزگارۍ له ستونزمن اوربړوونکي حالت څخه وژغورل شي او په هېواد کی دننه به له سالمو بوختیاوو څخه برخمن اود گران هېواد سرلوړي افغانستان په آبادي او ښیرازي کې به هم په ښه ډول برخه واخلي او په دې توگه زمونږ هېواد به هم ورځ تربلې د ترقي او پرمختگ پرلور مخ پروړاندې لاړ شي او جګړه ځپلیو افغانانو ته به هم په کوردننه د هوسا او بسیا ژوند د پرمخ وړلو زمینه مساعده شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *