سیاسی

تورونه آسان خو ثابتول يې ستونزمن دي

جوته ده چې د اسلامي امارت له خوا مات شوي او تښتېدلې اشغالګر هېوادونه تر دې دمه په قرار نه دي ناست او خپلو دښمنانه هڅو او کړنو ته دوام ورکوي هغه بېچاره ګان چې په نړۍ کې د خپلو پوځي ځواکونو له مخې هېوادونه ګواښوي او ځانونه د نړۍ زبرځواکونه ګڼي د اسلامي امارت له خوا په توره او زنګ وهلو ټوپکونو ماتې ورکړه. هغوی چې د بې شرمانه ماتې په زغملو سره د اسلامي امارت په وړاندې د ناوړه تبليغاتو له لارې هڅه کوي چې د اسلامي امارت له پاره ستونزې ولټوي او د اسلامي امارت انساني او سوله ييزې ګټې بل ډول وښيي. خو حقيقت دادی چې اسلامي امارت دا مهال د يوه خپلواک او سرلوړي هېواد په توګه وياړي چې د خپلو خلکو په شل کلن ناورين د سولې او امنيت څادرغوړوي هڅه کوي چې د جګړييزو ناخوالو څخه د راپاتې شويو ستونزو په رغاونه کې ګړندي ګامونه پورته کړي.

متین

او د سيمي او نړۍ په کچه د امنيت د خونديتوب له پاره هغه ژمنې عملي کړي کومې چې د سولي د ثبات له پاره اړينې دي. همدا اوس د اسلامي امارت د مجاهدينو په نه ستړې کېدونکو هلوځلو او د خدای(ج) په نصرت توانېدلي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنيت تامين کړي او هېچاته ددي اجازه ورنه کړي چې په سيمه او نړۍ کې د افغانستان له لارې ګواښ او يا تېري کوونکې هڅې رامنځ ته شي. نړيوال پوهېږي چې د اسلامي امارت مجاهدين ددې توان لري چې وسله والې ترهګرې ډلې چې امنيت ته تاوان رسوي او يا امنیتی اندېښنې رامنځ ته کوي په ډېر کم او مناسب وخت کې وځپي. نړيوال به زموږ د هېوادوالو ترڅنګ خبر وي چې د اسلامي امارت په وړاندې بلوسګرې هڅې ځپل شوې او هېڅ وسله واله ډله ددې توان نه لري چې د هېواد په دننه کې ځالې جوړې کړي او يا د راټولېدو ځای ځايګی ولري. نو غوره به وي چې د اسلامي امارت په ضد د ناوړه تبيلغاتو څخه لاس واخيستل شي ځکه ناوړه او له حقيقت څخه لرې تبليغات نه شي کولی چې اسلامي امارت ته زيان ورسوي او يايې په سوله ييز دريځ کې کوم بدلون راولي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند څرګندونې چې په دې وروستيو کې خپرې شوې د تېر په څېر يې له واقعيت او حقيقت څخه لرې تورونه لګولي چې د اسلامي امارت له خوا په کلکه رد شوي دي ځکه د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د وياند څرګندونې په واقعيتونو سترګې پټول دي نو له دې کبله ويلی شو چې د اسلامي امارت په وړاندې دې د بې ځايه تبليغاتو پرځای په واقعيتونو سترګې نه پټوي او د اسلامي امارت سره دې د متقابل او متوازن تعامل لارې ولټوي ترڅو د ديپلوماتيکو اړيکو پيوند رامنځ ته او راپيدا شوې اندېښنې له منځه ولاړې شي. اسلامي امارت چې تل په خپلو ژمنو ولاړ دي تمه لري چې مقابل لوری هم ترسره شوې ژمنې عملي کړي او د بې ځايه تورونو څخه لاس واخلي. اسلامي امارت ډاګيزه کړي چې په دوحه کې لاس ليک شوي ژمنې يې عملي کړي او تردې وخته يې د هغو د عملي کېدو څخه هېڅ ډول سرغړونه نه ده کړي.

همدا اشغالګر ځواکونه دي چې د دوحې د تړون را وروسته د اسلامي امارت په وړاندې د ستونزو د راپيداکېدو په لټه کې دې او هره ورځ د نويو پلمو په لټولو بوخت دي. د اشغالګرو کړه وړه او ناوړه هڅې چې ډېر شمېر هېوادونه ورسره مخالف دي د همېشنۍ او تل پاتې سولې ټينګښت زيانمن کړي او د يو شمېر هېوادو اندېښنې يې راپارولې دي. خو اسلامي امارت چې د مافيايي کړيو ترڅنګ د اشغالګرو ناوړه او بې ځايه هڅې او تبليغات څاري ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت له خوا به هېڅ هېواد ته وسله والي ګواښوونې رامنځ ته  نه شي، ښه به وي چې اندېښمن هېوادونه د افغانستان د دښمنانو په پوچو او ناوړه تبيلغاتو وته غولېږي او خپلې اندېښنې د اسلامي امارت سره شريکې کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *