اجتماعی

ناصرشاه سرحدي مهاجرت او کډوالي چې به بهرنۍ ژبه انګلیسی کې ورته (Immigration) واېې د بیلا ، بیلو شرایطو او عواملو له مخې لکه:

ناصرشاه سرحدي

مهاجرت او کډوالي چې به بهرنۍ ژبه انګلیسی کې ورته (Immigration) واېې د بیلا ، بیلو شرایطو او عواملو له مخې لکه: جنګ، سیاسي عواملو ، ناا منیو، لوږې ،  فقر د غذا نشتون  دطبیعي پیښو لکه : سیلابونه اوزلزلي  اود بیکاریو،  او نورو عواملو له مخي د خلکو ، لیږدول  دیو ځاي څخه بل ځاي ته دژوند کولو لپاره رامنځ ته کېږې له شک پرته کډوالي او مهاجرت رامنځ ته کوی .

که څه هم  دا یوه نړیواله پدیده  ده چې د نړۍ په هره برخه کې د بیلا ، بیلو ستونزو  له مخي رامنځ ته کېږې خو له بده مرغه  په ۱۳۵۸ هش کال د جدي په ۶مه چې د ۱۹۷۹ ع کال سره سمونه خوري دروس د قطبې خرسانو د  ناسنجدیده او د افغان تاریخ نه نا خبرو مشرانو (لیونید برژنف ، اوستینوف او اندرې ګرومیکو )د ټولو نړیوال اوصولو اومیثاقونو  خلاف پر افغانستان یرغل وکړ چې له همدي وخته د مهاجرت او کډوالۍ سلسله پیل شوه او د دری میلیونو په شاو خوا کې انساني تلفات او دپنځو میلیونو په شاوخوا کي افغانان د نړۍ هیوادونو په تیره بیا  ګاونډیو هیوادونو پاکستان ته مهاجر شول ..

څنګه چې روسان دمیړنیو افغانان دبي ساري مقاومت سره مخامخ شول یو امریکاېې ژورنالست دآمو دسیند دپاسه د شورویانو د رو د سرو لښکرو د روستنې سرتیري (جنرال بوریس ګروموف )نه پوښتنه وکړه اوس چي له افغانستانه وځئ څه احساس کوئ؟ هغه په ځواب کې له خولي یوسوړ اوسیلې ویست او، ووېې وویل: ۱۵۰۰۰ روسان ووژل شول او۳۰۰ لادرکه اوپه میلیاردونو،  روبله مو اقتصادي زیان ولید خو د بده مرغه د (بډه بیري ) د ۴۱ غنډ افراد به بیرته خپلو کورونو ته راستانه نه شي .

دا مهاجرتونه لا روان و چې امریکا  او متحدینو ېې دافغانستان دمعاصر تاریخ د ناخوالو نه هم د عبرت درس وانه خیست او په ۲۰۰۱ ع کا ل ېې بیاهم د نړیوالو میثاقونو اواوصولو خلاف پر افغانستان یرغل وکړ او د مهاجرت او کډوالۍ دالړۍ نوره لا هم زیاته شوه چې د بی شمیره بمباریو او وژنو ترڅنګ ېې ددي جنګ ځپلی هیواد ټولي اقتصادي زیربناوي هم ویجاړي او ونړولي.

چې دا هم  دافغانانو په تیره بیا د اسلامي امارت په بي ساري قربانیو بالاخره د۲۰۲۱ ع کال دفیبرورۍ په ۲۹مه امریکا او متحدین ېې دي ته اړ او مجبور کړل چې له افغانستان په ټیټوسترګو ووځي.

په دي وروستیو کې ګاونډیوهیوادونوله بده مرغه په دي حساس وخت کې افغانانو ته ضربالاجل ټاکلي و چي له پاکستان اوایران  نه ووځي  چي له شک پرته تر شا ېې نور سیاسي اهداف هم درلودل .

پاکستان چې د همدي افغانان په سر پاکستان او اتومي طاقت شو پکار دي چې دافغان مهاجرینو د زورونی او ناوړه چلند څخه لاس واخلي او پاکستان په خپل دي ناسنجیده  غیر اسلامي او غیر بشري اقدام چي نه یوازي دنړۍوالو بلکي دبشري حقونو دنړیوالوسازمانونو او د ملګرو ملتونو دنړیوال سازمان له خوا هم د نیوکو او انتقاد سره مخامخ شو باید  له سره غور او نظر کړي وائ  او د خپل دي ناسنجیده عمل نه تیرشوي وائ هسي ونه شول او خپل دي ناوړه عمل ته ېې زور ورکړ دلته زمونږ اصلي خبره اوبحث په زور د افغان مهاجرینو په ایستنه ده چې په ګاونډیو هیوادونو کې د بیلا ، بیلو عواملوله مخي اړشو چې مهاجرت وکړي او اوس په زور  او جبر سره شړل کېږې چې د مهاجرت د ټولونړیوالو اصولو او نړیوالو کنوانسینون خلاف عمل ګڼل کېږې.

دافغانستان داسلامي  امارت د اطلاعاتو اوکلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه  په ګاونډیو هیوادونو کې د راستنیدونکو کډوالوستونزو ته درسیدو په هدف د عالي کمیسیون اړوند د اطلاعاتو اوعامه پوهاوي  کمیټې دریمه غونډه تر سره کړه  یاد کمیسیون د امیرالمومنین د فرمان له مخې د راستنیدونکو کډوالو ستونزو ته درسیدو په هدف جوړه کړي وه تر څو دي حیاتي ستونزي او مشکل ته رسید ګې وشي.

باور دي  که اسلامي امارت په تیره بیا دراستنیدونکو چارو وزارت او اړونده نړیوال سازمانونه په دي برخه کې د کډوالو ستونزو ته په تیره بیا دهغوي لوژستیکي ستونزو د هستوګنې د ځایونو اواسکان کیدو ته لا پاملرنه وکړي نه یوازي د خداي ج  د مخلوق  انساني اوبشري خدمت به ېې کړي وي بلکې د خداي ج رضا به ېې هم حاصله کړي وي.

له ملي رادیو تلویزیون څخه :

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *