افغانستان

جمهوریت روغتون کې هر ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ ناروغانو درملنه کېږي

دجمهوریت روغتون د هېواد دپخوانیو روغتونو څخه دي چې د سردارمحمد داود خان دواکمنۍ پرمهال یې په ۱۳۵۴ه ش کال یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه په افغانستان کې یواځینی  روغتون دی چې خلکوته دسرطاني ناروغیو تر څنګ پښتورګو ،پزی اوغوږ ،داخله،عمومي جراحي، هیماتولوژی ،نفرلوژي اوعاجله څانګو کې خدمات وړاندې کوي، په نوموړي روغتون کې هر ورځ شاوخوا د۱۵۰۰نه تر ۲۰۰۰پورې ناروغانو داو پی ډي برخي ته مراجع کوي .

سمیع الله مومند- اطلاعات

دجمهوریت روغتون د هېواد دپخوانیو روغتونو څخه دي چې د سردارمحمد داود خان دواکمنۍ پرمهال یې په ۱۳۵۴ه ش کال یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه په افغانستان کې یواځینی  روغتون دی چې خلکوته دسرطاني ناروغیو تر څنګ پښتورګو ،پزی اوغوږ ،داخله،عمومي جراحي، هیماتولوژی ،نفرلوژي اوعاجله څانګو کې خدمات وړاندې کوي، په نوموړي روغتون کې هر ورځ شاوخوا د۱۵۰۰نه تر ۲۰۰۰پورې ناروغانو داو پی ډي برخي ته مراجع کوي .

دجمهوریت تخصصي روغتون رئیس ډاکټر امین الله معیني انیس ورځپاڼې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې وویل:«په جمهوریت  روغتون کې  سرطاني ناروغیو لکه، سیني ،معدې، مرۍ،مثانه ،پښتورګوسرطان، ګردو، ،داخله ،دپزي او غوږ،عمومي جراحي د تجربه لرونکواومتخصصو ډاکټرانو لخوا په بریالي توګه درملنه کېږي»

یاد روغتون ته دهېواد د مختلفو ولایتونو او لرې پرتو سیموڅخه ګڼ شمېر ناروغان د درملني په موخه راځي چې درملنه یې   په وړیا ډول کېږي.

دجمهوریت روغتون رئیس وایي،داسلامي امارت مشران دهېواد په هر برخه کې دهېوادپرمختګ ته ژمن او متحد دي، داچې د عامې روغتیا په برخه کې داسلامي امارت په راتګ سره زیات خدمات وړاندې شوي دي ،د ریاست الوزراء عالي مقام لازم وګڼله چې په هېواد کې موداسي یو مجهز او عصري روغتون ریفورم شي چې ناروغانو ته په لوړ معیار خدمات وړاندې کړي او کوم هېوادوال موچې بهر ته د درملنې لپاره ځي په داخل دهېوادکې یې په ښه شان درملنه وشي له یوې خوا به مو سرمایه چې په کال کې ۵۰۰میلیونه ډالره بهر ته وړل کېږي  په خپل هېوادکې پاتي شي او له بل اړخه به مو ځوان کدرونه په دندو وګمارل شي،نو په دي اساس دجمهوریت روغتون دجوړوني طرحه په ۲۲/۷/۱۴۴۴دوزیرانو شورا لخوا تایید شوه.

داسلامي امارت دریاست الوزاء عالي مقام دجمهوریت روغتون دجوړوني دبورد مشري دریاست الوزراء ادارې مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي تر نظارت لادې ده چې څلورکمیټې  لري ،تدارکات،استخدام،دمصارفو دسنجش اوعوایدو راټولولو کمیټې جوړی شوي دي.

ښاغلي امین الله زیاته کړه چې دجمهوریت روغتون دبیارغونې چارو له پاره څه باندې ۴مېلیارده افغانۍ ځانګړې شوي دي،چې ۳۱۷میلیونه افغانۍ به یي په تعمیراتي برخه کې ولګول شي،۲میلیارده او۶۷۰میلیونه افغانۍبه طبي تجهیزات اووسایل راونیول شي،۹۲۱میلیونه معاشات ،۱۰ میلیونه دعا جلې څانګې تجهیزات او اړین وسایل ،۱۴۴میلیونه افغانۍ عملیاتي مصارف سنجول شوي دي،۱۸میلیونه مصارفي طبي مواد اودغیري طبي مصارفي موادولپاره ۱۰ میلیونه افغانۍ په پلان کې نیول شوي دي.

همداشان یاد روغتون مخکې ۱۳ تخصصي څانګې لرلي دامهال ۲۸مختلفو تخصصي څانګو ته  لوړاوپه فعالیت به پیل وکړي ،اوس لپاره   ۳۰۰بستر لرو چې په راتلونکي کې به ۴۰۰ بستره ته لوړ شي، اوپه نوموړې روغتون کې به ۲۲۹۱ روغتیایي کارکوونکي هېوادوالوته خدمات  په معیاري ډول وړاندې کړئ..

امین الله معیني وایي په تېرو شپږو میاشتو کې نوموړي روغتون ته یو لک دولس زره څلورسوه او نهه شپیته ناروغان ددرملنې لپار ثبت او راجستر شوي دي او په همدي موده کې ۱۲۷۹۴ تنه ناروغان مو بستر درلوده.

نوموړي روغتون به د فیس له درکه ۷۸۰ میلیونه افغاني په کال کې عواید لري چې د روغتون په نوروبرخو به په مصرف رسیږي او په دي سره به دهېوادوالو ستونزي لا نوری هم حل شي.

په پای کې نوموړي، خوښي څرګنده کړه چې خپل ملت ته د روغتیا په برخه کې خدمت وړاندې کوي،همدارنګه په بهرمیشتوافغان ډاکټرانواوعلمي کدرونوغږ وکړچې خپل هېوادته راشي اوپه هره برخه کې دخپلوهېوادوالو لاسنیوي وکړي

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *