افغانستان

نړیوالو بازارونو ته د تازه میوو د صادراتو بهیر پیل شو

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ هڅه کوي د هېواد تازه میوو ته بازار موندنه وکړي، چې په دې توګه تازه میوې د نړۍ بازارونو ته په مناسبه بیه وړاندې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ هڅه کوي د هېواد تازه میوو ته بازار موندنه وکړي، چې په دې توګه تازه میوې د نړۍ بازارونو ته په مناسبه بیه وړاندې شي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ویاند وايي، چې هڅه کوي په روان کال کې د صادراتو کچه د تېر پر پرتله لوړه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام  جواد آخوند زاده وایي؛ مونږ په دې روستیو کې سلګونه ټنه د تېر کال را پاتي انار او مڼې قزا قستان او ځینو نورو هېوادو نو ته صادر کړي او د تازه میوو د صادراتو لپاره اړوند تدابیر نیول شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مسئولین هم وايي، چې هڅه کوي په روان کال کې د نړۍ بېلابېلو اروپايي او آسیايي مارکیتونو ته د هېواد تازه میوې ورسوي.

دوی زیاتوي، چې افغان سوداګر اوس هم  د بانکي اړیکو او ویزو د ستونزو له کبله نه‌شي کولی په نړیوالو مارکیتونو کې مستقیم  فعالیت تر سره کړي.

د کرني او مالدارۍ خونې د بهرنیو اړیکو مسئول امید حیدري وایي؛ مونږ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرات کوو، خو د افغانستان په نامه نه‌کیږي. زمونږ هیله داده که زمونږ د ویزي ستونزه حکومت اواره کړي؛ صادرات به مو نور هم ز یات شي.

سر کاریګر محمد هارون وایي: مونږ له بامیان، کاپیسا، او پروان څخه خاص زردالو راوړي او ټولې روغتیايي خواوې په نظر کې نیول شوي او دا به لو مړۍ ټولګه وي، چې صا دره شي.

بل  لورته بیا د هندواڼو سوداګر او بزګر د مارکیت له نه‌شتوالي سره مخ دي او وایي؛ که د هېواد هندوانو ته مناسب مارکیت پیدا نه‌شي د هېواد بزګرو ته به ستر مالي زیان واوړي.

د هندوانو پلورونکی حاجي محمد وایي: له فراه نه تر کابله د یو من هندواڼې کرایه ۴۰ افغانۍ ده او مونږ دلته یو من هندواڼه پر ۵۰ افغانیو پلورو؛ بزګر او سوداګر دواړه په تاوان کې دي. له حکومت هیله لرو، چې زمونږ ستونزه په نظر کې ونیسي.

د اقتصادي  چارو کار پوهانو ویلي؛ که د هېواد د صادراتو کچه د سیمي او نړۍ مارکیتونو ته منظمه تر سره شي؛ نو له دې سره به د هېواد بزګر او سوداګر د پام وړ ګټه تر لاسه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *