افغانستان

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې او د ایران د سوداګریز مرکز ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیکولو موخه په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو او پانګونې په برخه کې د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول دي، چې ایراني پانګوال هم ورته لېوال دي.

 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیکولو موخه په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو او پانګونې په برخه کې د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول دي، چې ایراني پانګوال هم ورته لېوال دي.

مولوي عطاء الله عمري ویلي، د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د دوه اړخیزو همکاریو ملاتړ کوو او په دې برخه کې ستاسو همکار یو.

سرپرست وزیر زیاته کړې، موږ د کرنې په بېلابېلو برخو کې غوره حاصلات لرو، دغه هوکړه‌لیک موږ ته هیله راکوي، چې           دغه خوراکي سرچیني تاسو ته وړاندې کړو او دا به زموږ د صادراتو او وارداتو په برخه کې اغېزمن تمام شي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن ویلي؛ اداري فساد له منځه وړل شوى، له خصوصي سکټور سره په ګډه ګامونو پورته کولو سره ځان بسياينې ته نږدې کېږو او د دغه هوکړه ليک لاسليک کول د سوداګرۍ او صادراتو د ښه والي او وارداتو د پياوړتيا په برخه کې مرسته کوي.

د ایران د سوداګریز مرکز د مدیره پلاوی مشر حسین آزري ویلي؛ دواړه خواوې په دې هوکړه ورسېدو، چې له یوه داسې پلاوي سره، چې په ایران کې تر ټولو ستر تولیدي او سکټوري شرکتونه لري راشو او هیله لرو چې د دغه هوکړه لیک عملیاتي او د دواړو خواوو ترمنځ د اسانتیا د رامنځته کولو او د ښه بنسټ د جوړولو په موخه عملي شي.

یاد هوکړه ليک د کرنې وزير مولوي عطاء الله عمري په شتون کې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رييس خان محمد فروتن او د ايران د سوداګریز مرکز د مدیره پلاوي رییس حسين آزري ترمنځ د ایران هېواد د سوداګرۍ پلاوي او د کرنې وزارت د متخصصینو په ګډون لاسلیک شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *