افغانستان

کونړ کې ۸۶۰ مټریک ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه بزګرانوته وېشل کېږي

دکونړدکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست مسئولین وایي، د کونړ د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو بزګرانو ته په وړیا ډول  ۸۶۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخمونه ،۸۶۰ مټریک ټنه ډی ای پی سره او ۸۶۰ مټريک ټنه یوریا سره ویشل کېږي.

دکونړدکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست مسئولین وایي، د کونړ د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو بزګرانو ته په وړیا ډول  ۸۶۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخمونه ،۸۶۰ مټریک ټنه ډی ای پی سره او ۸۶۰ مټريک ټنه یوریا سره ویشل کېږي.

دکونړدکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ رئیس مولوی شیر اقا پیر حبیب الرحمن دانیس ورځپاڼې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې  وویل: د اسلامی امارت په راتګ سره د بزګرانو تخنیکي برخې ستونزې حل شوي اودا مهال د موسساتو له لورې پروژې

جریان لري.

پیرحبیب الرحمن زیاته کړه، دهمکارو موسسو لخوا د کونړ ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې دهقانانو ته ۳۷ شنې خونې، ۶۰۰۰ کورنۍ باغچې او  په۵۷۰۰ جریبه ځمکه د ډول ډول بوټو باغونه جوړشوي دي.

دکونړدکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ رئیس وایي: کونړ ولایت کې بزګران د ویالو او کانالونو  خرابوالی ،د اصلاح شوي تخمونو کموالی ،په عصری ډول د باغونو نشتون ، د بې موسمه میوو او سبزیجاتو  د کر لپاره د ګرین هاوسونو د نشتون له ستونزو سره لاس او ګریوان دي او  د انکشافی بودیجې نشتون بله ستر ستونزه ده.

د ده په وینا په راتلونکي کې د ګرین هاوسونوجوړول د ولایت په سطحه، اصلاح شوي تخمونه زیاتوالی ، د غنمو او شولو نمایشی قطعات جوړول د ولایت په سطحه ، د باغونه په عصری ډول جوړول پلان لري.

همدارنګه دخاص کونړ والسوالۍ یو تن بزګر امیر سلام وایي،داسلامي امارت له مشرانو څخه مو دا غوښتنه ده چې مونږ سره د زراعت په هر برخه کې همکاري وکړي ،نوموړي زیاته کړه دامهال بزګران له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي،او په موسساتو یي  هم غږ وکړ چې دباغونو په جوړولو کې لا ډېر مرسته وکړي.

بل لورته دكرنې دبرخې متخصص انجينر شریف الله سالارزي  د کرنې ریاست خدمات او هلي ځلې ستايي خو شته امکانات محدود بولي چې د بزګرو ستونزې ډېرې، خو باید په یاد ولرو چې دا مسئاله د  دوی مسؤلیت نه راکموي،په کونړ کې شته فرصتونه بې حسابه بشري قوه،په کافي اندازه اوبه،مناسب اقليم او ناخړوبه او للمي ځمکې هغه څه دي چې د کرنې سکتور ورڅخه بايد سالمه استفاده وکړي دا چې د تخمونو ښه ډولونه چې د سیمې له اقلیم، آب او هوا سره سمون  ولري، د بزګرو په واک کې ور کړي.

چې تر څنګ د مرسته شویو تخمونو د کښت څرنګوالی، اوبه خور او د کیمیاوي سرې د استعمال په اړه هم بزګر د معلوماتو ترلاسه کولو ته اړتیا لري، څو فصلونه یې ښه حاصل ورکړي.

سمیع الله مومند- اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *