افغانستان
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین پنجشېر ته سفر وکړ
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي پرون پنجشېر ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي پرون پنجشېر ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.
ستانکزي همدارنګه د پنجشېر طبیعي منظرې ښکلې او بې ساري وبللې او د یاد ولایت له والي سره یوځای یې د دغه ولایت د بهارک په سیمه کې د دفن شویو شهیدانو له مزارونو څخه هم لیدنه وکړه.
یاد ۷۰ تنه شهیدان، چې ټول يې دیني عالمان او د قرآن کریم حافظان وو، د اسلامي امارت په تېره دوره کې د دښمن په اسارت کې په شهادت رسېدلي وو.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان امنیتي سلاکار مایک هم وړمه ورځ دغه ولایت ته سفر کړی و.