د (نباتو) او د (قندو) ښار مې وران دی
تړل شوی د خوښۍ هر یو دوکان دی
د انګورو وږي خاورو کې پراته دي
کاڼو، لوټو لاندې پروت ستړی دهقان دی
*
نړېدلي دي چتونه، دیوالونه
لوټې لوټې دي، د مینې محلونه
د مړې مور په غېږ کې مړه بچي پراته دي
په ګلدان کې رژېدلي دي ګلونه
*
خاورو لاندې د بخمل څنډه ښکارېږي
یوه ماته آیینه لمر ته ځلېږي
لږ په پام سره دا لوټې کړئ ترې پورته
دا کمیس د تازه ناوې معلومېږي
*
د ماشوم په سر، دې سره لاس ته دې پام دی؟
له خپل لاسه، مور جوړ کړی ورته بام دی
دواړو یو ځای، د ژوند لوبه ده بایللې
د اجل استازي ایښی ورته دام دی
*
په تېر عمر نړېدلي کور ته ګوري
له هیبته یې هر هډ له غمه خوري
د لمسیانو خاموش شور پسې خپه دی
د بابا له تنهاییه اوښکې ووري
*
ځمکې! ولې دومره ډېره خوځېدلې؟
چې له ویرې دې جونګړې نړېدلې
ماشومان تر خاورو لاندې تري تم شول
بورې میندې یې په چیغو ژړېدلې
*
خدایه! دا وطن بار بار دی نړیدلی
پاتې نه دی، دلته هیڅ یو ولاړ څلی
ربه! نور یې هر اپت ځنې خوندي کړې
یو ملنګ (نعمان) په عجز لاس نیولی