اجتماعی

د قوشتېپې کانال د دویم فاز په پرانستلو  سره به د هیواد په شمال کې کرنه او مالداري لاهم وده وکړې

نوری – اطلاعات دبلخ ولايت د قوشتېپې کانال لومړي فاز چارې بشپړې او د دويم فاز عملي چارې پيل شوې.د دغه کانال لومړي فاز چارشنبه د اکتوبر پر يوولسمه د افغانستان اسلامي امارت چارواکو له لوري دجوړو شويو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.

نوری – اطلاعات

دبلخ ولايت د قوشتېپې کانال لومړي فاز چارې بشپړې او د دويم فاز عملي چارې پيل شوې.د دغه کانال لومړي فاز چارشنبه د اکتوبر پر يوولسمه د افغانستان اسلامي امارت چارواکو له لوري دجوړو شويو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.

د کانال پرانيستنې ته له کابله د اسلامي امارت يو پلاوی د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ بلخ ته تللی و.د رياست الوزرا اداري‌ مرستيال مولوی عبدالسلام حنفي چې د قوشتېپې کانال د پرانيستنې په مراسمو کې يې ګډون کړی و ياد کانال د افغانستان د پر ځان بسیاينې لپاره ستر ګام بللی چې ټول تخنيکي کارونه يې افغانانو بشپړ کړي دي.

زموږ خبريال د قوشتېپې د اوبو کانال په اړه يو راپورتاژ چمتو کړی،چې خپرېږي.د افغانستان د کرنيزو اومالدارۍ توليداتو خونې فرهنګي او د اړيکو مسئول مجتبی(صبار)قوشتېپې کانال ارزښت ته په کتو وايي:د قوشتېپې د اوبو کانال د لومړي فازپه پرانيستلو سره به د هېواد په شمال کې کرنه،مالداري،دچرګانو اوماهيانو د روزلو فارمونه وده وکړي او همداسې به د نورو ولايتونو اړمن خلک له ارتزاقي موادو او غلو برخمن شي.اوبه د بشرله مهمې اړتيا څخه شمېرل کېږي،چې پرته له اوبو ژوند ناشونی دی.کرنه داوبو په شتون سره وده کولی شي.د هېواد شمال له کلونو راهېسې د اوبو له کمښت څخه اغېزمن شوی او کرنيزې مځکې وچې شوې دي.کله،چې اوبه پيداشي  کرنې،مالدارۍ او باغدارۍ ته وده ورکولی شو.نو د خوشتېپې کانال لومړي فاز پرانيستل،نه يوازې د افغانستان لپاره اقتصادي ارزښت لري؛بلکې د سيمې او کاونډيو هېوادونو ته هم ګټه رسولی شي.

ښاغلی صبار د کروندګرو او نورو هېوادوالو په ژوند کې د قوشتېپې کانال اقتصادي ارزښت ته په کتو سره وايی: د قوشتېپې د اوبو کانال د لومړي فازپه پرانيستلو سره به د هېواد په شمال کې کرنه،مالداري،دچرګانو اوماهيانو د روزلو فارمونه وده وکړي او همداسې به د نورو ولايتونو اړمن خلک له ارتزاقي موادو او غلو برخمن شي.

د قوشتېپې کانال ډېر لوی او ګټه رسونکی دی،چې سور يې ۳۰ متره او ژوروالی يې ۸ متره دی.دا کانال نه يوازې کروندګرو،مالدارانو او بڼوالوته ګټور دی ،بلکې د سيمې هېوادونو ته هم ګټه رسولی شي.داچې موږ د قوشتېپې کانال په بشپړه توګه پای ته ورسوو،په دې کارسره به له بهرنيو هېوادونو څخه د ارتزاقي موادو،تيلي نباتاتو او لبنياتو او همداسې څارويو واردات صفرته ورسېږي.په دې مانا،چې دا ټول توکي به د هېواد په دننه کې توليد شي.سربېره پردې زموږ د غوړيو فابريکې هم په کار اچول کېږي.د کنجاړې په توليد سره زموږ مالداري ژوندۍ کېږي او همداسې د حبوباتو او دانو په توليد سره کولی شو د چرګانو فارمونه منځ ته راولو او د کاليو برخه کې هم پرځان بسيا  شو.زموږ نباتات يا ونې وده کوي او ترې لرګي توليدېږي،چې د کاغذ او فرنيچر په جوړولو کې کارول کېږي.د خپلې کرنې په ميکانيزه کولو سره کولی شو پرځان بسيا شو.

ده څارويو ته د ورشوګانو او څرځايونود برابرولو لپاره د قوشتېپې کانال اهميت ته په اشارې سره څرګڼده کړه:د ورشوګانو او څرځايونو په اوږدوکې د قوشتېپې کانال بهېدل او همداسې ځنګلونه وده کولی شي.سربېره پردې موږ کولی شو د ياد کانال په اوږدو کې د ماهيانو او چرګانو روزنې ته هم وده ورکړو.په ټوله کې هغه موادچې په کرنه پورې تړاو پيداکوي او همداسې په مالدارۍ پورې د محصولاتو په لوړولو کې يادکانال ډېر اغېزمن رول لرلی شي.

ښاغلي صبار له تېرو څلورو لسيزو جګړو او ناخوالو وړاندې د هېواد شمال کرنيز پرمختګ ته په اشارې سره وايي:دغه کانال به نه يوازې د هېواد شمال او جنوب د غلې او مالدارۍ له اړخه پرځان بسيا کړای شي؛بلکې د سيمې،ګاونډيو او ان اروپايي هېوادونو اړتياوې هم لرې کړای شي.قوشتېپې کانال ډېر مهم او غښتلی کانال دی.موږ د ښه مديريت   له لارې کولای شو ياد هېوادونه تمويل کړو.د قوشتېپې کانال د هېواد له درېيو مهمو ولايتونو کندز،بلخ،جوزجانه تېرېږي او بيا فارياب ته رسېږي.د دغو ولايتونو په اوږدو کې ډېرې وچې مځکې پرتې دي،چې د خړوبېدو پرمهال به آبادې او حاصل ورکړای شي.زه په ډاډمنه توګه ويلی شم،چې د قوشتېپې کانال په بشپړېدو سره به موږ د غلې،غوړيو،څارويو او غوښو له پلوه پرځان بسيا شو او ان به د سيمې هېوادونو،ګاوڼديو او نورو اروپايي هېوادونو ته خپل محصولات صادر کړای شو.په دې توګه به هېواد له مصرفي اقتصادڅخه خلاص او په توليدي اقتصاد به بدل شي.پخوا ويالو د شمال ځمکې خړوبولې او ورسره کرنې اومالدارۍ پرمختګ کړی وو،کله،چې جګړې دوام وکړ ويالې او مځکې وچې شوې په هېواد کې لوږه راغله.داچې د قوشتېپې کانال لومړی فاز ګټې اخيستنې ته وسپارل شو د هېواد د شمال کرنه او مالدارۍ به ډېر پرمختګ وکړي.

دی وايي:د جګړو په کلونو کې خلک د جګړې له امله وسلو ته مخه کړې وه ؛خو کرنه او مالداري يې خوشې کړه،چې په دې کار سره کرنيزې مځکې وچې او مالداري هم له منځه ولاړه،چې اوس په هېواد کې يې تاثيرات احساسوو.زموږ ټول هېوادوال د قوشتېپې کانال ته خوشاله دي.کله،چې دغه کانال په بشپړه توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي افغانستان به په کرنه اومالدارۍ کې د سيمې د پرمختللو هېوادونو سيال شي.

د قوشتېپې د کانال د لومړي فازپه پرانيستلو هند،پاکستان،ترکمنستان اوايران هېوادونه خوشاله شوي دي.

ښاغلي صبار کروندګرو او مالدارانو ته په زيري ورکولو سره وايي:له دې،چې يوشمېر ګروند ګر او مالداران هېواد خوشې کوي او ګاونډيو هېوادونو ته د کار لپاره ځي په کرنه او مالدارۍ يا نورو برخو کې کار پيلوي.زه له لېرې  ګرانو کروندګرو ته د درناوي په موخه لاسونه اوږدوم .موږ غلې،بوشاک مالداري لرو.د هېواد اقتصاد د ګروندګرو سره تړاو لري.د دوی برکت دی،چې هېواد چلېږي او ښارونه شنه اوآبادېږي.دا کار د کروندګرو،مالدارانو برکت دی.د مځکو مالکان د کرنيزې مځکې ترڅنګ کولی شي مالداري پيل کړي.موږ هلې ځلې کوو،چې د هېواد په ولاياتو کې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه برابرشي او همداسې د مالدارنو ملاتړ ته هم اوږه ورکړو.موږ د هغوی د توليد شويو شودولپاره،چې ترې نور لبنياتي مواد جوړ شي د يوه مرکز دجوړولو له لارې داکار شونی دی.

د فارياب ولايت د طارق امين د کرنې،مالدارۍ او بڼوالۍ شرکت رئيس محمد داوود((کوهي))دکرنې او مالدارۍ ودې لپاره د قوشتېپې د اوبو کانال ارزښت ته په کتو سره وايي:دا د خدای لورينه ده،چې د هېواد په شمال کې دقوشتېپې داوبو کانال لومړی فازپرانيستل کېږي او د دويم فاز کار پيلېږي.د شمال ډېر وګړي په کرنه او مالدارۍ کې په کار بوخت دي.د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختيالپاره اوبه حياتي او اساسي رول لري.د دغو خلکو مالداري او کرنه په ستندرد ډول نه؛بلکې په دوديز ډول ترسره کېږي.څاروي په غرونو او دښتو کې د شنو او واښولپاره څري.که واوره او باران واورېږي څارويو ته د خوړولو لپاره څه پيدا کېږي؛خو که بارانونه ونه اورېږي مالداران زيانمن کېږي او اقتصاديې له منځه ځي.موږ داسې ډېر کسان وينو،چې خپلې پانګې يې له لاسه ورکړې دي.همداسې هغه درانه کروندګر،چې دوی په خپلو مځکو کې غنم او نورې دانې کري د باران په نه اورېدو سره يې اېستلی يو کلن زيار هېڅ کېږي او ورسره يې اقتصاد هم له منځه ځي او پوروړي کېږي.نو ويلي شم،چې د قوشتېپې کانال د خلکو،کروندګرو اومالدارانو لپاره حياتي دی.زموږ هيله دا ده،چې د قوشتېپې د اوبو له کانال څخه په سمه او ستندرد ډول ګټه پورته شي؛ځکه اوبه شتون لري ،خو د ښه مديريت په ترسره کېدو سره زه ډاډمن يم،چې ستونزه نه شي راولاړېدلی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *