خوست او پکتیکا کې د ۲۸۵ کیلومټره ډیورنډ فرضي کرښې څارنه شوې
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معینیت د خپل پلان سره سم د خوست او پکتیکا ولایتونو اړوند د ډیورنډ فرضي کرښه د ۲۸۵ کیلومتره په دوام بررسي، څار او کتنه کړې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معینیت د خپل پلان سره سم د خوست او پکتیکا ولایتونو اړوند د ډیورنډ فرضي کرښه د ۲۸۵ کیلومتره په دوام بررسي، څار او کتنه کړې.
یاده بررسي د خوست د مرکز په شمول په ځاځي میدان، باک، علي شېر، ټني، سپېره او ګربز ولسوالیو او د پکتیکا په ګیانه او برمل ولسوالیو کې شوې. د دغې پلټنې او څار په نتېجه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مېشتو قومونو له مشرانو سره ناستې شوي، د کانونو او طبیعې زیرمو د تثبیت په برخه کې لومړني معلومات راټول او د خلکو ستونزې اوریدل شوي، چې د حل په برخه کې به یې عملي کړنې ترسره شي.
د هیواد د ټولو سرحدي پولو، صفري نقطو او ډېورنډ فرضي کرښې څار، پلټنه، د بندرونو نظارت، د سرحدي تخطیو مخنیوی او په نړیواله توګه د منل شویو سياسي پولو اړوند د افغانستان د ټولو سرحدونو بررسي او نظارت د یاد وزارت یوه مهمه دنده ده.
د سرحدي بررسيو رياست توانيدلی، چې د هېواد د پولو او ډېورنډ فرضي کرښې د داسي ساحو څخه بررسي او څارنه وکړي، چې په لسګونو کلونو کې يې هيڅ ډول څار او بررسي نه وه شوې.