مقالات

په کابل کې د سرطان د درملنې روغتون جوړول غوره اقدام دی

شاه محمود درویش په هیواد کې د وړ با کیفیته او معیاري روغتیایي خدمتونو ته لاس رسي په حقیقت کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د هر میشت قدرمن هیوادوال اساسي غوښتنه ده، خو دریغا چې په هیواد کې دګڼ شمیر دولتي او خصوصي روغتونونو، روغتیایي مرکزونو او کلینیکونو د شتون سره سره بیا هم قدرمن هیوادوال په دي برخه کې د مګړۍ له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي او نن سبا ډیري هیوادوال خپل ناروغان د ښې درملنې  په موخه بهرنیو هیوادونو ته وروړي، چې واقعاً دا یو خواشینوونکي حالت دي ځکه له یوه پلوه د هیوادوالو پیسې بهرنیو ملکنو ته ور انتقالیږي او هم هیوادوال بهرنیوهیوادونوته د ورتلوپه لړ کې له ګڼ شمیرستونزو سره مخامخ کیږي.

شاه محمود درویش

په هیواد کې د وړ با کیفیته او معیاري روغتیایي خدمتونو ته لاس رسي په حقیقت کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د هر میشت قدرمن هیوادوال اساسي غوښتنه ده، خو دریغا چې په هیواد کې دګڼ شمیر دولتي او خصوصي روغتونونو، روغتیایي مرکزونو او کلینیکونو د شتون سره سره بیا هم قدرمن هیوادوال په دي برخه کې د مګړۍ له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي او نن سبا ډیري هیوادوال خپل ناروغان د ښې درملنې  په موخه بهرنیو هیوادونو ته وروړي، چې واقعاً دا یو خواشینوونکي حالت دي ځکه له یوه پلوه د هیوادوالو پیسې بهرنیو ملکنو ته ور انتقالیږي او هم هیوادوال بهرنیوهیوادونوته د ورتلوپه لړ کې له ګڼ شمیرستونزو سره مخامخ کیږي.

البته دې ټکې ته موهم باید پام وې چې اوس مهال د روغتیا پالنې په برخه کې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې میشت هیوادوال د عامی روغتیا وزارت له مشرتابه  څخه د دې تمه او هیله لري چې په ټولیزه توګه د هیواد دولتي او خصوصي روغتونونه په جدي او دوامدار ډول و څاري، ترڅو له روغتیایي معیارونو سره سم په با کیفیته توګه خپلو مظلومو هیوادوالو ته په پوره ایماندارۍ، بشپړ زړه سوي او صله رحمي د خدمت جوګه شي ترهغو چې قدرمن هیوادوال د هر ډول ناروغي په صورت کې په هیواد کې دننه تداوي شي او په دې اړوند بهرنیو ملکونو ته په هیڅ صورت کې د ورتلو اړتیا دوی ته پیدانه شي.

البته چې له نیکه مرغه په دې وروستیو کې ویل شوي چې په کابل کې د سرطان د درملنې روغتون جوړیږي او په دې هکله د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله هم داسې راغلي دي: « د اسلامي امارت دفرهنګي چارو د اداری مرستیال په هغې غونډه کې چې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د وړیا روغتون د جوړولو په موخه جوړه شوې وه، په هیواد کې د روغتونونو او روغتیایي خدمتونو پر معیاري کولو ټینګارکړي، د چارو ادارې د عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د چارو ادارې عمومي ریاست کې د پانګونې د آسانتیاوو د برابرولو ریاست د مسوولینو، د اړوندو بنسټونو استازو او یو شمیر چارواکو ترمنځ غونډه جوړه شوې وه، په دې ناسته کې د چارو ادارې مرستیال ویلي، چې د روغتونونو د جوړولو او خدماتو په برخه کې باید معیارونه په پام کې ونیول شي او دخلکو اړتیاوې هم په پام کې ونیول شي، د سوداګرۍ خونې مرستیال او رئیس هم ویلي، موږ دسرطان ناروغانو د ستونزو په پام کې نیولوسره د روغتون پر جوړولو کار پیل کړی او داسلامي امارت د همکارۍ په تمه یو، نوموړی زیاته کړې، چې د یاد شوي روغتون د جوړیدو چارې په سل جریبه ځمکه کې پیل شوي، چې ټول خدمات به یې وړیا وي او د روغتیایي چارو ترڅنګ به د محصلینو د روزنې لپاره یو کارکوونکی طبې پوهنتون هم جوړ شي، په غونډه کې پریکړه شوې، چې ددې روغتون د جوړولو په موخه به د ملي سوداګرو بنسټ خپلې لومړنۍ چارې پیل کړي، دساحوي ثبات او نورو اړتیاوو په برخه کې به یې طرحه ترتیب او داداری عمومي ریاست ته به یې وسپاري.

له شک پرته چې په کابل کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د روغتون د جوړولو اقدام د قدر وړ دی او په ټولیزه توګه هیوادوال هم دیاد اقدام هرکلی کوي او دزړه له کومې یې ستایي، په دې هیله چې دغه روغتون ژر تر ژره جوړ او عملاٌ د قدرمنو هیوادوالو د استفادې وړ وګرځي ترڅو دهیواد په کچه د سرطان پرناروغي داخته کسانو شته روغتیایې ستونزې په اساسي ډول حل او په کوردننه یې په ښه ډول درملنه وشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *