افغانستان

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه: د سرپل سلطان ابراهیم او د ارزګان آغا جان بند جوړولو لپاره دې تګلاره جوړه شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۷مه نېټه د شنبې په ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۷مه نېټه د شنبې په ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ مالیې وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او ملي پراختیا شرکت څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم مطابق د کانونو په بدل کې د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند او همدارنګه د ارزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ اړوند د آغا جان بند د جوړولو لپاره عملي تګلاره جوړه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. د سلطان ابراهیم او آغا جان بندونو د جوړولو قرارداد د ملي پراختیا شرکت سره شوی، چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې پيل شي.

همدارنګه په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د فراه، هرات او نیمروز ولایتونو په بندرونو کې ترانشيپ بند دی او نفتي توکي به یوازې د ترانزیټ له لارې افغانستان ته واردېږي. د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس، افغان ترانسپورټي ټانکرونه کولای شي افغانستان ته د نفتي توکو ترانزیټ ترسره کړي.

د غونډې په پای کې د عدلیې وزارت او د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د عوایدو د زیاتوالي او ښه مدیریت په موخه جوړه شوې طرحه منظور شوه. په دغه طرحه کې د عدلیې وزارت د عایداتي منابعو د بیا را ژوندي کولو لپاره تګلاره ترتیب شوې او همدا راز د دغه وزارت په چوکاټ کې ۱۴ نوي عایداتي منابع لټول شوي، چې له مخې به یې د عدلیې وزارت په کلنیو عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *