اسلامیمقالات

د فکري جګړې اصول !!

د ښوونيز نظام واک اخيستل: د مسلمانې نړۍ د ښوونيز نظام واک په لاس کې اخيستو لپاره لاندې ګامونه پورته شوي:

څوارلسمه برخه

مولانا اسمعيل ريحان د جامعةالرشيد کراچۍ

 د اسلامي تاريخ څانګې استاد

ژ: عبدالعزيز ابوبکر

د ښوونيز نظام واک اخيستل: د مسلمانې نړۍ د ښوونيز نظام واک په لاس کې اخيستو لپاره لاندې ګامونه پورته شوي:

۱= پر نړيواله کچه د يونيسکو (UNESCO) او يونيسف په څېر ښوونيز او کلتوري ادارو را منځته کول.

۲= په مسلمانه نړۍ کې د غربي ادارو تر څار لاندې د استادانو د وړتيا لوړونې ورکشاپونو برنامه.

۳= په ښوونيزو څانګو کې بهرنۍ مرستې.

۴= د مسلمانې نړۍ ښوونې پر وزارتونو د ښوونې بهير بهرنيو پوهانو په اجاره کېدل.

۵= زموږ ښوونيزو مرکزونو تهد بهرنيو استادانو او د نظر څښتنانو تګ راتګ.

۶= مسلمانو تکړه محصلينو ته د ښوونيزو سکالر شيپونو وېش.

د ښوونيز غربي نظام ناوړه اغېزې:

۱ – محصلين تش په نوم مسلمان وګرځېدل. ۲  – له ديني زدکړو کرکجن شول.

۳ – د عصری او ديني زدکړو لارې بېلې شو.

۴ – واکمن ورځ تر بلې له دين څخه لرې شول.

۵ – مسلمانان له خپل علمي وراثت څخه بشپړ پردي شول.

۶ -پوهنيزه، تمدني او سياسي مشري د غرب لاس ته ولوېده.

۷ -پر دين او ديندارو باندې په ښکاره ډول ټوکې عامې شوې.

۸ – له فکري مخې نوی نسل د غرب غلام وګرځېد.

– رسنۍ(MEDIA): پر هر محاذ او ډګر د مقابل لور تر ټولو ګواښونکي او اغېزمن توکي رسنۍ دي، په رسنيو چې کوم فکري مکتب غالب وي، عام خلک همغه فکر غوره کوي. هره جګړه د ټينګې عقيدې پر زور پر مخ وړله کېږي، نو د رسنيو له لارې مو مقابل لوري پر عقيده بريد کړی او په عام ډول يې موږ د نه هيلۍ، بې همتۍ او فکري کوږوالي ښکار ګرځولي يو.

د خلکو دوه ډولونه او د رسنيو د شک اچونې او شهوت دام: خلک په دوه ډوله دي: (۱) مسئول خلک. (۲) نامسئوله خلک. رسنۍ مسئول خلک د شکونو پر مټ ښويوي او د دې لاره د رسنيو خبري څانګه (NEWS) ده چې پکې د خبرونو او تحليلونو شور وي، نامسئول قشر بيا په شهوتونو کې ډوبوي او د دې لاره ساتېری (ENTERTAINMENT) دی چې پکې ساز او سرود، اتڼ، ډرامې او داسي نور راځي.

يهود او رسنۍ: دا مهال په نړۍ کې رسنۍ د يهودو په اجاره کې دي، د وخت پېژندل شوي پروتوکولونو کې يې د نړۍ د ټولو خبرونو لارې د يهودو په واک لرل تر سره شوي و، نن د نړۍ تر ټولو پېژندل شوې خبري رسنۍ رائټرز، ايسوشيټډ پريس، يونائيټډ پريس، انټر نيشنل او فرانس نيوز ايجنسي له يهودو سره دي، پر رسنيو د يهودو د اجارې کچه٪۹۰سلنې پورې ده. پر رسنيو واکمن يهودي او عيسايي پاليسۍ جوړونکو پر دريو خبرو يوه خوله دي.

۱ – پر مسيحي او يهودي اتحاد به د نيوکې اجازه نه ور کول کېږي.

۲ – د امريکايي سياست به هر وخت لوړه ترجماني کېږي.

۳ – د اقتصادي سرمايدارانه نظام به همېشه ننګه کېږي.

– د مالومات لارې ګودرې (اعلامKNOWLEDGE): نړۍ ته مطلوب مالومات پر لارو غرب ولکه کړې، په عام ډول موږ د هر ډول موضوع په اړه څېړنيز توکي غربي ليکوالانو، کتابونو او رساو، له غربي کتابتونونو، دائرة المعارف او له غربي ويبپاڼو ترلاسه کوو، کوم ټکي چې غرب پاک کړي کړي، تر موږ نشي رسېدلای او څرنګه چې يې غرب وړاندې کوي، هماغسې ټوله نړۍ ترې ګټه پورته کوي.

-د سياست ډګر (POLITICS):

د غربي فکري مکتبونو او ارزښتونو د عامولو لپاره سياسي ډګر يوه ستره وسيله ده چې (له لارې يې) د غربي سياسي افکارو پر عامولو د اسلام سياسي نظام منزوي کړل شوی دی.

نږدې ټولو اسلامي هېوادونو کې جمهوري سياست پلی دی او په جمهوري هېواد کې يواځي هغه ګوند ته د سياسي فعاليت اجازه ور کول کېږي چې پر جمهوري فعاليت او ټاکنو باور لري. د ټاکنو په پايله کې ځينې خلک د عامو خلکو استازيو په جوړېدو سره په قانون جوړونکو ادارو کې راځي چې ورته پارلمان او مشرانو جرګه ويل کېږي او په دې ډول پرلپسې د نظام چلونې  لپاره پر قانون جوړونې کار روان وي.

دا چې د اسلامي هېوادونو نظامونه او سياسي ګوندونه تر ډېره د غربي قدرتونو تر اغېز لاندې دي؛ له امله يې سياست يو ناوړه لوبه ګرځېدلې چې پکې په عام ډول د ايمان او ضمير معاملې، چل ول، د اصولو مخالفت، دروغ، مادي ګټو او زور زياتي ته ميلان وي، د سياسي ګوندونو مشر عموماً غرب فکره وي او د خپلې بريا لپاره غربي ملاتړ ته اړ اوسي، په ټاکنو کې د برياليتوب لپاره له غرب څخه د هغه د شرطونو او غوښتنو پوره کولو په بدل کې مرسته ترلاسه کوي او له برياليتوب وروسته هماغه د غرب شرطونو او غوښتنو (موخو) پوره کولو ته مجبور وي.

– قانون(LAWS): د باطلو فکري مکتبونو او نظرياتو د خپراوي څلورمه لويه سرچينه اسلامي قانون دی. نن سبا زياتره اسلامي هېوادونو کې د غرب قانون پلی دی او قانون د محکمو او عمله له لارې پلی کېږي. محکمه هغه ادار ده چې پکې د يو هېواد نافذو قوانينو په رڼا کې د بېلابېلو ستونزو په اړه پرېکړې کېږي، محکمه چې د هېواد نا فذو قوانينو له مخې کومې پرېکړې وکړي؛ سرکاري عمله يې بيا پلي کوي چې لړۍ يې له پوليسو، … والي تر ولسمشر پورې رسېږي چې ورته قانون ساتونکې ادارې وايي، خو د غرب قوانينو ساتلو له امله سيکولر او ليبرال نظام ساتونکي ګرځېدلي دي. په تېر کې زموږ په محکمو کې د اسلامي فقهې په رڼا کې پرېکړې کېدې، خو اوس د غربي قوانينو پلي کول دي چې د دې حالت جبران د قانون له بدلولو پرته ناشونی دی.

-معاش او سوداګري: معاش او سوداګري د هر ملت د پرمختګ او ثبات لپاره د ملا د تير مثال لري، دښمن له دغه پلوه اسلامي نړۍ کلابنده کړې ده.

– موسسې-اينجوګانې: د نړۍ پر کچه د غربي هېوادونو زرګونه دغه ادارې کار کوي چې د اسلامي هېوادونو ساده وګړو د باور پر را خپلولو خپل افکار خپروي.

-نوښت خوښي اسلامي پوهان: دوی د باطل د لاس ځانګړې آله ده چې د غرب د خوښۍ لپآره د حرامو حلالولو او حلالو حرامولو پسې يې را اخيستې.

-باريک فنون: لکه ساز او سرود، انځور ګري، مجسمې جوړول، اتڼ او ګډا او داسي نورو باندې نفسي خواهشات تر وروستي حده ډېر شي چې د مسلمانانو په بې دينه کولو کې د دې چل چالاکۍ ستر رول دی.

– ادبيات: د ادب پر نوم عاشقانه او ملحدانه شعر او نثر خپرول کېږي، (په شعر کې) پر دين او خدای پاک ملنډې وهونکيو شاعرانو زړورتيا د انعام وړ ګرځي.

– ساتېری او لوبې: د ساتېري او لوبو ډګر هم د غليم د فرهنګي يرغل يوه لاره ده، د لوبو مينه او پراخ چاپېريال نوی نسل له دين او مذهبه پردی کوي او د (دين-مذهب) له فرضو يې بې پروا ګرځوي.

– فرهنګي اتلان: دوی هغه سياسيون، لوبغاړي هنر مند او د چارو پوهان دي چې د ټولنې مخکښان ګرځېدلي او خلک يې خبرو ته د يو ديني عالم د فتوا په څېر ازرښت ور کوي.

– سيمه ييز فرهنګ او کلتور: غربي نړۍ پر ميليونونو ډالرو لګولو سره په اسلامي هېوادونو کې تر خاورو لاندې شوي زرګونه کلونه لرغوني اثار او د جاهليت زمانې پاتې شوني را مخکي کوي، ترڅو د سيمه ييز کلتور او فرهنګ تر سرليک لاندې پرې مسلمانان له اسلامي تاريخ او فرهنګه لرې کړي.

– د جاهلي توپير پالنې عامول:
 د ملي او هېوادني توپير پالنې پر خپرولو د نړيوال اسلامي يووالي ماتولو سره واړه واړه اتحادونه را منځته کوي او په دې ډول لادينيت ته لاره هوارېږي.

– مسلمانانو ته له نېک مشرتابه کرکه ور پيدا کول: لادينه قدرتونه غواړي مسلمانان پر کوم نېک مشرتابه سره را ټول نشي، نو ځکه په مسلمانانو کې د هر را ښکاره کېدونکي مشرتابه په بدنامۍ کې له هيڅ څخه مخ نه اړوي.

-د مېرمنو ازادي: په حديث شريف کې ښځو ته د شيطان دام ويل شوی چې غرب يې اوس له بشپړ مهارت سره کاروي،  د ښځو ازادۍ پر غږ پورته کولو سره يې مېرمنې بېلارې کړې او يو بازاري توکي ګرځولو سره يې د سپکاوي او د نارينوو عيش پرستۍ او بېلارۍ هدف ته ورسېدل. وروستۍ برخه پاتې…

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *