سیاسی

افغانان به د ګوت څنډنې ځواب په ګوت څنډنه ورکړي

دتاريخ په اوږدوکې افغانانو د نړۍ او په ځآنګړې توګه د ګاونډيو هېوادو سره د ښو او دوستانه اړيکو پيوند ساتلی تل يې هڅه کړط چې د اړيکو پيوند غښتلی او د متقابلو ګټو په خونديتوب ولاړ وي. افغانان باورمن دي چې د ښه ګاونډيتوب له پاره متقابلې ګټې ارزښتناکې دي له دې کبله ویلی شو چې افغانانو تردې دمه داسې کړنې نه دي کړې چې د ګاونډيو هېوادو ګټې زيانمنې کړي او يا د هغو د حقوقو څخه سترګې پټې کړي همدا وجهه ده چې د ګاونډيو سره په راکړه ورکړه ټينګار کوي او غوره ګڼي چې د اقتصادي پياوړتيا له پاره نورې لارې ولټوي ترڅو په سيمه کې سوداګريزې چارې پراختيا ومومي او د وګړو له پاره د پرمختګ او هوساينې لار هواره شي.

متین

خو په خواشینۍ سره ويلی شو چې ځينې ګاونډيان په مختلفلو وختو کې په مختلفه بڼه د افغانانو د ښه او دوستانه چلند څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هغه څه ته لمن وهي چې د اړيکو د خړپړتيا لامل وګرځي.
ښه به وي چې زموږ ګاونډيان زموږ د تاريخ پاڼې په ژوره توګه ولولي او د افغانانو له ستونزو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي ځکه افغانان تل د دوستانو سره د دوستي اړيکې د دوستي په څېر سمبالوي ډېرو ستونزو ته د خبرو اترو له لارې حوصله لاسه نه ورکوي او د ډېرو ګوت څنډنو په وړاندې د زغم څخه کار اخلي خو که خبره د زغم او حوصله مندي څخه ووځي نو بيا ددې توان لري چې هر چاته د خپلې ګوت څنډنې په اندازه جواب ورکوي. افغانان دې اوس په دي نازکو وختو کې هېڅوک نه ازمايي ځکه افغانانو د تاريخ په اوږدو او اوس په ژوندۍ بڼه د نړۍ تېري کوونکو او ښکرو روځواکونه ته ځواب ورکړي نو غوره به وي چې مغروره انسانان په مغروره نېشه کي داسي کارونه کړي چې وروسته يي د پښېمانۍ وړ ورګړځي. هيله ده چې زمود ګاونډی هېواد خپلې وړاندوېنې او خبرې اترې د ديپلوماتيکه اړخه وڅېړي او د خبرواترو لار بنده نه کړي ځکه اسلامي امارت په وار وار د ایران چارواکو اندېښنو ته د اسنادو له مخې ځواب وېلی اوس هم په ديپلوماتيکه ژبه يې د ايران د چارواکو وړاندوينو ته مناسب ځواب وېلی څرګنده کړې يې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د هلمند د اوبو د حقابې په هکله د 1972م کال تړون ته ژمن دی هېڅوک به پرې نه ږدي چې ددې تړون څخه سرغړونه وکړي. ښه به وي چې د ايرن چارواکي د بې مسوليته څرګندونو څخه لاس واخلي ترڅو يو شمېر هېوادونه چې په سيمه کې د سولي د ګډوډولو له پاره لارې لټوي ناوړه ګټه پورته نه کړي.
اسلامي امارت تل د سوله ييز دريځ له مخې د هرې ستونزې د رغاوني له پاره د خبرواترو لار غوره ګڼي او د متقابل لوري څخه دورته تمې په درلودلو سره وړاندوينه کوي چې هېڅوک دي د اسلامي امارت د سوله ييز دريځ څخه ناوړه ګټه نه پورته کوي او د اسلامي امارت په څېر دې د راکړې ورکړې او خبرواترو دروازې خلاصی پرېږدي ترڅو په سيمه کې راپيدا شوي اقتصادي ستونزې د ګاونديانو ترمنځ د یوه بل په لاس ورغزونې سره حل شی او ميشت وګړي مو د هوساینې او پرمختګ په لور کړندي ګامونه پورته کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *