افغانستان
د سټنډرډ ملي ادارې رئیس: د سټنډرډونو پلې کول په نړیوالو بازارونو کې د افغاني محصولاتو باور زیاتوي
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ملا فیض الله تمیم وايي چې د سټنډرډونو پلې کول په نړیوالو بازارونو کې د افغاني توکو او محصولاتو باور لوړوي او د ملي اقتصاد د پیاوړي کېدو لامل ګرځي.
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ملا فیض الله تمیم وايي چې د سټنډرډونو پلې کول په نړیوالو بازارونو کې د افغاني توکو او محصولاتو باور لوړوي او د ملي اقتصاد د پیاوړي کېدو لامل ګرځي.
تمیم زیاتوي چې د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره د هېوادوالو د عامه ګټو په پام کې نیولو سره، د سټنډرډونو له پلې کېدو دوامداره څارنه کوي او په هېواد کې د ټيټ کيفيت لرونکو توکو ته د پېر او پلور اجازه نه ورکوي.
هغه له ټولو کورنيو سوداګرو او پانګه والو څخه غوښتي، چې په هېواد کې د توليداتو او وارداتو د معياري کولو په موخه دې ملي سټندردونه ترلاسه او له مخې یې سالمه سوداګري ترسره کړي.