گزارش

د حج او اوقافو وزارت: امامان به په ځانګړو پوهو سمبال کړو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دیني تعلیماتو او تدریب ائمه ریاست لخوا 154 تنه علما له بېلا بېلو برخو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل. دغه علماوو ته د ستاژ، امامت، سیرت النبي او ځینو نورو برخو کې زدکړې ورکړل شوې وې او وروسته به اړوندو برخو کې ګمارل کېږي.

 

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دیني تعلیماتو او تدریب ائمه ریاست لخوا 154 تنه علما له بېلا بېلو برخو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل. دغه علماوو ته د ستاژ، امامت، سیرت النبي او ځینو نورو برخو کې زدکړې ورکړل شوې وې او وروسته به اړوندو برخو کې ګمارل کېږي.

یاده غونډه کې د نوموړي وزارت پر وزیر سربېره، د لوړو زدکړو وزیر، د کابل والي، د کابل جهادي مدرسې مشر ، د کابل د علماوو شورا مشر او ځینو نورو چارواکو هم ګډون کړی و.

د نوموړي وزارت، د دیني تعلیماتو او تدریب ائمه ریاست رئیس محمد اشرف حقاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د غونډې پر اجنډا رڼا واچوله او په وینا یې چې څلور ډلې علما نن فارغېږي، چې ۴۷ به له تدریب ائمه انسټیټیوټ، ۸۰ له ستاژ دورې، ۲۷ له عربي ژبې او ۲۶ له سیرت النبي سیالۍ څخه فارغان شي.

ښاغلي حقاني د امامانو تخصص الامامت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې داسې تخصصي درس علماوو ته مخکې نه و ورکړل شوی او دې برخه کې مونږه امامانو ته ځانګړي درسونه ورکړي دي، چې خپل مخاطب ته په کتو څه ډول وینا وکړي، څنګه لا ښه مطالعه وکړي، د مسجد مدیریت او داسې نورو برخو کې زدکړې ورکړل شوې دي.

د نوموړي وزارت، د عرفان او دیني اماکنو د انسجام مرستیال عزیزالرحمن منصور بیا د عربي ژبې پر اهمیت خبرې وکړلې او ویې ویلې چې اعلی پوهه بغیر له عربي ژبې څخه نه ترلاسه کېږي. د نوموړي په وینا چې پوهه درې مراتب یا درجې لري، چې لومړۍ یې عامه پوهه، چې په 5 ګونو حسونو ترلاسه کېږي، دویم ډول پوهه یې د عقل پوهه او درېیم یې د وحې پوهه وبلله او دا پوهه یې اعلی او له نورو دوه پوهو څخه غوره وګڼله، چې په وینا یې قران وحې او په عربي ژبه دی.

د کابل والي امان عبید غونډې ته په خپلو خبرو کې و ویلې، چې په ځینو مسجدونو کې خطبه نه ویل کېږي او له امامانو څخه یې غوښتنه کوو، چې ممبر او محراب دې د اسلامي امارت له اصولو سره سم پر مخ یوسي.

د نوموړي وزارت وزیر نورمحمد ثاقب بیا د امامت پر اهمیت خبرې وکړلې او ویې ویل، چې محمد (ص) د ټولو مسلمانانو امام و او د امام او امامت له برکته یوه لمونځ ته خدای پاک د 27 انفرادي لمونځونو ثواب ورکوي. هغه په امامانو غږ وکړ چې لمونځونه دې لنډ ترسره کوي، سجدې دې دومره نه اوږدوي، چې خلک پرې د ویدو ګومان وکړي، نوموړي د لمونځ لنډون ترڅنګ د صحیح لمونځ خبره هم وکړله.

غونډه کې د لوړو زدکړو وزیر ندامحمد ندیم هم خبرې وکړلې. نوموړي امامانو ته په خطاب کې و ویلې، چې لومړی علم وکړئ او بیا پرې عمل وکړئ او په عمل کې مو اخلاص ته زیاته توجه وکړئ.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *