گزارش

د قوشتېپې کانال او ورسره تړلي ملي هېلې!

د اموله سيند څخه چې د قوشتېپې پر سيمه کانال را جلاشوی دی، داسيمه ډيره هسکه ده، د ويالو له طريقه مځکوته اوبه نه پورته کېږي. د شهيد سردار محمد داود خان د (۱۳۵۵)کال په پلان کې هم ليکل شوي دي چې ترسلو کېلو مترو پوري به دې سيمي ته اوبه د پمپونو په واسطه راپورته کېږي. له دولت آباد ولسوالۍ څخه بياکانال دويالو په واسطه دښتو ته اوبه ورکولی شي.

ليکوال: مولوي عبدالرحيم غياث

څلورمه  برخه

د اموله سيند څخه چې د قوشتېپې پر سيمه کانال را جلاشوی دی، داسيمه ډيره هسکه ده، د ويالو له طريقه مځکوته اوبه نه پورته کېږي. د شهيد سردار محمد داود خان د (۱۳۵۵)کال په پلان کې هم ليکل شوي دي چې ترسلو کېلو مترو پوري به دې سيمي ته اوبه د پمپونو په واسطه راپورته کېږي. له دولت آباد ولسوالۍ څخه بياکانال دويالو په واسطه دښتو ته اوبه ورکولی شي.

ب: پر نا آباده سيمه د کانال تېريدل : ياد کانال په داسي سيمه را پيل شوی دی چې تر دا مهاله يې، د کورونو او زراعت آبادي ډيره کمه وه، دا سيمه ټول سپېره دښتونه ول، په څنډو کې يې آبادي مځکې ډيري ليري پرتي دي، دخوښۍ ځای دادی چې په دې اوبو سره به په مطلقو نا آبادو مځکو کې آبادي پيل شي. په کومو مځکو کې چې پخوا آبادۍ وي، هغه که کمزوري هم وي، د نفوسو د ډيروالي له کبله يې مجبوراً خلک آباد وي چې د هلمند دښتي يې ښه مثال دی. د قوشتېپې کانال پرداسي دښتو را روان دی چې د انسانانو ژوند او هستوګنه پرې کم دي.

ج: د دښتو هوار والی او د هوامساعدوالی : د افغانستان د شمالي برخو آب او هوا د زراعت له پاره د ځينو نورو سمتونو په نسبت ډيره وړ تيالري، ځکه چې نه ډير يخ دی او نه ډيره ګرمي. که ګرمي هم وي، زراعت وده پکښي کولای سي. دغه مځکې چې دقوشتېپې کانال پرې را روان دی ځيني ځانګړتياوي،لري: لکه:

  • دا مځکې اکثره هواري دي، غرونه،غونډۍ، کندې، درې او ريګونه نه لري، يوه سيمه کې ريګ ورته پروت دی خو ښه ليري دی. ډيري يې هواري مځکې دي چې په ډير لږ مصرف د کښت او کورونو له پاره جوګه کېږي.
  • بل کمال يې د هوا مساعدوالی دی چې د ټول کال په اوږدو کې ډيره برابره وي، ممکن ټول کال د زراعت له پاره وړ تياولري او هم د روزګار له پاره ښه شرايط رامنځته کړي، ځيني سيمي ډيري يخي وي، د کال په زياته برخه کې يې خلک بې کاره وي، ځيني سيمي بياډيري ګرمي وي، له ډيري ګرمۍ خلک بېکاره وي.
  • بل ارزښت يې دادی چې د شمال په مرکزي سيمو کې کانال خيژي د شمال د ډيرو ولايتونو د تګ او راتګ له پاره شرايط برابروي چې له کبله يې د ټول شمال د آبادۍ له پاره يوه نوې دروازه خلاصيږي.
  • داچې شمال د افغانستان د نورو ولاياتو په نسبت ډيره مالداري لري، د قوشتېپې کانال سره به د مالدارۍ په کچه کې هم ډير زياتوالی راشي،وګړي يې لا له پخوا له مالداري سره اشناد او عادت دي.

د: د شمالي ولاياتو مرکزي نقطه : د دې کانال بل ارزښت داهم دی چې کانال په دريو ولايتونو کې په مستقيمه توګه تيريږي چې داد ټول شمال مرکزي نقطه ده، کله چې دا سيمه آباده شي، د شمال نوره نا آباده سيمه هم دمرکزيت له کبله ورسره آباديږي او دګاونډيو هيوادونو سره دپولي ارزښت بيابله خبره ده چې دې دښتو ته ورپه برخه شوی.

لنډه داچې ډير ولايتونه به سره پيوسته شي او د شمال ډيري ياټولي دښتي به په ډير لنډ وخت کې آبآدي شي.

تر ټولو مهمه داده چې د قوشتېپې کانال له جوړيدلو سره به دښې آبادۍ له کبله په ټول هيواد کې نوي او هر اړخيزه آبادي وي او ټول کارونه به يې انشاء الله پرنوي سيسټمونو جوړيږي.

هــ: په دښت کې د ريل ګاډي پټلۍ تيرېدل : اوس چې د افغان ټرانس د ريل ګاډي پټلۍ لويه پروژه را روانه ده، يوه برخه يې د قوشتېپې دکانال پر مسير د جي حيرتان په سيمه کې هم  تيرېږي چې له دې سره هم د يادو مځکو اقتصادي ارزښت ډير ښه کېږي او د قوشتېپې کانال ارزښت څوچنده کوي.

و: د قوشتېپې پرکانال د نوي آبادۍ تخمين : ځينو ارقامو د قوشتېپې په کانال مربوط (۵۵۰) زره هکټاره ځمکه ښودلې ده، د سردار محمد داود خان د وخت په پلان کې(۸۰۰) زره هټکاره ځمکه ياده شوې ده.                      پاتی لری

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن