افغانستان

هېواد کې د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې پرون دوشنبه یې د نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ  په هېواد کې د پولیو ضد واکسین ملي کمپاین پیل کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې پرون دوشنبه یې د نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ  په هېواد کې د پولیو ضد واکسین ملي کمپاین پیل کړی دی.

خبرپاڼه کې د دغه کمپاین موخه تر پنځو کالو کم عمره څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کول بلل شوی، زیاته شوې  چې په دغه کمپاین کې له ۶ څخه تر ۵۹ میاشتېنیو ماشومانو ته د ویټامین A کپسول هم ورکول کېږي.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د دغه کمپاین په اړه ویلي، چې دغه وزارت هوډ لري تر څو د نړیوالو شریکانو په مرسته پولیو ناروغۍ په افغانستان کې پای ته ورسوي.

نوموړي په هېواد کې د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دغې ناروغې تر بشپړې پای ته رسېدو پورې به د واکسین کمپاینونه روان وي.

قلندرعباد په دغې برخه کې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د والدینو، د ټولنې د مشرانو، قومي مخورو او ملا امامانو ملاتړ د پولیو په له منځه وړلو کې اړین بللی دی.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په روان ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې تر دې دمه په ټول هېواد کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه وزارت ویلي، چې په ختیځ زون کې د پرلپسې کمپاینونو سربېره، بیا هم د پولیو محیطي پېښې مثبتې وې، خو د ښه پلان جوړونې او د کارونو د موثر تعقیب په پایله کې په دغه زون کې تېره میاشت د پولیو محیطي سمپل منفي شوی دی.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين پر مټ د مخنیوي او له منځه وړلو وړ ده.

کوم ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي په ټول عمر کې به فلج او معیوبه وي او یا به هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *