سیاسی

د ایران اسلامي جمهوریت دې خپل میلمانه کنټرول کړي

اسماعیل خان  چې د جهاد او شهیدانو په نوم یې تر ټولو زیات ناوړه ګټه پورته کړه د ملیونونو ډالرو په ارزښت  یې عامه ملکیتونه  غصب کړل په افغانستان ،ایران ، فرانسه او ترکیه کې یې د افغان ملت له غوښو رنګین محلونه ورغول ، هغه وخت  چې د هرات والي وو د جهاد په نامه یې  د هرات ټول عايدات  (د اسلام کلا او تورغونډۍ  د دوو مهمو او مشهورو بندرونو، عوايد )، د خلکو پر شتمنيو سر بیره  د  ښاروالۍ عوايد او ماليات او داسې نورعواید  په خپل واک کې  واخیستل او په خپله ګټه یې ولګول او تر څو چي  د هرات والي و په دغو عوایدو کې یې مرکزي حکومت ته هیڅ برخه نه ورکوله   که یې ورکوله هغه هم ډیره کمه .

اسماعیل خان  چې د جهاد او شهیدانو په نوم یې تر ټولو زیات ناوړه ګټه پورته کړه د ملیونونو ډالرو په ارزښت  یې عامه ملکیتونه  غصب کړل په افغانستان ،ایران ، فرانسه او ترکیه کې یې د افغان ملت له غوښو رنګین محلونه ورغول ، هغه وخت  چې د هرات والي وو د جهاد په نامه یې  د هرات ټول عايدات  (د اسلام کلا او تورغونډۍ  د دوو مهمو او مشهورو بندرونو، عوايد )، د خلکو پر شتمنيو سر بیره  د  ښاروالۍ عوايد او ماليات او داسې نورعواید  په خپل واک کې  واخیستل او په خپله ګټه یې ولګول او تر څو چي  د هرات والي و په دغو عوایدو کې یې مرکزي حکومت ته هیڅ برخه نه ورکوله   که یې ورکوله هغه هم ډیره کمه .

د شوري اتحاد د یرغل پر مهال  د مجاهدينو اولادونه  د یرغلګرو د نیپال بمونو تر چترلاندي ژوند کا وو خو د ده زامنو او لوڼو به په بهرنیو ښوونځیو او پوهنتونو کې زده کړي کولې ، د مجاهدینو ګونډي او یتمان به د ده دروازي مخته دیوې ډوډۍ په طمعه  سره لمر ته ناست او  د ده  موټرو  دود او ګردونه  به یې استشمامه ول خو ده د خپل زوی میرویس  صادق لپاره چې له  ظاهر نایب زاده سره په شخصي شخړه کې ووژل شو، د بیت المال څو جریبه ځمکه  غصب کړه او یوه پر زرق برقه ماڼۍ یې  پرې جوړ کړه  او د هرات د خلکو سلګونو مجاهدینو جسدونه چې د شهدای ګمنام په نامه قبر کې یې هډوکي دفن شوي له نظره وغورځول  شول خو ده جناب   د خپل زوی پر قبر  شاوخوا یو میلیون ډالره ولګول .

پر دې هم بسنه ونه کړه  او د خپلې خود خواهي په نتیجه  کې یې د هرات زړور مجاهدین چې په میړانه د شوروي اتحاد په مقابل کې جنګیدلي له پامه وغورځول او د هرات ډیر شمیر واټونه یې د خپل وژل شوي زوی په نامه ثبت کړل .

د اسماعیل خان قومي او ژبني تعصبات دومره مشهور دي لکه (زید )په نحو کې په داسې حال کې چې د نيمروز، فراه او هرات ولايتونه له ايران سره  ګډه پوله لري،  له ايران څخه وارتي برېښنا  یې د خپلو قومي او ژبني تعصباتو له امله د فراه خلکو ته ور نه کړه .

دا نا سپاسه امیر او د افغانستان د سیاست سانتا بابانویل چې د تاریخ په متعفنه زباله داني کې د ورستېدو په حال کې دی یو ځلي په ۱۳۷۶ کال کې وسله پر غاړه د اسلامی امارت له لوري ونیول شو  له لنډ بند څخه وروسته د ښه نیت په وجه خوشی شو خو ده ورته د طالبانو له زندان څخه د تیښتي نوم ورکړ .

دوهم ځل بیا په ۱۴۰۰ کال کې چې کله یر غلګرو امریکایانو و غوښتل چې زموږ له هیواد څخه ووزي په افغانستان کې نوي کورنۍ جګړه را منځته کړي نود دې جګړې د دوام لپاره یې یو ځل بیا د امریکا د ناروا ګټو د غوندي کولو او په هیواد کې د غمیزي د دوام په موخه  په سپینه ږیره وسله غاړې ته واچوله چي په ډیر ذلت  وسله پر لاس د مزدورې ادارې د کورنیو چارو وزارت له مرستیال عبدالرحمن رحمان، د ظفر قول اردو قومندان نبي احمدزی، د هرات والي عبدالصبور قانع او د دغه ولایت د امنیت رئیس حسیب صدیقي سره یو ځای په ظفر قول اردو کې ونیول شو خو هماغه لحظه  د اسلامي امارت د عمومي عفوې د فرمان ترچتر لاندي راغی او  محترمانه خپل کورته ولیږل شو او د اسلامی امارت  تر وزرونو لاندې دسولیز  ژوند کولو ډاډ ورکړل خو ده د دې پر ځای چي د اسلامی امارت شکریه آدا کړي په مختلفو بهانو خپل کور او ښار پرېښوود او ایران ته یې تېښته وکړه

په ایران کې  هم آرام کښې نه ناست یوځل بیا یې د اسلامي امارت پر خلاف ناکامې هڅي پیل کړي  کله د مرادیان او سپنتا په استخباراتی او جاسوسي پروګرامونو کې ګډون کوي او کله هم د اسلامي امارت پر خلاف د ایران خاوره استعماله وي ، تازه پر تازه یې له ایران څخه په یو لړ څرګنده ونو کې ویلي چي (طالبانو ته د ایران حوصله تنګه شوي ده) .

که څه هم ځینو  ایراني  دیپلوماتو د اسماعیل د څرګنده ونو په مقابل کې غبرګون ښوولی  او  ویلي  یې دي چي (ایران یو هیواد دی  او بهرنیو ویاندویانو ته اړتیا نه لري)  یو بل ایراني شنونکي او څیړونکي  بیا ویلي (ایران د خپل څو زره  کلن تاریخ په لرلو سره  له صبر او زغم څخه ډک هیواد دی چې خپله ژبه او نظر لري او هیچاته یې خپل استازېتوب نه دی ورکړی ).

د ایراني  دیپلوماتو پر خپل وخت غبرګون د ستایلو   دی خو ځیني افغان شنونکي  شک لری  که چیرته  د اسماعیل خان تر شا هغه مرموز لاسونه نه وای چې نه غواړي د ایران او اسلامي امارت اړیکې پخوالي ته ورسیږي نو اسماعیل خان به هیڅکله د دا ډول څرګنده ونو جرأت نه وای کړی؛ د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو ته مو دوستانه وړاندیز دی چي خپل میلمانه  کنټرول کړي .

رحمت الله فییضان

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *