سږ کال په هېواد کې د تېر کال په پرتله د غنمو په تولید کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ پرمټ د سپوږمکۍ انځورونو له تجزیې او تحلیل څخه معلومه کړې، چې د ټول هېواد په کچه پر ۲،۰۲ میلیون هکټاره ځمکه غنم کرل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ پرمټ د سپوږمکۍ انځورونو له تجزیې او تحلیل څخه معلومه کړې، چې د ټول هېواد په کچه پر ۲،۰۲ میلیون هکټاره ځمکه غنم کرل شوي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې؛ ټولټال شاوخوا ۴،۳۵ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله نږدې ۱۳سلنه زیاتوالی ښیي.
یادې ادارې همدارنګه ویلي، چې د هېواد په کچه د غنمو اړتیا ۶،۶۲ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې، چې د ۱۴۰۲ کال د تولیداتو په پرتله د ۲،۲۷ میلیون مټریک ټنه غنمو د کمښت ښکارندويي کوي. د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د توليد شويو غنمو د زياتوالي اصلي لاملونه د کوکنارو پر ځای د غنمو کرل او سږ کال د پام وړ بارانونو ورښت په ګوته کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې هلمند، کندز، تخار او فاريات هغه ولايتونه دي، چې زيات غنم په کې کرل شوي.