زندگینامه

زبیر بن عوام رضي الله عنه

کله چې موږ د زبیر رضي الله عنه په اړه غږیږو نو موږ د یو نا اشنا انسان په اړه غږیږو چې له نورو انسانانو سره توپیر لري.

لیکنه: محمدعلي عظمت

کله چې موږ د زبیر رضي الله عنه په اړه غږیږو نو موږ د یو نا اشنا انسان په اړه غږیږو چې له نورو انسانانو سره توپیر لري.

زبیر رضي الله عنه اوږد او پلن و، که به په اس یا اوښ سپور و نو پښې به یې ځمکې ته رسېدلې.

د سپرلۍ په هنر کې وروستي حد ته رسېدلی و. په دوو تورو به یې جنګ کاوه چې یوه توره به یې په یو لاس کې وه او بله په بل لاس کې.

اس به یې په رکاب ګرځاوه،  چې مهار به نه نیولو، دا کار بل چا نه شو کولی. زبیر رضي الله عنه لومړی کس دی چې د الله جل جلاله په لاره کې یې توره را ووېستله.

یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیده چې توره یې په لاس کې ده او د مکې په کوڅو کې تېز ګرځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم را ودراوه او د حال پوښتنه یې ترې وکړه. زبیر رضي الله عنه هغه وخت ۱۶ کلن و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې ځواب ورکړ: اې د الله جل جلاله رسوله! وا مې ورېدل چې ته یې شهید کړی یې! رسول الله صلی الله علیه وسلم په موسکا ورته وویل: نو ته اوس څه کوې؟ ویې ویل: اې رسول‌الله! هغه څوک به ووژنم چې تا ځوروي.

نو زبیر رضي‌الله عنه په اسلام کې لومړی کس و چې د الله جل جلاله په لاره کې یې توره را واخیسته، د بدر په ورځ له ده او مقداد بن عمرو رضي الله عنه پرته بل څوک په اس نه و سپور.

زبیر رضي الله عنه په دې هم نېکمرغه و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ترور (صفیه بنت عبدالمطلب رض) زوی و.

هغه دومره زړور و چې د ځمکې په مخ یې بېلګه نه وه. د یرموک په ورځ ځینو سپرو ورته وویل: راځه! موږ درسره یو، د روم په پوځ ورننوزه. زبیر رضي الله عنه وویل: راسره و به نه درېږئ!؟ سپرو وویل: راځه موږ درسره یو. زبیر رضي الله عنه له سپرو سره یوځای د روم په پوځ ورننوت آن تر دې چې له شا یې ووت او بېرته راوګرځېده. ملګرو یې بیا غوښتنه ترې وکړه او بیا په رومي پوځ ورګډ شول او له شا یې ووتل. دا کار درې ځلې تکرار شو، په دې ورځ زخمي هم شو، زوی یې عروه(رض)  وايي چې: زه هغه وخت ماشوم وم، ما به د پلار په ټپونو کې ګوتې ننویستلې او لوبې به مې پرې کولې.

د احد په ورځې یو مشرک ولیده چې بیرغ ورسره دی او په اوښ سپور دی، زبیر رضي الله عنه چې پلی و د شا له خوا ورپسې ورغی، په یو ټوپ یې شاته ور وخوت، مشرک یې له بیرغ سره له اوښه را ګوزار کړ، په همدې ورځ یې یو بل مشرک په توره سرته داسې وواهه چې بدن یې دوه ځایه شو او توره د اس تر ملا ورسېده چې اس ودردېده او وتښتېده. ملګرو یې وویل: زبیر عجیبه توره لري. زبیر غوسه شو او ویې ویل: د تورې کمال نه دی، هغه مټې چېرې چې توره واخلي؟!

زبیر رضي الله عنه ټول ژوند د رسول‎الله‌صلی‌الله علیه وسلم څنګ ته تېر کړ. کوم خاص کار یې نه کاوه، نه یې هم کوم سوداګریز سفر کړی، د هغه شعار دا و چې زما روزي د تورې په سیوري کې ده. د ژوند لویه خوښي به یې دا وه چې وا به یې ورېدل: جهاد ته راشئ! په اسونو سپاره شئ!!

نو ده به توره را واخیسته، په اس به سپور شو او د غزا لپاره به له ټولو مخکې حاضر شو.

دا هیښوونکی او د عجیبو صفاتو خاوند تن د رسول الله‎صلی‌الله علیه وسلم له اصحابو کرامو څخه و، نو موږ ولې له ده پرته د نورو پردیو اتلانو تاریخ وڅارو. د زبیر اتلولۍ په البدایة والنهایة کې پریږدو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *