فرهنگی

د کوژدې او خوړې د مراسمو دود

البته په نوموړې مرکه کې د هلک د کورنۍ لخوا له یوه کس سره ټوپک هم وي، چې کله لومړی یا کوچنی دستمال د هلک پلارته ورکړل شي، نوموړی شخص بیا سم دلاسه ټوپک اخلي او درې هوایي ډزې کوي چې د هغې نه وروسته د سیمې ټول خلک په دې خبریږي، چې فلاني سړي خپله لور د فلاني زوې ته ورکړه چې د هغې نه بعد د هلک له کورنۍ لخوا په نږدې دوستانو باندې ګل ویشل کیږي، چې نوموړی ګل هرچاته ورکړل شي هغه شخص مجبوره دی چې د مبارکي په نوم یو څه اندازه نقدې پیسې دګلانې په نوم دګل راوړونکی ته ورکړي.

شاه محمود درویش

دوهمه برخه

البته په نوموړې مرکه کې د هلک د کورنۍ لخوا له یوه کس سره ټوپک هم وي، چې کله لومړی یا کوچنی دستمال د هلک پلارته ورکړل شي، نوموړی شخص بیا سم دلاسه ټوپک اخلي او درې هوایي ډزې کوي چې د هغې نه وروسته د سیمې ټول خلک په دې خبریږي، چې فلاني سړي خپله لور د فلاني زوې ته ورکړه چې د هغې نه بعد د هلک له کورنۍ لخوا په نږدې دوستانو باندې ګل ویشل کیږي، چې نوموړی ګل هرچاته ورکړل شي هغه شخص مجبوره دی چې د مبارکي په نوم یو څه اندازه نقدې پیسې دګلانې په نوم دګل راوړونکی ته ورکړي، دغه راز د کوچني دستمال نه وروسته بیا د لوې دستمال او خوړې خبرې دي چې د دواړو کورنیو د توافق څخه وروسته په لاندې ډول ترسره کیږي:

تر هرڅه لومړی یوشمیر کوچني دستمالونه، یوه اندازه سپین نقل او پتاسې چې بیا په خلکو ویشل کیږي دا د هلک د کورنۍ لخوا چمتو شوي او دانجلۍ کورنۍ ته سپارل شوي وي او سربیره پردې د خوړې په ورځ د انجلۍ کورنې خپل را بلل شویو دوستانوته د غرمې ډوډۍ هم ورکوي او دهغې لګښت لکه: نرۍ وریجې، غوښه، لرګي او ځینې نور څیزونه چې   د غرمې له ناري لپاره ضروري دي، دهلک کورنۍ ته یې لست ورکول کیږي چې دهغې دبشپړ اخیستلو څخه وروسته د خوړې نیټه ټاکل کیږي، نو کله چې ټاکل شوې نیټې ته لږ وخت پاتې شو نو دهلک د کورنۍ لخوا کلیوال را بلل کیږي ترڅو د انجلۍ کورته هغه څه چې یې لیست ورکړی ؤ د خرڅی په نامه ولیږي، چې دا هم خورا د خوښي ورځ وي، چې په دغه ورځ کې ځوانان سره راتولیږي اوهرڅه چې د انجلۍ کورته د وړلو وي هر یو یې په شاکوي او د انجلۍ کور په لورې حرکت کوي، خو هر هغه چا چې وکولی شول په لومړي، دویم او دریم قدم کې ځان د یو څیز سره د انجلۍ کورته را ورسوي، نو هغوی ته د انجلۍ د کورنۍ لخوا یو دستمال د جایزې په توګه هم ورکول کیږي، چې دهغې څخه وروسته بیا ټولو راغلو کسانو ته چای او شیریني مخې ته اږدي چې د چای له څښلو او شیریني د خوړلو نه بعد ټول د خیر دوعا کوي او د خرڅي ورځ پای ته رسیږي.

نوکله چې بیا د خوړې ورځ شوه په دغه ورځ کې هم دهلک کورنۍ خپلو ټولو را بلل شویو کلیوالو او خپلوانو ته د غرمې یو ښه ناری(ډوډۍ) ورکوي، بیا وروسته له هغې چې کله د ماسپښین لمونځ ادا شو، نوبیا هم ټول را بلل شوي دوستان چې هغوی ته په یوه باغ یا دکور په انګړ کې ځای جوړ شوی وي کښیني، له دې نه وړاندې نوموړي هلک ته چې کوژده شوی وي، ددې لپاره چې شاه شي ځان یې په بشپړه توګه تیا رکړی وي او ښې نوې سپینې جامې اغوندي، څادر په اوږو اچوی، خولۍ په سرکوي او یوه تفنګچه چې په یوه ښکلي دستمال پوښل شوې وي او په قاش کې ایښودل شوې وي په اوږه یې ځړوي، چې له هغې نه وروسته دشاه هلک نږدې دوستان او دکلي مشران تقریبآ د لسو کسانو په شاوخوا کې چې د پنځه یا اووه کسانو په لاسونو کې غوري چې د سپین نقل او پتاسو څخه ډک وي ورکول کیږي او په یوه لیکه د شاه سره یوځای په کوم ځای کې چې را بلل شوي دوستان ناست وي، ورځي البته په لومړي غوري کې د شیریني سره یوځای دشاه خوله او لنګۍ هم ایښودل شوې وي چې نوموړی غوری بیا دسیمې د مولوي صاحب مخ ته اږدي او شاه هم مخ په قبله په جوړ شوي تخت باندې کښیني، چې بیا د سیمې مولوي صاحب د قرآنکریم یو آیت شریف تلاوت کوي او له هغې نه وروسته بیا د غوري څخه لومړی خولۍ اخلي او د شاه په سر یې اږدي بیا ورسته د شاه په سر د لنګۍ ییو ول تاوه وي، چې په بشپړه توګه د شاه لنګۍ د اووه کسانو ملاصاحبانو او مشرانو له لورې د درود شریف په ویلو تړل کیږي، چې کله د شاه لنګۍ په بشپړه توګه وتړل شوه، نو دمولوي صاحب لخوا په شاه باندې یو څو دانې شیرینې شیندل کیږي، چې سم دلاسه بیا د یو کس لخوا د ټوپک یوڅو هوایي ډزې هم کیږ، همداشان په غوریو کې پاتې شیرینې هم د دوه کسانو لخوا څادر کې اچول کیږي او دحاضر مجلس په هر وګړي یې ویشي او د شاه د پلار لخوا هم هغه کسانو چې دشاه په سر یې لنګۍ تړلې وي، یوڅه اندازه نقدې پیسې د شیرینې په توګه ورکول کیږي، چې له هغې نه وروسته دسیمې مولوي او مشران مخکې، شاه ورپسې او نور دوستان هم د هغوی په تعقیب د انجلي دکور په لورې ورځي، همداشان د انجلۍ د کورني لخوا هم مخکې ترمخکې دشاه او ورسره راغلو میلمنو لپاره یې ځای جوړ کړی وي، چې دوی را ورسیږي نو د ښه راغلاست څخه وروسته دوی ته په هغه ځای کې د کښیناستلو بلنه ورکوي، چې له هغې نه بعد د سیمې مولوی صاحب اود مجلس د ګډونوالو په حضورکې په علني ډول د حجاب اوقبول مراسم د انجلۍ لخوا د ټاکل شوي د مهراونفس وکیل او د درې تنو شاهدانو په شهادت او دشاه د اقرار سره سم ترسره کیږي، له دې سره جوښت دمولوی صاحب لخوا د نکاح خطبه او دوعا هم لوستل کیږي چې په پای کې د انجلۍ د کورنۍ لخوا جوړ شوی دستمال چې پخوا خلکو به په منځ کې ورته قند، پتاسې او یو څه نورې شیرینې ایښې وې او د دستمال څلور خواوې به په زرګریو سپینو پولیو او ګونګروګانو سینګار شوی ؤ او په ناشکن شیشه یي غوری کې به ایښودل شوی ؤ د شاه پلارته به یې وسپارلو، چې البته اوس نوموړی دستمال په یوسبدکاغذي ګلانو، سره دې څو پاکټه پوښل شوي شیرینې بدل شوی دی، البته په پای کې په ټولو حاضرینو یویو دستمال چې د هغې په منځ کې یوڅه اندازه نقل او پتاسې هم ایښې وي ویشل کیږي، چې د مبارکي په ویلو او د خیر د دوعا په کولو سره د خوړې مراسم پای ته رسیږي، چې له دې سره جوښت په همدغه ورځ  دجوړې په نوم د هلک د کورنۍ لخوا دوه یا درې جوړې جامې سره د نورو څیزونو د انجلۍ لپاره اخیستل شوي وي، چې هغه ټول یې په آهن چادري(حلبي) یا جرمي بکس کې ځای پرځای کړي وي، دهلک د مور، خور او نورو را بلل شویو ښځینه دوستانو په ګډون چې نوموړی بکس یوې ښځې په خپل سر ایښی وي او څو تنه نورې د خوښي په څرګندولو او د دایرې په وهلو بدرګه کوي د انجلې کورته ورځي، چې کله نوموړې ښځې د انجلۍ کورته ننوځي د سو شیبو خوښیو او دایرې وهلو وروسته کوژده شوې انجلۍ چې په یو سور یا شین شال چارپیره شوې وي د نورو پیغلو انجونو لخوا بدرګه کیږي او د راغلو ښځو منځ ته یې راوړي، چې د راغلیو ښځو لخوا پرې شیریني اچول کیږي او له هغې وروسته بیا نوموړې انجلۍ ته هم یو څه اندازه نقدې پیسې د مخ پټوني په نوم د ځینې ښځو لخوا ورکول کیږي، چې بیا راوړل شوي جامې او نور څیزونه هم د یوې ښځې لخوا ټولو حاضرینو ته ښودل کیږي او ورسره جوښت مبارکي او کوروړدانی هم وایي، چې په پای کې بکس سره د ټول څیزونو د انجلي مورته سپاري او په دې توګه د جوړې مراسم هم پای ته رسیږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن