افغانستان

په قزاقستان کې د افغاني تولیداتو نندارتون جوړېږي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په قزاقستان کې د افغاني تولیداتو د نندارتون د جوړولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په قزاقستان کې د افغاني تولیداتو د نندارتون د جوړولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د هېواد د تولیداتو او سوداګریزو اړیکو د نندارتون د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ جوړه شوې وه، چې په کې قزاقستان ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي، د خصوصي سکتور د غړو د سفر، د سفر په پلانونو، غړو ته د ویزو د ورکړې، د دواړو هېوادونو د چارواکو او خصوصي سکتور د رسمي کتنو او یو شمېر نورو مسایلو او پرمختګونو
په اړه خبرې وشوې. خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو د تنظیم رئیس د نندارتون د موقعیت، د هېواد خصوصي سکتور ته د ۷۰ غرفو د تخصیص، نندارتون ته د خصوصي سکټور د ملکیتونو د انتقال د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې غونډه کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست، په تخصصي توګه د خصوصي سکتور د ونډې او له نړیوالو معیارونو سره سم د لا زیاتو تجربو د ترلاسه کولو یادونه وکړه او د افغانستان محصولاتو او توکو ته د بازار موندنې، د هېواد له محصولاتو او تولیداتو سره د قزاقستان پر پېژندګلوۍ، د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي او د هېواد د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
ټاکل شوې د افغانستان او قزاقستان رسمي پلاوي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کنفرانس هم جوړ شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *