افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين: سیاست باید پر تجارت منفي اغېز ونلري

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي قدرت الله جمال پرون د ايران ‏له یو شمېر صنعتکارانو سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي قدرت الله جمال پرون د ايران ‏له یو شمېر صنعتکارانو سره وکتل.

باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ایران د صنعتکارانو او سوداګرو پلاوي چې مشري یې ښاغلي ساقي کوله؛ په افغانستان کې ‏پانګونې ته لېوالتیا وښوده او د اسلامي امارت له خوا يې رامنځته شوې اسانتیاوې غوره وبللې.

دغه راز مولوي جمال، د ګاونډي هېواد په توګه د افغانستان او ایران سوداګريزې اړیکې ارزښتمنې بللې او پر پياوړتيا يې ټينګار کړی دی.

‏هغه څرګنده کړې چې سیاست باید پر سوداګرۍ منفي اغېز ونلري او سوداګریزه راکړه ورکړه بايد عادي وساتل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين، په هېواد کې  د بهرنیو سوداګرو لپاره د پانګونې له رامنځته شويو فرصتونو هم یادونه کړې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *