افغانستان

د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت روغتیايي مرکز پرانیستل شو

د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ په آدینه مسجد کلي کې د څه باندې ۴ میلیون افغانیو په لګښت یو فرعي روغتیایي مرکز جوړ او پرانیستل شو.

د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ په آدینه مسجد کلي کې د څه باندې ۴ میلیون افغانیو په لګښت یو فرعي روغتیایي مرکز جوړ او پرانیستل شو.

په دې اړه جوړو شوو مراسم کې د بلخ ولایت عامې روغتیا مرستیال مولوي شیخ‌میر صدام ویلي؛ دغه روغتيايي مرکز د چهاربولک ولسوالۍ په آدینه مسجد کلي کې د نړیوال روغتیایي پروګرام (WHO) د ۴ میلیونه او ۴۱ زره افغانیو په مالي ملاتړ جوړ او پرانستل شو.

د بلخ ولايت مرستيال د دغه رياست د ژمنتيا په ټړاو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده؛ چې په دغه مرکز کې د داخله ناروغیو، نسايي او واکسين په برخو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي. ځايي اوسېدونکي د یاد روغتیايي مرکز په پرانستلو خوښ دي او ویلي يي دي؛ چې پخوا د روغتیايي مرکز د نشتون له امله د کڼو ستونزو سره مخ وو، اوس د یاد مرکز په جوړیدو مو دغه ستونزې حل شوي دي.

یاد روغتیايي مرکز به دوه زره او ۵۰۰ کورنيو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *