افغانستان

یو چینایی شرکت غواړي د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د چین د «چیندو» شرکت او د هریرود ودانیز شرکت له استازو سره وکتل.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د چین د «چیندو» شرکت او د هریرود ودانیز شرکت له استازو سره وکتل.

باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې، د يادو شرکتونو استازو په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا ستاینه کړې او د وزارت تخنیکي ټیم ته یې دنده سپارلې چې د دغو شرکتونو له تخنیکي ټیم سره  په ګډه د لمریزې برېښنا د تولید د پانګونې چارې ژر تر ژره پیل کړي.

منصور همدا رنګه، د پانګونې د چارو پر چټکتیا او د عملي چارو پر پیل ټینګار کړی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *