سیاسی

د افغانستان سياسي او اقتصادي ثبات او پر چین ېې اغېز

بدلېدونکی جیوپولیتیکې حالت  چین دې ته مجبوره کړی چې اړیکي يې د افغانستان په ګډون له بېلا بېلو اړخونو سره ډېر فعالې شي.

ثناءالله عمران

بدلېدونکی جیوپولیتیکې حالت  چین دې ته مجبوره کړی چې اړیکي يې د افغانستان په ګډون له بېلا بېلو اړخونو سره ډېر فعالې شي.

چین یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پراخو طبیعي زیرمو او د خپل جیوپولیټیکي امنیت په موخه له افغانستان سره د اړیکو پراخولو په هڅه کې دی.

د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په جنورۍ مياشت کې وروستۍ اقتصادي مشارکت،د کانونو او پټرولیم وزارت او د یو چينايي شرکت (افچین) ترمنځ د (۴۵۰) میلیونه ډالرو په ارزښت، د ۲۵ کلونو له پاره؛ د افغانستان په شمال د قشقري په سیمه کې د نفتو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک کړ، چې دا په حقیقت کې د افغانستان اسلامي امارت ته د مشروعیت ورکولو په معنی دی.

همدارنګه د ۲۰۲۳ زیږديز کال په اپريل مياشت کې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت په هیواد کې د لیتیم مینرال کانونو د اکتشاف او سپړلو په برخه کې د ګوچین (Gochin) په نوم د یو چینايي شرکت د لس میلیارد ډالرو پانګونې د لیوالتیا خبر ورکړ. د لیتیمو دغه تړون به په هیواد کې تر یو لک شل زرو پورې مستقیمې او ګڼې نورې غیرې مستقیمې دندې رامنځته کړي. چینايي شرکت د تړون د یوه اړخ په توګه ژمنه کړې چې په افغانستان کې به پر نویو بنسټيزو پروژو پانګونه وکړي.

«فان چینا افغان شرکت» د روان کال د جولای په اوومه نېټه ژمنه وکړه چې په راتلوونکو څو میاشتو کې به د کابو ۳۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د برېښنا تولید، د سیمنټو فابریکې په جوړولو او د روغتیايي سکټور په برخه کې پانګونه وکړي.

تېر کال په ژمي کې چینایانو د ډبرو سکرو څخه د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا د توليد په برخه کې خپله لېوالتیا څرګند کړی وو. د چین د سوداګرۍ خونې استازي د برېښنا شرکت له مشر محمد حنیف حمزه سره په ليدنه کې ويلي وو، چي چین په ۱۱ هېوادونو کې د ډبرو له سکرو د برېښنا د تولید په برخه کې تجربه لري.

د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي وو، چې چین لېوالتيا لري دواړه هېوادونه د واخان دهلېز له لارې سره وتړي.همدارنګه څه موده وړاندي چین او پاکستان هم اعلان وکړ چې غواړي افغانستان د سي پیک پروژې ته ورشامل کړي. یواځي د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC)چې له اتو پلان شویو دهېلزو یو دی او د یوې کړۍ یوې لارې نوښت سره تړاو لري، د ۶۲ میلیاردو امریکايي ډالرو پروژه ده.

د لوګر ولایت د عینک مسو کان د سپړلو قرارداد هم څوارلس کاله وړاندې يوې چینایي کمپنۍ سره لاسليک شوی وو چې د نړۍ په کچه د مسو یوه ستره زېرمه ده خو د استخراج عملي کار یې پیل شوی نه‌دی. خوڅه موده مخکي د کانونو او پتروليم وزير شهاب الدین دلاور له (MCC) شرکت څخه وغوښتل، چې خپل مسوولیتونه پوره کړي او د عینک د مسو کان استخراج پیل کړي چې قراردادي کمپنۍ هم په عملي توګه د خپلو چارو د پيل په موخه ياد کان ته د غځيدلي سړک د پخولو چارې پيل کړې چې دې چارې د دغې پروژې د تطبيق له‌پاره هيلې راټوکولي دي.

افغانستان چې د بډايو کانونو په درلودلو مشهور دی. پر هیواد د اسلامي امارت تر بیا ځلي ولکې وروسته د یادو کاني زیرمو سپړلو او ګټې اخيستنې ته تر بل هر وخت زمینه برابره شوې ده. د کانونو په برخه کې پانګونه؛ د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز سره يوی ځای کېدل به اسلامي امارت ته د اقتصادي پیاوړتیا د فرصت تر څنګ افغانستان د ترانزيت د ثقل په مرکز بدل کړي.

له دې سربېره د افغانستان امنیتي وضعیت هم له دوو اړخو پر چین اغېز درلودلی شي. لومړی، که په افغانستان کې وضعیت څپڅپانده وي ښايي د چین د سین کیانګ سيمي ته هم وغځېږي، هغه سيمه چې له بېجينګ سره د مذهبي او توکميز تاوتريخوالي اوږد تاريخ لري او چين له دې اړخه هم انديښمن دی. د چین سره دا وېره له ډېره وخته مطرح ده. د دغه سيمي اویغور مسلمانان د بیجینګ له‌خوا سخت ځپل شوي او پر چين د بشري حقونو د پراخه سرغړونو تورونه لګول شوي.چین ته هم په‌کار ده چې په دې برخه کې د عامه مسلمانانو باور او احساساتو ته متوجه شي او د دغه سیمې له مسلمانانو سره داسې چلند ونه کړي چې هغه د بین المللي نورمونو خلاف او د نړۍ په کچه د عامو مسلمانانو د احساساتو د مجروح کيدو او پارېدلو لامل نه شي. دویم، په افغانستان کې بې ثباته وضعیت د یو کمربند او یوې لارې نوښت(BRI) پروژې پر پراختیا هم منفي اغېز کوي، ځکه ددغه لويې لارې دوه بنسټیز دهلیزونه له افغانستان سره نږدې تیریږي؛ دا هغه لار ده چې له نورې نړۍ سره د چين د سوداګرۍ لارې جوړوي. د نړیوالې بيخ‌بنسټيزې او پراختیايي پانګوونې طرحې په توګه چې له 60 څخه ډیر هېوادونه په‌کې شامل دي( البته په‌دې اړه رسمي شمېرې نشته)، چې په هغو کې یو شمېر د ختیځې آسیا او اروپايي هېوادونه شاملېږي؛ دغه نوښت د چين د نړيوال سياسي او اقتصادي نفوذ د پراختیا يو وسيله بلل کيږي. دا ډول پراختیا د زبر ځواک چین د هیلو له‌پاره خورا مهمه ده.

چين په افغانستان کې د نوي رامنځته شوي وضعیت په اړه د ۲۰۲۳ کال اپرېل کې خپل دريځ په ۱۱ ټکو کې واضح کړ. په ټوله کې بېجینګ واضح کوي چې د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ديني او ملي ارزښتونو ته درناوی لري. په بېلابېلو ډګرونو کې د ملاتړ ډاډ ورکوي.د دغه ۱۱ ټکو له جملې څلور يې ترهګرۍ، افراطیت او بېلتون پالنې ته ځانګړي شوي دي.

پر کابل د افغانستان اسلامي امارت د دویم ځلي ولکې مخکې ځينې مطرحه چینايي د سياسي چارو ماهرین په دې اند وو چې چین له افغانستان او پاکستان سره د خپلې اقتصادي لیوالتیا په برخه کې د پاکستاني طالبانو او افغانستان اسلامي امارت له اړخه اندېښنه نه لري.

په لنډ مهال کې په افغانستان کې د چین تر ټولو مهمه ګټه په اصل کې له امنیت سره تړاو لري، او اوس مهال افغانستان کې داسي امنیت راغلی چې په تیرو پنځو لسيزو کې يې شتون نه درلود. په منځ مهال کې چين په منځنۍ آسیا او پاکستان کې د یو کمربند او یوې لارې د نوښت پروژې د دوام او اسانتیا له‌پاره سیمه يیز ثبات ته وده ورکوي او په اوږد مهال کې غواړي چې د افغانستان طبیعي زیرمو ته لاس‌رسی ولري. د اسلامي امارت له لوري په لنډ وخت کې د ټول هیواد په کچه امنیت ټینګول چين دې ته لېواله کړی چې د خپلو اوږد مهاله موخو په لټه کې شي او د کانونو سپړنو او استخراج په برخه کې لويه پانګونه وکړي.

تر ټولو مهمه دا چې، بیجینګ په دې اړه اندېښمن دی چې په افغانستان کې بدلونونه څنګه کولی شي د منځنۍ آسیا په ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او چین کې په ځانګړې توګه د دغه هېواد په لوېدیځ سینکیانګ کې پر ثبات منفي اغېز کوي. د راتلوونکو څو کلونو له‌پاره، دا امنیتي موخې به د پانګونې او سوداګرۍ څخه د هر ډول اقتصادي لاسته راوړنو پر ځای، له افغان حکومت سره د چین راتلوونکی اقتصادي تعامل ټاکي.

سره له دې چې چین ليري ختيځ، د چين په سویلي سمندرګي کې، تایوان سره بالقوه جګړه او امریکا متحده ایالاتونو سره سيالۍ ته ورته مسائلو کې بوخت دی، خو خوندي افغانستان به د چین د نفوذ یو قوس رامنځته کړي، چې د چین له لویدیځو سیمو څخه د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او ایران هېوادونه په‌کې شامل دي. دا سیمه به د لویو لارو، ریل پټلۍ او پایپ لاینونو له لارې له چین سره ونښلول شي چې دا چاره به د چین په صنعتي سکتور کې د دوی ګټې خوندي کړي. دا کار به چین ته هم ګټه ورسوي ځکه چې د متحده ایالاتو سره د نړۍ د زبر ځواک جوړېدو پر سر په سیالۍ بوخت دی.

د اروپا پارلمان په یوه تازه څېړنه کې چې د افغان ـ چین د راتلوونکو اړېکو په تړاو شوې، د نورو سیمه‌ييزو لوبغاړو په خلاف، چین د نړۍ په کچه یو مخکښ اقتصاد ګڼل کېږي چې په بین المللي صحنه کې د یوه پیاوړی او بلامنازعه دريځ سره شتون لري. نو ځکه دغه هېواد کولی شي د اسلامي امارت له‌پاره مالي پانګونه او سياسي مشروعیت راوړي. چین د یو کمربند او يوې لارې نوښت(BRI) پروژې له‌پاره یو مل، خوندي او باثباته افغانستان ته ارزښت ورکوي، چې دې ته چین د سینکیانګ د سيمي له‌پاره د ثبات د نښي په سترګه ګوري، او په منځنۍ آسیا کې به د هغه د سیمه ییز تفوق د تثبیت په برخه کې مرسته

وکړي.

یو شمېر څېړونکي بیا په دې باور دي چې اسلامي امارت سره د چینایانو ډېرېدونکی تعامل تر ډېره د اقتصاد په پرتله د امنیتي ملحوظاتو پر بنسټ دی. د هغوی په باور بېجينګ په دې هڅه کې دی چې په سيمه کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ(ETIM)د نفوذ او د نورو محتمله خنډونو مخنیوی وکړي. د (ETIM) خوځښت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بنديزونو په ليست کې قرار لري.

په افغانستان کې د اشغالګرو په ماتې سره په سيمه کې چین د کرارۍ ساه واخيسته او نور نه غواړي چې د دوی پولي ته نږدې امریکا فزيکي حضور ولري، او په دې برخه کې نه يوازي چین بلکي ټول سيمه‌ييز هیوادونه د اسلامي امارت د مقاومت او سرښندونو مدیون دي چي د غربي امپرياليزم د بالفعل او بالقوه شرارت څخه يې ليري کړل. اوس ګاونډیو او د سیمو هیوادونو ته لازمه ده چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره او د متقابلو مشروع ګټو پر بنسټ بهرني سياست څخه په کټنه رغنده تعامل ته را وړاندي شي.

په هرصورت، چین له اسلامي امارت سره د تعامل له‌پاره خپلې ستراتیژیکي اړتیاوې لري. د چین رهبري په دې هیله ده چې د پانګونې له لارې به افغانستان په دې قانع کړي چې خپل انقلاب تر خپل هېواد پورې محدود او نورې سیمې ته يې صادر نه‌کړي. دا په ځانګړي توګه د سینکیانګ به اړه صدق کوي، چیرې چې د چین حکومت له ځايي ایغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند له امله تر توندو نیوکو لاندې دی.

د اسلامي امارت بېلا بېلو لوړ پوړ چارواکو نه یوازي د چین بلکي د یو شمېر نورو هیوادونو او بین المللي سازمانونو له لوري د دې اندېښنې په څرګندولو سره چې ګواکي د افغانستان له خاورې څخه دوی ته امنيتي ستونزي جوړ نه شي، په وار وار ويلي چې هیڅکله به چا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو په وړاندي وکاروي. همدارنګه یادو چارواکو ويلي چې پر ښه ګاونډيتوب، متقابل احترام او د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصولو ته ژمن دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *