ملا برادر اخوند د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کنفرانس کې: اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تر سرلیک لاندې کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تر سرلیک لاندې کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
نوموړي ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره بهرنیو او کورنیو پانګوالو او سوداګرو ته هر ډول اسانتیاوې برابروي او بشپړ ملاتړ یې کوي.
ښاغلي برادر اخوند زیاته کړې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، بېرته مخ په ښه کېدو دی.
دغهراز اداري فساد ختم شوی،د نشهیې توکو د کرکیلې اوقاچاق بشپړمخنیوی شوی او افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې باثباته شوې.
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ویلي، چې ټول هېواد کې بشپړ امنیت، له طبیعي سرچینو بډایه هېواد، د پانګونې ملاتړی حکومت، ځوان، وړ او ارزانه کاري ځواک، د سیمهییز اتصال له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، د پانګونې لپاره پراخه چاپېریال او اسانه قوانین هغه موضوعات دي، چې افغانستان کې یې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.
د نوموړي په وینا؛ افغانستان کې نه یوازې افغانان، بلکې بهرنیان هم پانګونه کولای شي، چې ښه بېلګه یې د هرات د غوریانو اوسپنې په کان کې له افغان پانګوالو سره داسیایي او اروپایي هېوادونو د پانګوالو ګډه پانګونه ده.
ملا عبدالغني برادر د یاد کنفرانس په جریان کې ویلي، چې د برېښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، زېربناوو او ټېکنالوژي ترڅنګ په نورو سکټورونو کې پانګونه ددې هېواد اړتیا ده او اسلامي امارت د کورنیو پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره کړې ده.
ښاغلي برادر زیاته کړې، چې د صنعت لپاره تر یو اندازې د اړتیا وړ برېښنا برابره شوې او د لا وسعت لپاره یې د برېښنا د تولید په برخه کې هڅې روانې دي.
دغه راز افغانستان داوبو، باد اولمر څخه د برېښنا د تولید په برخه کې لوړ ظرفیت لري
د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت یوه بین الوزارتي کمېټه رامنځته کړې، تر څو افغانستان کې د پانګونې په موخه ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
د دې تر څنګ ښاغلي برادر ویلي؛ افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ لپاره مشورتي اقتصادي بورډ رامنځته کېدونکی دی، چې ټول غړي یې د اقتصاد د برخې متخصص کسان دي.
دغه راز د ملي اقتصادي ستراتیژي پر جوړولو هم عملاً کار روان دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال یو ځل بیا له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتی، چې افغانستان کې دپانګونې په برخه کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.
اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.