افغانستان
قطر خیریه بنسټ په کندهار ولایت کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي
د کندهار ولایت د رسنیو مرکز وايي، د قطر خیریه بنسټ به په دغه ولایت کې په نړیوالو معیارونو برابر ۴۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.
د کندهار ولایت د رسنیو مرکز وايي، د قطر خیریه بنسټ به په دغه ولایت کې په نړیوالو معیارونو برابر ۴۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.
د کندهار ولایت رسنیز مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د قطر خیریه بنسټ په دغه ولایت کې په نړیوالو معیارونو برابر ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي.
د دغه مرکز په وينا، د دغه بنسټ دوو استازو جمال قاسم محمد او عبدالمجيد عبدالقوي الحميدي د کندهار له والي ملا شيرين سره په ليدنه کې وويل چې د يوه ٤٠٠ بستريز روغتون د جوړولو ترڅنګ به په دغه ولایت کې د ۳۵۰ بستریز روغتون لپاره د تجهیزاتو په برابرولو کې همکاري وکړي.
تر دې وړاندې هم د قطر خیریه بنسټ له یو شمېر کابل ښاریانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې وه.