افغانستان
کرنې وزارت له وروستیو ورښتونو سره د وچکالۍ کمیدو ته هیله من دی
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، له وروستيو اورښتونو سره ښايي په راروانو کلونو کې د وچکالۍ اغېزې کمې شي.
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، له وروستيو اورښتونو سره ښايي په راروانو کلونو کې د وچکالۍ اغېزې کمې شي.
د دغه وزارت وياند وايي، چې اسلامی امارت د وچکاليو له امله رامنځته کېدونکو احتمالي بېړنيو حالاتو ته پوره چمتووالي لري. په ورته وخت کې، د کرنې او مالدارۍ خونه په هېواد کې د وچکالۍ د زياتېدو لامل په وروستيو کلونو کې د هېواد د اوبو نه مديريت ګڼي. د دغې خونې مرستيال وايي، چې که د هېواد په بېلابېلو برخو کې نوي بندونه جوړ شي، افغانستان به د کرنيزو محصولاتو له اړخه پر ځان بسيا شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې له بارانونو او واورو ۸۰ ميليارده متر مکعبه اوبه تر لاسه کوي او کلني لګښت يې ۲۵ ميليارده متر مکعبه اوبو ته رسېږي.