اجتماعی

د انسان تښتونې ( اختطاف ) جرم لنډه پېژندنه

د انسان تښتونې جرم یو د هغو جرایمو له ډلې څخه دی چې نه یوازې د اشخاصو د آزادئ پرضد پېښېږي.

پوهنمل څارمن نورجمال وردګ

سریزه:

د انسان تښتونې جرم یو د هغو جرایمو له ډلې څخه دی چې نه یوازې د اشخاصو د آزادئ پرضد پېښېږي. بلکې دا یو داسې جرم دی چې زیان او صدمه يي د اشخاصو شخصیت، معنویت، شتمني او حتی ځینو وختونو کې د هغوی حیا او عزت ته هم رسېږي.

په ټولنه کې د انسان ژوند دې ته اړ ندئ چې انسان یوازې له دې اړخه ډاډه وي چې نفس يې تر تیري لاندې نشي، بلکې دا چې انسان دې نړۍ ته آزاد راغلی نو باید چې آزاد ژوند وکړي، د هغه ژوند او آزادي په ځانګړي ډول په ټولنه کې آزادي د هر ډول تهدید او تیري څخه په امن کې وي. که نه نو له دې څخه پرته به د انسانانو آزاد ژوند په ټولنه کې هیڅ مانا او مفهوم ونلري.

د انسان تښتونې ( اختطاف ) جرم نه یوازې چې په خپله یو سخت جرم بلل کېږي، ډېرۍ وخت ناوړه او پستې انګیزې هم لري، چې په انساني ټولنه کې د نورو بدبختیو اصلي لامل هم دی او د بې شمیره جرایمو لپاره یو مقدمه کیدای شي چې تر ټولو ساده بیلګه يې د کټې اخیستنې او نورو بېلابېلو موخو د سړیو تښتونه ده.

په هر صورت د دې جرم د ناوړه پایلو په پام کې نیولو سره نن ورځ د هیوادونو جزا‌‌‌ئې قوانینو دې جرم ته جدې پاملرنه کړې ده، او دا جرم يې د خطرناکه جرایمو په ډله کې راوستي دي، د دي جرم سره د مبارزې لپاره نه یوازې په ملي کچه، بلکې په نړیواله کچه هم اړین ګامونه پورته شوي دي، او په دې لاره کې ځانګړي کنوانسیونونه په ځانګړي ډول د انسانانود تښتونې او قاچاق په اړه په نړیواله کچه منعقد شوي دي، چې د دي جرایمو څخه د مخنیوي په موخه يي اړین اقدامات وړاندې کړي دي.

زموږ په هیواد کې هم د دې جرم د مخنیوي په موخه اړین ګامونه پورته شوي دي،  د انسان تښتونې جرم پیژندنه: د انسان تښتونې جرم د ښه پیژندلو او په دې جرم باندې د لا ښه پوهاوي لپاره په لاندې موضوعاتو باندې بحث کوو،چې د اختطاف جرم لغوي او اصطلاحي تعریف، د انسان تښتونې جرم تاریخي بهیر، د دې جرم موخو څخه عبارت دي، چې په لاندې  ډول به تر بحث او څیړنې لاندې ونیسو.

الف ـ په افغانستان کې د انسان تښتونې (اختطاف ) جرم تاریخي بهیر:

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې یو د ضرر لیدونکو هیوادونو له ډلې څخه دی، چې د زیاتو انګیزو او عواملو په مختلفو وختونو کې د خپلو او پردیو څخه زیان لیدلی دی. له دې ټولو زیانونو څخه یو يې هم د انسان تښتونې جرم دی. د انسان تښتونې جرم له ډیرپخوا په افغانستان کې شتون لري او په بېلا بېلو بهانو بې خبره خلک، ماشومان، سرمایه لرونکي او نور د انسان تښتوونکو له طرفه تښتول شوي دي.

کوم کسان چې پخوا تښتول شوي دي د مطبوعاتو سانسور کول او د آزادو رسنیو نه شتون په دقیق او موثق ډول د اختطاف ګزارشونه ندي ثبت شوي. دستونزو سره سره کولای شو په ورکړل شویو آمارو باندې باور حاصل کړو.

ب ـ د انسان تښتونې جرم لغوي تعریف: اختطاف یوه عربي کلمه ده چې د ( خطف ) د ریښې څخه اخیستل شوې ده، د لاسته راوړلو، تښتولو او په چټکۍ سره د کوم شي یا شخص د اخیستلو په مانا ده، په پښتو ژبه کې ورته انسان تښتونه، فارسي ژبه کې ورته ( آدم ربایي ) او په عربي ژبه کې ورته خپله همدا ( اختطاف او خطف ) وايي. چې په ځینو حالاتو کې په مطلق ډول د انسان تښتونې او په ځینو مواردو کې  د نا مشروع عمل په موخه د ښځو او نجونو د تښتولو په معنی استعمالېږي.

ج ـ د اختطاف جرم اصطلاحي تعریف: د دې جرم  د اصطلاحي تعریف په اړه باید ووایو چې د اختطاف جرم لپاره بېلا بېل اصطلاحي تعریفونه شوي چې ځينې يي په لاندې ډول دي:

اختطاف د یوه شخص د تښتولو او یا د هغه د اوسیدو محل ته د بدلون ورکولو څخه عبارت دی، د هغه شخص د خوښې او رضایت خلاف چې د اکراه، جبر،فریب او حیلې په اساس وي.

د افغانستان حقوقي اصطلاحاتو قاموس کې انسان تښتونه ( اختطاف ) داسې تعریف شوی: هر کله چې یو کس یا یو شمېر کسان ( سړي تښتوونکي ) یو شخص او یا یو شمېر نور اشخاص ( تښتول شوي ) د هغوی د رضا او میل پرته د حیلې، فزیکي قوې ( زور ) او یا هرې ممکنه وسیلې لکه بې هوښه کوونکي موادو څخه په ګټه اخیستنې د یوه ځای څخه چې غالباً د هغه د اوسیدو محل وي، بل ځای ته د نا روا موضوع لپاره انتقال کړي، نوموړۍ جرم اختطاف بلل کېږي. په دې جرم کې نا روا موخې کیدای شي، د تښتول شوي کس په بدل کې د مال او پیسو غوښتنه، غچ اخیستنه، د تښتول شوي د کاري قوې  نا سمه ګټه اخسیتنه او داسې نورې غیر قانوني کړنې وي.

د افغانستان د جزا کوډ ۵۹۰ ماده اوله فقره کې د انسان تښتونې جرم عبارت دی له ګواښ یا قوې (زور) څخه په ګټه اخیسنتې یا په چل او تیر ایستنې سره یا له جسمي او رواني کم زورتيا څخه په ګټې اخیستنې سره د بل شخص تښتول، یا د نوي زږیدلي طفل بدلول د بل نوي زږېدلي ماشوم سره یا له والدینو او قانوني سرپرست څخه د طفل لرې کول یا هم  د هغو ماشومانو چې د ځان په ساتنه قادر نه وي په نا استوګن ځای کې د طفل پریښودل دي، که څه هم چې داسې عملونه د ګټې اخیستنې په مقصد وي یا د ضرر رسولو په موخه، انسان تښتونه کڼل کېږي.

څرنګه چې په دې تعریف کې لیدل کیږي، چې د اختطاف جرم دا تعریف د دې جرم د پېژندل شوي تعریف سره یو سلسله توپیر لري، بنسټيز يې هغه عملونه دي چې د اختطاف جرم منځ ته راوړي، په پورتني تعریف کې  څلور کټګورۍ عملونه دي چې د اختطاف جرم په تشکیلونکو عملونو کې شاملیږي چې عبارت دي له:

لومړی: د بېلا بېلو تکتیکونو څخه په ګټه اخیستنې د شخص تښتول دي.

دوهم: د یوه نوي زږیدلي ماشوم بدلول د بل نوي زږیدلي ماشوم سره.

دریم: د والدینو یا قانوني سرپرست څخه د ماشوم لرې کول.

څلورم : په نا استوګن ځای یا کنډواله کې د ماشوم پریښودل دي.

د انسان تښتوونکو ( اختطاف ) کوونکو د جرم میتودونه او کړنلارې

۱ :- د لیک او یا تلیفون په وسیله د خلکو ډارول ( ګواښل ).

۲ :- په نېغه توګه ګواښل یا د انځور، فلم، اسناد، د غږ ثبت، کورني رازونه او داسې نور کارونه کیدای شي هم وکړي، ترڅو د دې په وسیله د سکوت اختیارولو په خاطر له خلکو څخه پیسې واخلي.

۳ :- په غوښتنو کې د ګواښوونکو له طرفه وخت او ځای ټاکل کیږي، ترڅو په ټاکلي وخت کې د هغوی غوښتنو ته رسیدنه وکړي، په دې شرط چې پولیسو او یا نورو اړونده مسئولو ادارو ته مراجعه ونکړي.

۴ :- تهدید کوونکي عموماً په سلاح، نقلیه وسایطو، وسایلو او نورو مجهز وي.

۵ :- انسان تښتونه تل د نارینه له خوا او کله نا کله د ښځو په ګډون تر سره کېږي.

۶ :- د لوړ پوړو چارواکو تښتونه او برمته کول چې سیاسي غوښتنې ولري کوښښ کوي چې د پولیسو د عکس العمل په مقابل کې سخته مسلحانه مبارزه وکړي.

۷ :- د سیاسي غوښتنو په خاطر سفارت خونې، قونسلګرۍ او نور مطلوب او د هغوی حامیان په آني او مسلحانه ډول ګواښي.

۸ :- د اقتصادې وضعې او یا د رقیبانو د ماتې په خاطر د کورنۍ غړي تښتوي.

د اسلام له نظره د انسان تښتونې ( اختطاف ) جرم:

دا چې انسان د الله(ج) له طرفه د ځمکې په مادي او معنوي جوړښت مکلف شوی دی، لکه چې الله  فرمایلي دي ترجمه: ( کله چې مو تاسو د ځمکې پر سر ځای پر ځای کړئ تر څو وګورو چې څه ډول کړنې ترسره کوئ )

څوک چې په ټولنه کې د خلکو د نا آرامۍ وسیله کیږي او نه پریږدي چې خلک په آرامۍ سره خپل ورځني کارونه پرمخ یوسي، د الله لوی نعمت یې چې هغه امنیت دی، له هغوی څخه اخیستی دی.

په همدې خاطر علماو د نفس، عزت او آبرو ساتل د پینځه ګونو شرعي موخو له ډلې څخه شمېري

هغه څه چې د ټولنې امنیت ګډوډوي د انسانانو ځان، مال او عزت د خطر سره مخامخ کوي او د خلکو د خواشینۍ باعث کېږي، انسان تښتونه ده. نو اسلام د انسان د ځان، مال، او عزت د ساتلو په خاطر مجازات وضع کړي دي چې د هغوی په عملي کولو باندې به د ټولنې د بې نظمۍ مخه ونیول شي.

اخیستل شوي له:

۱- قرانکریم

۲ – د افغانستان د جزا کوډ

۳ – انټرنټ

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *