اجتماعی

په تولیدي کارخونو د پانګونې په لړکې دهېواد  اقتصاد پیاوړی کېږي

دې ټکي ته مو باید ډیر پام وي چې په هېواد  کې دننه پانګونه او دصنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کېږي، پر دې بنسټ د هېواد  ټولو قدرمنو پانګه والوته ښایی چې دافغانستان داقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي ځکه په ټولیزه توګه په هېواد  کې د تولیدي فابریکو او کارخانو جوړول او رغاول د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کیږي، اوس مهال له شک پرته افغانستان یو له هغو هېواد ونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډیر ښه امکانات لري، چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي، البته په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسوول ارگانونه دنده لری چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرنی پانگه وال دیته وهڅوي چې په پراخه کچه په دې برخه کې پانگونه وکړي، هیره دې نه وي چې په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت دنده اومسوولیت هم دی چې د امنیتی مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړي او په ګران افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی.

شاه محمود درویش

پردې بنسټ  په ځانګړي توګه د هېواد  ملي پانګه وال باید د ملي او هېواد نی سپیڅلي احساس له مخې په هېواد  کې دننه په مختلفو برخوکې پانګونې وکړي، یعنې د یوسالم رقابت په اساس د هېواد والو د لومړیتوبونو په نظرکې نیولو سره د هېواد  په ګوټ ګوټ کې د مختلفو څیزونو د تولیداتو سترې او کوچنۍ فابریکې او کارخانې جوړې کړي ترڅو په هراړخیز ډول د هېواد والو د اړتیا وړ څیزونه په هېواد  کې دننه تولید او د خلکو د استفادې وړ وګرځي، له نیکه مرغه چې په هېواد  کې د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله د کندهــار د صنعت او ســوداګرۍ خونې رياســت مسوولینو له قوله ویل شوي چــې په دغه ولايت کې د سرپرست حکومت په راتګ سره ۳۰ نويو کارخونو فعاليت پيل کــړی دی. د ياد ولايت د صنعت او سوداګرۍ رييس ويلي ، چې پــه دغه ولايت کې  ۳۰۰ کارخونــو جوازونه اخيســتي، خو لــه جملې څخه يــې ۱۸۰ فعالې دي، چې په کې شــاوخوا ۴ زره ۵۰۰ کسانو ته په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده. د نوموړي په وینا په تېرو وختونو کــې ۱۵۰ کارخونو فعاليت کاوه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره ۳۰ نورو کارخونو هم په فعاليت پيل کړی دی. نوموړي داهم ويلي، چې په صنعتي پارک کې د سنوفارما د دوا جوړولو ســترې فابريکې د هېواد په کچه فعاليت پيل کړی، د ســمنټو او ټوکــر جوړولو فابريکو ســاختماني چــارې روانې دي، چــې د هېواد په کچه به سترې فابريکې وي.

له شک پرته چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هرډول تولیدي کارخانو او فابریکو جوړیدل، رغاول، د تولید او ظرفیت لوړول غوره اقدام دی ځکه چې دغه فابریکې او کارخانې خلکو ته د کاري زمینې پر برابرولو سربیره د هېواد  په اقتصادي وده کې هم مهم رول لري. البته داهم واقعیت دی چې په هېواد  کې دننه دهر راز صنعتي او تولیدي کارخانو او فابریکو جوړول  په کوردننه د هېواد والو د اړتیاوړ څیزونو د برابرولو ترڅنګ په ټولیزه توګه د ګران هېواد  په اقتصادي ودې او پرمختګ کې ګټور ارزښت لري او هم هېواد  له وارداتي حالت څخه صادراتي حالت ته ور اړوي ، په دي هیله چې  اسلامي امارت لاهم کورني پانګوال په هېواد  کي دننه پانګونې ته وهڅوي او د امنیتی مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه ، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړي او په افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی. دیادونې وړه ده چې د هېواد  قدرمن پانګه وال او ملي سوداګر باید په ټولیزه توګه دهېواد  په مرکز او ولایتونو کې د ډول ډول تولیدي فابریکو او کارخانو پرفعالولو پانګونې وکړي ترڅو له یوه پلوه دهېواد  بې کارو او بې روزګارو هېواد والوته په کې د سالم کار او روزګار زمینه برابره شي او له بل پلوه په دغه تولیدي او صنعتي کارخانو او فابریکو کې د باکیفیته تولیداوتو پر مت د هېواد والو اړتیاوې هم په مناسبو وختونو کې پوره شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *