اسلامی

د مسلمانانو ترمنځ یوله بل سره مرسته  او لاس نیوی غوره کار دی

د انسان د ژوند د ټولو اړخونو په ځانګړي ډول د خوراکي توکو په برخه کې د ښه والي او یو له بل سره مرسته د اسلام او شریعت له لازمو لارښوونو څخه دی، لکه څرنګه چې الله تعالی جل جلاله فرمایلي دي:

شاه محمود درویش

د انسان د ژوند د ټولو اړخونو په ځانګړي ډول د خوراکي توکو په برخه کې د ښه والي او یو له بل سره مرسته د اسلام او شریعت له لازمو لارښوونو څخه دی، لکه څرنګه چې الله تعالی جل جلاله فرمایلي دي:

ژباړه: کوم کارونه چې د نیکي او خدای پالنې دي، په هغو کې له ټولو سره مرسته وکړئ او کوم کارونه چې ګناه او تیری وي، په هغو کې د هیچا ملاتړ مه کوئ. له الله څخه وویریږئ، د الله عذاب ډیر سخت دی.

(المایده سورت، ۲ آیت)

د مسلمانانو تر منځ یو له بل سره د مرستې او کومک په برخه کې په ډیرو احادیثو کې ټینګار شوی دی:(عن ابی ذر قال اوصانی صلی الله علیه وسلم فقال اذا طبخت مرقة فاکثرماءها ثم اهل بیت من جیرانک فاغرف لهم منها) (سنن الدارمی، باب اکثار الما‌ء فی القدر، حدیث ۲۱۲۴)

ژباړه: له ابوذر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی، چې وايي: دوست مې (یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم) ددې لارښوونه راته وکړه او راته ویې فرمایل: هر وخت کې شوروا تیاروئ، اوبه یې لږ ور ډیرې کړئ  او له هغه څخه خپلو ګاونډیانو ته یوه چمچه ورکړئ. د اسلامي ټولنې ټول غړي(ښځه او نر) ټول بنسټونه(دولتي او شخصي) په ځانګړي ډول(د سوداګر، شتمن، بزګران او…) مکلف دي، چې تر خپل لاس لاندې کسانو سره مرسته او د مسؤولیت شعور ولري او یو د بل ستونزې او کړاوونه ته د ځان وګڼي او د خپل وس او توان په اندازه یې پر غاړه واخلي. یو له بل سره مرسته وکړئ او له نورو سره د مرستې هیله له ځان  سره ولرئ. په حدیث شریف کې راغلي دي:  (لایومن احدکم حتی یحب لا خیه ما یحب لنفسه) (متفق علیه – او سنن ترمذی : صفحة القیامة کتاب: باب ۵۹)

ژباړه: یعني، هیڅ یو له تاسو څخه کامل مؤمن نه ګڼل کیږي، ترڅو هغه څه، چې یې د ځان لپاره خوښوي، د خپل مسلمان ورور لپاره هم خوښ کړي. دغه رنګه یو مسلمان د بل مسلمان له مرستې پرته خپل دنیايي او اخروي کارونه په ښه ډول نه شي تر سره کولی او نه هم په یوازې ځان کولای شي، چې د ستونزو او کړاوونو په وړاندې مقاومت وکړي، چې بالاخره دنیا او اخرت ټول کارونه یو د بل له مرستې پرته نه شي تر سره کیدلی، یو له بل سره د مرستې، همکاري، پاکوالي، لږ خوړو او له ډیر خوراک څځه د ډډه کولو، د بوټو، میوو او نورو خوراکي توکو د ځانګړتیاوو او همدارنګه نورو روغتیایي لارښوونو په اړه ډیر زیات حدیثونه راغلي دي، چې په هغو کې د خپل بدن روغتیا او سلامتیا واجب ګڼل شوې ده؛ ان په عبادتونو کې هم، لکه روژه یا فرضي حج، چې په ځینو حالتونو لکه سخته ناروغۍ او یا چې له ښځې سره کوم شرعي محرم نه وي، نه یوازې دا چې پریښودل یې روا دي، بلکې واجب دي، چې پریښودل شي، په دغسې حالتونو کې واجب کار په حرام کار باندې بدلیږي. نو د ټولنې هر سالم او پوه انسان مسؤولیت لري، چې له خپلو خوړو څخه خبر وي او د خپل بدن د اړتیا وړ څیزونو، په ځانګړي ډول د خوړلو په برخه کې وپیژني او د خپل ځان ډاکټر واوسي او د خپل ځان درملنه په خوړو سره وکړي. هر انسان د خپل وس او توان په کچه مکلف دی، چې د خوراکي توکو د ښه والي په برخه کې د ځان او نورو په وړاندې خپل انساني او اسلامي مسؤولیت ترسره کړي. بزګران په کښت او کرکیله کې او سوداګر له کمي او کیفي پلوه د خوراکي توکو په تولید او تورید او همدرانګه دکانداران یې له احتکار پرته د ساتنې  او د لږ ګټې په ترلاسه کولو سره بازار ته یې په وړاندې کولو سره اقدام وکړي، د اسلام مقدس دین د خپلو خوراکي توکو نومونه اخیستې دي، د بیګلې په ډول: غنم، پیاز، هوږه(سیر) ، غوښه، ماهي، شیدې، شات(عسل)، آنار مڼه، انګور، انځر، زیتون، خرما او داسې نور، چې دا ډ ټولو خوراکونو په سر کې ځای لري او د لګښت له مخې بنسټیز ارزښت لري. پردې بنسټ، د کیفیت او کمیت له مخې د خوراکي توکو ښه والی، د انسانانو(کوچنیانو او لویانو) د روغتیا او سلامتیا په برخه کې اساسي رول لري، چې موږ ټول باید په دې برخه کې خپل دیني او ایماني دنده ترسره کړو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *