اجتماعی

د غلام محی الدین انیس په اړه لنډ معلومات

غلام محي الدین "انیس" د غلام نقشبند زوی او د غزني د مقر ولسوالۍ د اندړو سیمې هستوګن و، ولې انیس د خپل ټاټوبي پرځای په مصر کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې؛ ځکه د ده نیکه د سترګو د ناروغیو ډاکټر و، چې د امیر عبدالرحمن خان له خوا له افغانستانه د نورو وګړيو په څېر وطن پرېښودلو ته اړ شو او مصر ته لاړ، د ډاکټري پر ځای یې تجارت او سوداګري پیل کړه. د انیس پلار غلام نقشبند اول د افغاني حجاجو لارښود و، بیا یې د خپل پلار غوندې په سوداګري لاس پورې کړ.

لیکنه: ساجدالله  عظمت

غلام محي الدین “انیس” د غلام نقشبند زوی او د غزني د مقر ولسوالۍ د اندړو سیمې هستوګن و، ولې انیس د خپل ټاټوبي پرځای په مصر کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې؛ ځکه د ده نیکه د سترګو د ناروغیو ډاکټر و، چې د امیر عبدالرحمن خان له خوا له افغانستانه د نورو وګړيو په څېر وطن پرېښودلو ته اړ شو او مصر ته لاړ، د ډاکټري پر ځای یې تجارت او سوداګري پیل کړه. د انیس پلار غلام نقشبند اول د افغاني حجاجو لارښود و، بیا یې د خپل پلار غوندې په سوداګري لاس پورې کړ.

انیس په مصر کې وزېږېده، د خپل پلار تر سیوري لاندې یې زده کړو ته ملا وتړله، متداولې زده کړې او  تحصیلات یې وکړل، د سید جمال الدین افغان د شاګرد او ځانګړي ملګري شیخ محمد عبده (چې د مصر مفتي او د الازهر شیخ و) له مجلسونو څخه یې فیض ترلاسه کاوه. نوموړی له ازادي غوښتونکو او د ښکیلاکګرو پر ضد له مبارزه کوونکو سره اشنا شو یعنی له هغو اشخاصو سره یې نږدې اړیکې پيدا کړې وې چې د استعمارګرو مخالفین او د خپلواکۍ غوښتونکي وو.

ده په لیکوالۍ کې خورا بې ساری پیاوړی لاس درلود، نو بېرته خپل پلرني هېواد ته د ستنېدو فکر ور پيدا شو، څو د هېواد او هېوادوالو خدمت وکړي. د ده دا لېوالتیا هغه مهال لا په ځوښ شوه، کله چې د افغانستان حکومت له لوري اسماعیل افندي د چاپ او طباعت ماشینونو د اخیستلو لپاره په ۱۳۰۰ ه ش  کال مصر ته لاړ او هلته یې له نوموړي سره لیده کاته وشول. له افندي سره د انیس لیدو کتو، د ده جذبه او ولوله لا زیاته کړه، څو خپل ټاټوبي ته راشي، نو هماغه و چې په ۱۳۰۲ هـ ش د ګران هېواد هرات ولایت ته راغی، په سعدیه مدرسه کې دوه کاله په تدریس باندې بوخت شو او په څنګ کې یې ورسره دري ژبه او د هغې ادبیات زده کول. نوموړی په هرات کې له سرور جویا سره ډېر مخ کېده، همداشان خپل مشهور کتاب “ندای طلبهٔ معارف یا حقوق ملت”  یې هم ولیکه، چې دا په هرات کې لومړنی چاپي کتاب و او د ازادۍ او قانون اړوند موضوعات یې په کې را  غونډ کړي وو.

محی الدین انیس په ۱۳۰۴ هـ ش کال کابل ته راغی او په “ده افغانانو” کې په یوه سراي کې میشت شو، په ۱۳۰۵ هـ ش کې یې په مرادخانیو کې د برګډ احمد جان خان له لور سره واده وکړ، چې له هغې څخه الله جل جلاله یو زوی او یوه لور ورکړل.

نوموړي زده کړې او تحصیلات په مصر کې ترسره کړي وو او په هرات کې یې هم له دری ادبیاتو سره بشپړه او لویه اشنايي پيدا کړې وه، نو ځکه یو پوه او ادیب انسان و. روایت دی، چې د وخت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عبدالهادي داوي د انیس ورځپاڼې له خپرېدو مخکې په یاد وزارت کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې ډېر ادیبان په کې راجمع شوي وو، نو محي الدین انیس خپله مدعا او غوښتنه داسې څرګنده کړه: زه د یوې جریدې د نشر او خپرولو هوډ لرم، هیله ده چې د وخت د حکومت د سیاست مطابق یې پر مخ بوځم او د خپل ولس د اذهانو د تنویر او روښانولو لپاره خپل مسؤلیت اداء کړم وايي، په دې غونډه کې محمود طرزی هم موجود و، چې هغه د انیس هڅونکی و، نو هغه هم نوموړي ته د هر ډول مرستې او همکاري ډاډ ورکړ.

د انیس ورځپاڼې د لومړنیو ګڼو څرک نه لګېږی، خو په ملي ارشیف کې شته چې په سر لوحه یې داسې کښلي دي: (سال اول، شماره یکم) او د ورځپاڼې پټه یې داسې لیکلې ده: (کابل ـ ده افغانان ـ سرای عبدالرسول) نوموړی د دې جریدې یا ورځپاڼې لومړۍ ګڼه په ۱۳۰۵/۲/۱۵ ه ش یا ۲۷/۵/۵ ۱۹0 زېږدیز د چاپ په ګاڼه سمبال او خپره کړه او د هېواد د مطبوعاتو په هسک کې لومړنۍ شخصي جریده وځلېده.

د انیس په لومړۍ ګڼه کې د “هو المستعان” تر عنوان لاندې یې داسې کښلي و:

“انیس طفلک نوزادی است که در عالم مطبوعات میخواهد در اوقات فراغ ندیم، در ساعت های بیکاری معاون، در امور مشکله مشاور، در حالات غم و اندوه سمیر و الحاصل در حیات فکری و عملی عموم گردد…”

انیس ورځپاڼې د ټولنې د اړتیا وړ موضوعات خپرول وو چې هغه یې داسې روښانه کړي وو د انیس یوازینی هدف د ټولو مامورینو لپاره علمي، قانوني، روحي او ادبي خدمات دي…

انیس ورځپاڼه د حبیب الله کلکاني د واکمنۍ پر مهال د نورو ورځپاڼو په څېر بنده او له نشره ایساره شوه؛  نو په دې دوره کې د انیس جریدې مسؤل مدیر په حبیب الاسلام کې دنده لرله او یوه څه موده د دې دورې د پېښو په راټولولو بوخت و، چې د (بحران او نجات) په نوم کتاب یې ولیکه.

انیس د ژورنالیزم په میدان کې بیا راښکاره شوه او د مطبوعاتو په هسک کې وځلېده. په ډېره زړورتیا یې د هېواد تراخه واقعیتونه په خپله جریده کې منعکس کول. انیس په انیس کې د امان الله خان له ریفورمونو سره په ډېره ماهرانه توګه په خپل قلم غبرګون ښوده چې د ده دا کړنې د واکمنې طبقې ښې نه ایسېدلې؛ ځکه هغوی ولس ته د تحقیر په سترګه کتل، نو ځکه یې انیس د ځان لپاره ګواښ ګاڼه .

انیس له خپلو اصلاحي لیکنو څخه لاس نه اخیست او هغه یې د ظلم او زیاتي خلاف خپل سنګر باله، واکمنو زیار وېسته چې نوموړی له خپلو کړو وړو څخه واړوي نو د ۱۳۱۰ هـ.ش کال د وږي په ۱۵مه نېټه له خپل مورچله ګوښه شو او د انیس جریدې مسؤلیت یې غلام سرور جویا ته ور پرېښود.

ده هم په جریده کې د خدای په اماني لیکنه وکړه او داسې یې پای ته ورسوله:

“قبلاً به ذوات محترم مشترکین جریده خود نگاشته بودیم که مرض بی رحم سل در سینه این خادم مطبوعات خانه گرفته او را از تمتع به لذت های که خدمت بنی نوع دارد محروم گردانید و اگر چه در چند ماه قبل شدت مرض موجب تعطیل اداره گردیده…”

محي الدین انیس؛ انیس غلام سرور خان جویا ته ورسپاره، هغه له دې مخکې د (اتفاق اسلام) جریدې چلونکی و.

غلام محي الدین انیس له خپلې ورځپاڼې ګوښه شو خو بیا یې هم د خپل ملت له خدمت څخه لاس نه اخیسته او په نورو طریقو یې خدمت کاوه؟

د رنځور انیس قلم د دښمنانو د سترګو خار و او د ده لیکنې او افکار د جابرانو او مستبدانو لپاره تندر و، نو دا په هېواد مین انسان د دهمزنګ محبس ته واچول شو، چې له هغه تنګ چاپیریاله ژوندی راخارج نه شو او همالته د خپل یو زوی، یوې لور او یوې مېرمنې په فکر کې په ۱۳۱۷ هـ.ش کال له فاني نړۍ لاړ. د حکومت له خوا په نامعلوم ځای کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي اولاد هم له ښوونځيو څخه اخراج شول نو د انیس له انیس سره غیر انساني چلند وشو.

د غلام محي الدین انیس، انیس ورځپاڼه د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې هم په نورمال ډول خپرېده، اوس په دوهمه دوره کې هم په منظم ډول چاپېږي او د لوستونکو تنده ماتوي.

داڅو کرښې د انیس ورځپاڼې دمؤسس محي الدین ( انیس) د(۸۵) تلین په مناسبت وکښل شوې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن