افغانستان

په ننګرهار کې د تصفیې کمیسیون: مجرمان له خپلو لیکو باسو

د ننګرهار چارواکو وېیلي، چې په دغه ولایت کې یې د صفوفو د تصفیې کمېسیون په کار پیل کړی.

د ننګرهار چارواکو وېیلي، چې په دغه ولایت کې یې د صفوفو د تصفیې کمېسیون په کار پیل کړی.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ وېيلي، چې د دغه کمېسیون مشري د ننګرهار د امنیې قومندانۍ امنیتي مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز کوي.

د سرچینې په وینا، د دغه کمېسیون مسوولیت او دنده به دا وي، چې د ټولو اورګانونو له صفوفو هغه کسان وباسي، چې مخکینۍ جرمي سابقه ولري او یا هم دمګړۍ په جرایمو کې ښکېل وي.

وېیل شوي، چې دغه کمېسیون به خپلې لومړنۍ چارې د جلال آباد ښار لومړۍ امنيتي حوزې څخه پیل کړي، چې په ترتيب سره به د جلال آباد ښار نهو امنيتي حوزو ته وغځوي.

په دې اړه په خبرپاڼه کې راغلي: (( دغه کمېسیون به د جرمي سابقې درلودلو او دمګړۍ په جرمونو د ښکېلو کسانو ترڅنګ هغه کسان هم له صفوفو وباسي، چې کوم مهارت او وړتیا ونه لري، خو د خپلوۍ یا نورو اړیکو پر اساس صفونو ته داخل شوي وي.))

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *