صحت

د انسان د مغز په هکله یو لړ نوې موندنې

دا واقعیت دی چې پاک خدای (ج) د انسان بدني جوړښت ډیر حساس اوخورا پیچلی خلق کړیدی، خو د انسان دبدن دمختلفو اندامونو(غړیو) په هکله طبې څیړندویانوهم له اړتیاوو سره سم تل  دبدن د مختلفو برخو په اړوند علمي څیړنې کړيدي، چې په دې وروستیو کې د ډله ییزوخپرندویه سرچینوپه حواله دانسان دمغزپه اړه نوې موندنې او زړې انګېرنې دا ډول بیان شوي دي: « مغز د انســان په بدن کې تر ټولو پېچلی غړی دی.

شاه محمود درویش

دا واقعیت دی چې پاک خدای (ج) د انسان بدني جوړښت ډیر حساس اوخورا پیچلی خلق کړیدی، خو د انسان دبدن دمختلفو اندامونو(غړیو) په هکله طبې څیړندویانوهم له اړتیاوو سره سم تل  دبدن د مختلفو برخو په اړوند علمي څیړنې کړيدي، چې په دې وروستیو کې د ډله ییزوخپرندویه سرچینوپه حواله دانسان دمغزپه اړه نوې موندنې او زړې انګېرنې دا ډول بیان شوي دي: « مغز د انســان په بدن کې تر ټولو پېچلی غړی دی. د تار یخ په اوږدوکې د انســان مغز د خپل ځان پېژندنې په اړه د پام وړ پاملرنه نه ده کړې. له لرغونو مصریانو رانیولې تر یوناني فیلســوفانو هېچا د انسان مغز تــه لکه څنګه چې پکار وو، پام ندي وراړولئ، خو د ټکنالوجۍ په پرمختګ او عصري آســانتیاؤ سره اوسنیو څېړونکو او پوهانو د مغز په اړه څېړنو ته ځانګړې پاملرنه کړې. دوی د مغز پېچلې جوړښــت لاپسې لالهانده کړل تر څو د مغز د دومره خارق العاده ځواک او پېچلي مامور یت په اړه ډېر پوه شي.په لاندې ډول مو د انســاني مغز په لسو ځواکمنو وړتیاؤ او کړنلاروبحث کړئ، پدې هیله چې ستاسو لپاره ګټور وي.د نړۍ نامتو اناټومي پېژندونکي (ګالن) انســاني مغز ته د ټولو انساني خوځښتونو، غبرګونونو، حساسیتونو، ځانګړتیاؤ او خبرو کولو د قوماندان لقب ورکړئ، خو ګالن په مغز کې د یو ډول ســپینې او پــولادي رنګه مادې په اړه نه پوهېږي. د نن ټکنالوجۍ او پرمختګونو د دې آســانتیا برابره کړې چې د انسان د مغز جوړښت او څرنګوالی په خورا دقیق ډول وڅېړل شــي. د نوې ټکنالوجۍ په بنسټ چې کومې موندنې لاس ته راغلې؛ د ګالن په څېر کســان یې هم حیران کړل چې ټول عمر یې د مغزي اناټومېســت په حیث د مغز په اړه څېړنې او تحقیق کاوه.1.د انسان مغز ډېر لوی دی:

په منځني ډول د یو بالغ انســان د مغز وزن له ۱.۳ څخه تر ۱.۴ کیلوګرام پورې رسېږي. د انسان د سر جمجمې ۸۰ سلنه برخه یوازې مغز جوړوي او پاتې نور یې د وینې او شــوکي نخاع څخه جوړه برخه ده. په بل عبارت: د انســان د سر په جمجمه کې د شته موداو حجم د دوه لېټره د اوبو بوشکې له حجم سره برابري کوي.

2.خو د انسان مغز مخ په لږېدو دی:

له تار یخ مخکې (ماقبل تار یخ) انســانانو ماغزه ډېر لوی وو، د یو لړ څېړنو په بنســټ د انسان د مغزو اندازه له ۵۰۰۰  کلونو مخکې تر اوســه تر ۱۵۰ سانتی متره را کم شوي چې د دې لږوالي کچه د ټول مغز له لس ســلنې کتلې سره برابر ېږي. که څه هم تر اوسه د مغز د کموالي عمده لاملونه نه دي موندل شــوي اما ځینې پوهان پدې انــد دی چې په کتلوي لحاظ د مغز په حجم کې کموالی له مغزي فعالیتونو ســره په نېغه اړیکه لري، یانې هر څومره چې مغزي فعالیتونه ډېر ېږي؛ هغومره د مغز په حجم کې کموالی رامنځته کېږي. یوه بله ډله څېړونکي بیا پدې اند دي چې: مخکینیو انســانانو به کلک او جامد غذایي توکي ژوول، د دوی په ژامو ډېر فشــار راتلو چې همدا فشــار د دوی د مغزونو د لوی والي سبب وو خو دا چې نن سبا د ژوند آســانتیاوې ډېرې پراخې شوې؛ انسان د تېر په څېر کلک او نه ماتېدونکي توکي په غاښــو او ژامو نه ماتوي ځکه یې د مغزونو کچه هم متناســباً راکوچنۍ شوې.

په هر حال که د مغزونو د کمښت لپاره هر دلیل موجه وبلل وشــي؛ بیا هم تر اوسه هېڅ داسې موثق شواهد نشــته چې پکې د مغز کتلوي کمښت د ذکاوت او ځیرکتیا له کمښت ســره تړلی وښیي، یانې په کتلوي لحاظ د مغز لوي والی هېڅکله د انســان په ذکاوت او ځیرکتیا یا بالعکس د مغز کوچینوالی د انسان په ټنبلۍ دلالت  نشي کولی.

3.د انسان مغز انرژي خوري:

مغز چې د انســان د بدن یوازې دوه سلنه وزن جوړوي د ټول بدن د اړتیا وړ آ کســیجن څخه ۲۰ سلنه او د وینې د ګلوکوز څخه ۲۵ سلنه پــه یوازې ځان لګوي. د مغز لپاره د اړتیا وړ انرژۍ کچې د پوهانو تر منځ د یو لړ مباحثو ســبب شوې تر څو ومومي چې کوم غذایي توکي د انســاني مغز د تکامل او لوی والي سبب ګرځي. په لومړیو کې غوښــه د مغزي تکامل لپاره اړین غذا وګڼل شوه، اما د غوښې له ټاکلو بېرته پدې خاطر صرف نظر وشــو چې غوښه د اتکا وړ غذایي سرچینه نشــي کېدای او پر ځای یې پوهانو داسې غذایي توکې وټاکل چې د انرژۍ له اړخه شــتمن وې، ضمنا ً د مغزونو په تکامل کې هم له هر راز جانبــي ز یانونو پرته رغنده ونډه ولري. یوه بله نظریه بیا د مغزونو په لوي والي او کوچینوالي کې اقلیمي بدلونونه، د چاپېر یال اغېزې او ټولنیزې سیالۍ برخمنې بولي.»

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *