فرهنگی

کره کتنه دلیکنو د اصلاح او سمون لپاره غوره اوعادلانه لاره ده 

کره کتنه په ادبیاتو کې داسې ژانردی چې یوادبي متن که په شعري بڼه وي یا نثر ، اصلاح او سمون ته یې په پاملرنې سره یا دکمال وروستۍ مرحلې ته رسوي او یا ادبي نیوکه پرې کېږي با طلېږي

حیات  الله حلیم

کره کتنه په ادبیاتو کې داسې ژانردی چې یوادبي متن که په شعري بڼه وي یا نثر ، اصلاح او سمون ته یې په پاملرنې سره یا دکمال وروستۍ مرحلې ته رسوي او یا ادبي نیوکه پرې کېږي با طلېږي ، دا په دې مانا نه ده چې په کره کتنه کې به په هره لیکنه  یوازې په یو اړخیزه توګه انتقاد کېږي  بلکه په تکرارسره وایو کله چې په یوه ادبي متن (شعر ،مقاله ، لنډ داستان ) ادبي کره کتنه کېږي نونیمګړتیاوې یې ورپوره کیږي موږ یوعامیانه ادبي متل هم لرو چې وایې (شعربه هغه وخت شعرشي چې خولې یې ووهي ) نوځکه کره کتنه د ټولو ژبوپه ادبیاتو کې داصلاح اوسمون لپاره لوړاومهم مقام لری ، نه داچې دلیکونکي په لیکل شوي مطلب کوم انتقاد وشی او ترڅنګ یې لیکوال هم باید په خپل اثرپه کره کتنه خفه نشي او هغه باید د خپل مقالې ، کتاب اوشعرد اصلاح اوسمون لپاره یو پوهنیزچانس وګڼي.

ادبي کره کتنې ته په عربی کې نقد او په انګریزی کې کریتیزم وایې چې دا دواړه کلمې له یوناني ژبې نه مشتق شوې خو نقد په اصطلاح کې د یوه شي ښې او بدې خواوې معلومول ، ځان پرې پوهول او کره کول دي،  پخوا په عربو کې د (نقاد) اصطلاح په عامه توګه د اصلي اوکوټه دینارونو اودرهمونوبیلونکي او د ښه او بد توپیرکوونکي اوپه ادبیاتوکې یې د وینا د ښو اوبدو اړخونو (ښیګڼو او عیبونو) معلومونکي لپاره استعمالیدله .

تنقید محکمه کولو ته هم وایې ، خو په ادبي اصطلاح نقاد هغه چاته ویل کېږي چې د انتقاد په وسیله د ادبي اثارو او د هغو د ښه والي یا بد والي په هکله لوستونکوته پرېکړه صادروي .

دکره کتنې او نقد پیژندنې په لړکې (ماتیو ارنولد ) وایې

(کره کتنه دانساني فکردډیر ښه محصول د پیژندنې لپاره یو بیطرفانه هڅه ده چې د نقاد په قلم ترسره کېږي )

او نقاد هغه څوک دی چې د یوه شي ښه اوبد لوری د منطقي دلایلو په رڼا کې معلوم کړای شي خوپه ادبي اصتلاح هغه «څه» یا «څوک» چې د ځانګړنو اصولو له مخې د ادبي اثارو ښې اوبدې خواوې معلومې کړای شي او د خپلې پوهې اواستعداد په واسطه د هغې په هکله بې طرفانه او اصلاحي  پرېکړه صادره کړي نقاد  بلل کېږي .

سره له دې چې ځینې وختونه ادبپوهان په نقد اوناقد اعتراض لري او نقد یوه داسې پدیده ګڼي چې له ګټې یې زیان ډیردی او ځینې بیا نقاد تنګ نظره بولې او وایې چې نقد تعمیري بڼه ، نه بلکه تخریبي جنبه لري  او یو شمېر بیا په دې باور دي چې نقد د ادبي اثارو د را منځ ته کېدو په مخ کې خنډ ګرځي او ډیری ادیبان ددې له ویرې چې په اثربه يې نقد وشي ادبي اثارنه را منځ ته کوي ، ځینې بیا وایې چې نقاد کرکجن اود خواخوږۍ په ځای پکې د نفرت او بدبینۍ حس او جذبه زیاته وي او څوک بیا وایې چې نقادان اصل مطلب تېربېرکوي او لوستونکي پرته له دې چې د هغه اثر ولولي په نقاد پسې ځي چې ډیری وختونه اصلي مطلب پاته وي اونقاد لوستونکي په نورو لارو بوزي .

خو له پورتنیو اعتراضونو اوانګیرنوسره سره نقد په خپل ځای ځانګړی رول او ارزښت هم لري او هغه څوک چې غواړي کره لیکوال ترې جوړ شي نو په خپلو لیکنو حتمي باید کره کتنه ومني همدا وجه ده چې د ادبي اصلاح او سمون لپاره تل کره کتنې ته اړتیا لیدل کېږي نو ځکه یې ګټه هم ترزیان او نقصان ډیره ده، هغه کسانو ته چې نقد ښه نه برېښي هڅه باید وکړي چې خپل اثریوه داسې خواخوږي نقاد ته چې له هغه سره کوم تضاد ونلري ، وروړي او اصلاحي نظریې  پرې واخلي ځکه،

نقد په غور، هغه ژوره کتنه ده چې په لیکنه کې حقایق را سپړي او هغه څه چې له لیکونکي پاته وي دی یې بشپړوي چې دا د لیکونکي په ګټه هم دي ، د بشري نړۍ پرمخ د انساني ټولنو مادي او معنوي پرمختګونه او موندنې ټولې د ژورو کتنو پلټنو اودډول ډول تجربو محصول دي چې یوه کشف کړی بل بشپړ کړی.  د ادب لپاره هم د نقد یوه ګټه دا ده چې لوستونکي ته د ادبی اثر روح تشریح او توضیح کوي اولکه د مخه چې وویل شول ښه او بد اړخونه یې د اصلاح او سمون لپاره ورپه ګوته کوي .

نقد خپل ځانته اصول او ټاکلي معیارونه هم لري اوپه خپله نقاد هم ځانګړي مواصفات لري، که نقد د خپلو ټاکلو اصولو او معیارونو له مخې وشي او په ناقد کې هم هغه مواصفات چې ورته لازم دي ، موجود وي په دې صورت کې نقد ګټور او د نقاد ماموریت ارزښتناک او اصلاح را وړونکی دی.

نقاد باید د بشپړې پوهې او بصیرت درلودونکی وي او ترڅنګ یې هیڅ ډول تعصب ونلري اود عدل او انصاف په رڼا کې خپل نقدي ماموریت ترسره کړي. که چیرې په خپل مسلک پوره حاکمیت ونلري او هغه اصول او معیا رونه چې د یوه نقاد لپاره ټاکل شوي او دی ترې ناخبره وي نوطبیعي ده چې نقد یې نیمګړی او ادبي ارزښت به ونلري، ځکه د نقاد لپاسه نقاد شته که یې نقد منطقي بنه ونلري نودې ده نقد به نقد کېږي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن