اجتماعی

د اقتصادي پرمختګ لپاره کورنيو شرکتونوته ۱۳۴ کانونه سپارل شوي

د اقتصادي پرمختګ لپاره ۱۳۴ کانونه کورنيو شرکتونو ته سپارل شوي،چې همدا اوس پرې کار روان دی.د لويو کانونو د رااېستلو او پروسس لپاره هم متخصصين او کارپوهان روزل شوي دي.اسلامي امارت د کانونو را اېستلو ته ډېره پاملرنه لري،چې ښه بېلګه يې

((نوري))

د اقتصادي پرمختګ لپاره ۱۳۴ کانونه کورنيو شرکتونو ته سپارل شوي،چې همدا اوس پرې کار روان دی.د لويو کانونو د رااېستلو او پروسس لپاره هم متخصصين او کارپوهان روزل شوي دي.اسلامي امارت د کانونو را اېستلو ته ډېره پاملرنه لري،چې ښه بېلګه يې

خصوصي سکتورته د کانونو ورکول دي. د اقتصادي چارو کار پوه خان محمد وايي: دحاجيګک د وسپنې کان نه يوازې د هېواد تر ټولو لوی کان دی؛بلکې د ټولې نړۍ په کچه د لومړنيو خورالويو کانونو په قطار کې ځان لري.د دې کان ښه والی دادی چې له دوه نيم ميليارډو ټنو څخه زياته اوسپنه د ځمکې پرمخ يې پرته ده؛چې د کان رااېستلو چارې اسانه کولی شي .دې جوړښت د کان اقتصادي ارزښت نورهم لوړ کړی،خوداچې په ډېره سخته غرنۍ سيمه کې پروت دی نو،دې حالت يې بيا پراقتصادي ارزښت باندې ډېره منفي اغيزه کړې ده،ځکه چې تر مارکيت پورې يې د ترانسپورټيشن او رسولو لګښت(د تمام شد قيمت) لوړوي او د ګټې ونډه يې کموي؛خو ويلی شم چې د دې سيمې د خلکو کورونه اصلاٌاوسپنيز دي ټول ديوالونه يې د اوسپنې له ډبرو نه پورته شوي دي .اوسپنه لرونکي منرالونه په دې کان کې هماتايت او مګنيتايت دي،چې يو يې ۷۰ سلنه اوبل يې ۷۲ سلنه وسپنه په خپل ترکيب کې لري.تر ټولو نژدې لار د شيبر تر غاښي لنده ده او پکار دي، چې په پام کې ونيول شي.ډېره اړينه ده،چې ترکان پورې بايد پانګه اچوونکي د دغې غرنۍ لارې نه د اورګاډي پټلۍ ليکه تيره کړي او دا کار سره له دې،چې ډېر وخت اولوړ لګښت ته اړتيا لري،خوبې له دې نه د کان نه ګټه اخيستل پرځای کارنه برېښي ،ځکه د لاريو موټرو پر مټ يې د کار خانې اکمالاتي چارې او د پڅې اوسپنې نقلول يو خوشې اوبې ګټې کار دی. د ميتالوژي کمبيتنات((د اوسپنې د استخراج تاسيسات او د ويلي کولو کارخانه))جوړول په غرنۍ سيمه کې ډېر ستونزمن او پانګه خوړونکې چارې دي،چې د کان پر اقتصادي ارزښت ناوړه اغيز ښندي.د سکرو د ډبرو توليد فابريکې مدير محمد حسين وايی:کانونه او فابريکې د يوه هېواد په اقتصاد کې رغنده اقتصادي رول لوبوي.هغو هېوادونو،چې اقتصادي پرمختګ کړی د متخصصو کادرونو د روزلو او په کار ګمارلو له لارې د پرمختګ پوړ ته رسېدلي دي.موږ هم د پاکې انرژۍ د توليد لپاره تصفيه شوي د ډبرو سکاره توليدوو،چې د ژوندانه چاپېريال ته تاوان پېښ نه شي.موږ له ټولو هېوادوالو غواړو،چې د خپل هېواد له توليداتو ګټه پورته کړي.چې وشو کولی هېواد ته د بهرنيو توليداتو د را داخلېدو څخه مخنيوی وکړای شو.په دې برخه کې د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې او نورو اړندوادارو څخه د همکارۍ غوښتونکي يو. د افغانستان د صنايعو اوکانونو خونې وياند عvcvvدالمعيد ((هاشمي ))د کانونو اقتصادي ارزښت په اړه داسې وايي:

هغه پانګه،چې شتون لري هغه دې د هېواد په دننه کې ذيرمه او تبادله شي.هغه بهرنيو شرکتونو ته،چې کانونه ورکول کېږي شريکان يې بايد افغاني وي.له نېکه مرغه،چې درې ورځې وړاندې د هرات غوريان کې څلور بلاکونه ګټونکو شرکتونو ته ورکړل شول.د غور ولايت د تولک د سرپو کان يو بلاک،چې د سلو کيلو مترو په اږدوالي پروت دی په سيالۍ کې يوافغاني شرکت  ګټونکی شوی دی. د اقتصادي پرمختګ لپاره ۱۳۴ کانونه کورنيو شرکتونو ته ورکړ شوي،چې همدا اوس پرې کار روان دی.د لويو کانونو د رااېستلو او پروسس لپاره متخصصين او کارپوهان هم روزل شوي او د کانونو چارې پرمخ بېولی شي.دا،چې ځينې کسان ويره لري او د هېواد څخه يې د باندې غږ پورته کړی،چې ګواکې کانونه چور شوي دي دا پروپاګندې حقيقت نه لري.کانونه د وخت په تېرېدا سره زړېږي.د بېلکې په ډول امريکا،چين،روسيه،هند او پاکستان داسې هېوادونه دي،چې له دوه سوه کلونو راهيسې د ډبرو له سکرو کار اخلي.تر ۲۰۳۰ زېږديز کال پورې پر سوځولو يې بنديز لګول کېږي.که چېرې له سکرو ګټه پورته نه شي داسې وخت به راشي،چې څوک به له تيلو او لمريزې برېښنا او نورو شيانو کار وانخلي.اوس زموږ د هېواد اقتصادي حالت څرنګه،چې بايد ښه وي؛ځکه ښه نه دی،چې نړيوال بنديزونه لګول شوي او دغو بنديزونو زموږ پر اقتصاد خپل منفي اغېز ښندلی دی.د دې لپاره،چې زموږ د هېواد اقتصاد پرمختګ وکړي اړينه ده،چې کانونه او په تېره بيا د ډبرو سکرو کانونه را واېستل شي.په دې کار سره زموږ د هېواد صنعت او کورني توليدات وده کولی شي.دا عمل په ټوله کې د خلکو او هېواد په ګټه دی.

ښاغلي هاشمي له غازو د ګټې اخيستنې او پروسس په تړاو وايي:د تيلو يوه څاه ګټې اخيستنې ته سپارل شوې.اوس د تيلو توليد کار پيل شوی که څه هم د توليد کچه ټيټه ده،خو په راتلونکې کې به د توليد کچه لوړه کړای شي.د غازو د کانونو په اړه هم نوې سروې ګانې پيل شوي دي.سربېره پر دې د پطرولو پر يوه بله څاه هم کار پيل شوی دی.موږ د داسې ورځې په تمه يو،چې که تيل بهر ته صادر نه کړای شو؛نو په کورنۍ سطحه د تيلو د اړتيا له پلوه به پرځان بسيا شو.

ده د افغانستان د صنايعو او کاني موادو نندارتونونو پرانيستلو په اړه څرګنده کړه:له نېکه مرغه،چې زموږ په خلکو کې ملي روحيه او فکر پيدا شوی ،نو د هېواد ملي صنايعو ته وده ورکول زموږ ټولو مسئوليت ګڼل کېږي.هېوادوال هلې ځلې کوي،چې د هېواد په دننه کې کورني توليدات وکاروي.په دې اړه د امير المومنين حکم ټولو حکومتي ادارو ته په رسمي ډول ليکونه استول شوي،چې له کورنيو توليداتو کار واخيستل شي.دغه کار د خلکو علاقه له کورنيو توليداتو سره زياته کړې ده.په روان لمريز کال کې د څومياشتو په موده کې ۱۰ نندارتونونه د هېواد د صنايعو پرانيستل شول،چې له دغو نندارتونونو له جملې لوی يې د امام ابو حنيفه((رح)) دويم نندارتون و،چې ۷۰۰ غرفې د سوداګرو توليداتو ته ځانګړې شوې وې.دغه نندارتون اووه ورځې دوام وکړ،چې د افغانستان د صنعت په تاريخ کې يو بې ساری پرمختګ ګڼل کېږي.

هاشمی د خپلو خبرو پر دوام  وويل:په دې وروستيو کې د قزاقستان په نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ د وزارت له خوا ۴۱ شرکتونو ياد نندارتون ته ورپېژندل شوي وو.سوداګرو هم خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي وو.په ياد نندارتون کې زموږ له سوداګرو څخه د غير الکولي مشروباتو د ۱۷ کانتينرنو غوښتونکي شول.دا کار زموږ د صنايعو د توليداتو د پرمختګ ښکارندويي کوي.همدارنګه د افغانستان د راشکو بابا د بخار ديګ لپاره هم غوښتنه وشوه،چې وروسته دغه ديګونه امريکا ته صادر شول.جاويد افغان تريشل قزاقستان،ازبکستان،تاجکستان او ترکمنستان ته صادر شول.همداراز د بهير شرکت کاغذ قزاقستان ته صادرېږي.دغسې په هرات او بلخ کې هم ډېر پرمختګونه شوي دي.په بدخشان کې د هېواد د قيمتي ډبرو نندارتون هم پرانيستل شوی و.موږ د صنايعو او نندارتونونو د پرانيستلو څخه خوښ يو.

نوموړی  په صنعت او سوداګرۍ کې د ښځو د ونډې په هکله وايي: په هېواد کې د سياسي اوښتون څخه وروسته،يوه موده دغه برخه کمزورې شوه،خو د افغانستان  د اسلامي امارت د صنايعو او کانونو خونې په نوښت په هر نندارتون کې سوداګرو ښځو ته د پرمختګ او اسانتيا په موخه تخفيف ورکوو. د بېلګې په توګه که د يوې غرفې بيه ۱۷ زره افغانۍ وي موږ ښځو ته په دوه يا درې زره افغانۍ يوه غرفه ورکوو.زموږ موخه له دغه کار څخه دا ده،چې ښځې د ترقۍ او پرمختګ پړاو ووهي.روان کال،چې د سوداګرو ښځو اتاق پرانيستل شو د ښځو په پرمختګ کې يې ښه رول لوبولی دی.د دغو شرکتونو د ودې لپاره موږ له يونيسف ادارې سره خبرې کړي،چې د ښوونځيو د زده کونکو لپاره دې زموږ د شرکتونو توليد شوي بکسونه وپېري.مخکې له دې يونيسف د افغانستان ساخت بيسکويت د سويلي اسيا په اتو هېوادونو کې پر زده کوونکو ويشلي دي.دا بهير په هېواد کې د خوراکي توکو د پرمختګ ښه بېلګه ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن