اجتماعی

هغه هوا چې موږ یې تنفس کوو باید پاکه وي

هرانسان د پاکې هوا تنفس ته اړتیا لري د پاکې هوا تنفس د ناروغیو په مقابل کې مجاني وقایه ده خو په دې شرط چې انسان له ځان سره پام وکړي او د الوده او ککړې هوا په صورت کې له ماسک څخه کارواخلي ځکه ماسکونه د ککړې هوا او ششونو ته د ویروسونوله داخلېدوڅخه ډاډمن مخنیوی کوي.

حیا ت الله حلیم

هرانسان د پاکې هوا تنفس ته اړتیا لري د پاکې هوا تنفس د ناروغیو په مقابل کې مجاني وقایه ده خو په دې شرط چې انسان له ځان سره پام وکړي او د الوده او ککړې هوا په صورت کې له ماسک څخه کارواخلي ځکه ماسکونه د ککړې هوا او ششونو ته د ویروسونوله داخلېدوڅخه ډاډمن مخنیوی کوي  دا څرګنده ده چې هوسا ژوند په پاک چاپیریال کې نغښتی دی او دا پخپله له یوه داسې رمزاومانا ډکه خبره ده چې تفسیرته یې هیڅ حاجت نشته خوپه دې شرط چې موږ پرې ځانونه وپوهوو، هغه هوا چې موږ یې تنفس کوو د مختلفومفیدو اومضرو ګازاتو مجموعه ده چې مفید یې اکسیجن ، نایترجن ، هایدروجن اوپه مقابل کې یې کاربن دای اکساید ، کاربن مونو اکساید ، هایدروجن سلفاید ، سلفر ډای اکساید ، هایدروجن اوکساید او داسې نورمضرګازات دی چې مفید طبعي او الهي ډالۍ ده او مضر یې موږ په خپل لاس جوړوو ځکه یوې علمي او څړنیزې سروې ښودلې ده چې هرکال په نړۍ کې د صنعتي فابریکو د فعالیت له امله په ټنوکاربن ډای اکساید هوا پورته کیږي او ورځ د بلې پرتله دغه صنعتي فعالیتونه اضافه کیږي او د هوا د ککړتیا سبب کیږي چې په نتیجه کې له یوه پلوه د (ازون ) طبقه ویجاوړي اوله بلې خوا د تیزابي بارانونود اورښت اود اکسیجن د کمبود سبب کیږي ، نوپه تکرار سره وایو چې مفید ګازات په طبعي ډول دهواپه ترکیب کې شامل دي اومضریې په خپله انسانان جوړوي ، که له فابریکوڅخه ښاري اوکورني چاپیریال ته راشو نوهغه ډیزل اوپترول چې افغانستان ته را ځي ۸۰ سلنه یې تقلبي دي چې دغه تقلب ښایي په اصلي منبع کې ونشي او افغانستان ته د رارسېدو په لارو کې ترسره شي ځکه د یوشمیر (خدای ناترسو) لخوا له ډیزلو او پترولو سره د کثرت او دحجم د زیاتوالي په خاطراوبه اود خاوروتیل ګډیږي اوهغه کسان چې دغه جنایت ترسره کوي هیڅکله او په هیڅ وجه د محاکمې میزته نه دي را کاږل شوي خوله نیکه مرغه چې حاضر حال له رسنیو اورو چې هره ورخ د بندرونو په لابراتورونوکې ثابت شوي تقلبي تیل بېرته اصلي مرجع ته ورمستردېږي چې دا د چلوونکواو عام ولس د زړه تقاضا اوپه خپل حکومت یې باور لاپسې زیاتېږي که دغه متقلب کسانوته د مکرر عمل په ترڅ کې یوڅه جزا او یا یې سوداګریزجواز ترې واخیستل شي نو ملت به لاپسې خوشحاله شي ، چلونکي خواران خوپه نه وي خبرچې خپلې واسطې ته یې سم که ناسم تیل وراچولي او په دې هم نه پوهېږي چې ددوی له سلنسرڅخه د ناسمو تیلوله وجې څنګه تدریجي مرګونه را اوریږي .  د ژوند چاپیریال  نه یوازې مضرګازات ککړوي بلکې هرهغه نامطلوب شیان یا عناصرچې په ژوندیوموجوداتو بده او ناوړه اغیزه وکړي له هواسره یوځای شي د چاپیریال د ککړتیا سبب کېږي چې دغه کارپه اکثرهغه ښارونو اونیمه ښارونو کې چې د کانال زاسیون ډاډمن سیستم نلري هم لیدل کیږي ځکه دغه ککړمواد په ځمکه کې جذبیږي اوترځمکې لاندې د اوبو زیرمې ککړوي  ، عارضي بادونه او(بړبوکۍ هم کله ناکله د ښارونوپه منځ کې دسړکونو او کوڅوپه سرپرتې هغه وچې خاورې او خزلې چې فضله مواد ورسره ګډ وي هوا ته پورته کوي چې دا تر ټولو زیات د هوا د ککړتیا سبب کیږی .

له لویه سره کله چې په اروپا کې صنعتي انقلاب نه و را منځ ته شوی نودهوا د ککړتیا خبره هم ډیره نه اورېدل کېده نوځکه به ښارونه اود ښارواطرافونه ټول پاک وو ، دا څرګنده ده چې دهوا ککړتیا په هره ژوندي جسم ناوړه اغیز کوي ، دملګروملتونود سازمان د یوه رپوټ په حواله هره ورځ څلورزره ماشومان د ککړې هوا له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي ځکه د ککړچاپیریال د ناوړه اغیزلوړقربانیان هغه ماشومان دي چې د بدن مقاومت یې ترلویانوکم  وي او دهمدغه سازمان د بل رپوت له مخې په کال دری ملیونه بالغ کسان د ککړې هوا له لاسه مري چې ۹۰ سلنه له دې قربانیانو په پرمختلیوهېوادونوکې دي ، چې دې مړینې عمده عوامل یې نفس تنګي ، برانشیټ ، د زړه حملې او همدارنګه مختلفې تنفسي آلرژۍ دي . د ژوند د مصؤن اوخوندي چاپیریال را منځ ته کول هم تر لوړه بریده د انسانانو په لاس کې دي ځکه پاکه هوا په شنو ونو شین چاپیریال (ښاري پارکونه ) کې موجوده وي چې دغه امر دیوه ښارله اساسي اړتیاووڅخه شمیرل کیږي او مسؤلین باید ورته ژوره پاملرنه ولري او په هر ځای کې چې د نوي ښار د بنسټ ډبره ایښودل کیږي باید چاپېریالي، فني اړخونه یې ټول وسنجول شي اوشنه پارک او شنه ساحه ښارته د هوا د جریان په مبدآ کې جوړشي نه په داسې ځای کې چې بادونه دښارپه سرپورته شوې ټوله ککړه هوا پرې وروړي ، تجربوښودلې ده چې یوه (ونه) کولای شي د اتلسوکسانو لپاره کافي اوکسیجن تولید کړي که چیرې موږ یوه زړه ونه چپه کوونود انصاف له مخې په ځای یې باید دری نیالګي کښینوو ، پخوا به خلک له زرګونو کیلومترو څخه د پاکې هوا د تنفس لپاره کابل ته چې د بحر له سطحې یې ۱۸۰۰ متره لوړوالی درلود ، راتلل ، ځکه د کابل د هوا جریان د لودیځ لخوا و د پغمان د سمسورې درې اود پغمان دلوړوغرونود تازه هوا څپو او نري شمال به د کابل ښارله فضا څخه ککړه هوا توږله خوپه خواشینۍ سره چې اوس د کابل هوا د هېواد په کچه ترټولو ککړه هوا ده ځکه دغه ښارچې د شپږ سوه زره کسانو د استوګنې لپاره جوړشوی اوس پکې تر(اته) ملیونو پورې وګړي ژوند کوي اوپه پخوانیو سړکونو یې اوس د موترو پرځای پلي کسان هم نه ځاییږي او کله چې بریښنا نه وي نو د شلو زرو په شا وخوا لوی او واړه د بریښنا د تولید جنراتورونه چالان وي نو ځکه پرې د پغمان د لوړوغرو د بادونه کوم رغنده اغیز نشي کولای .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *