افغانستان

کرېکټ؛ افغانستان د پاکستان خلاف لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو دریو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو دریو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ دغې لوبډلې ته د نورو لوبغاړو تر څنګ ۲ نوي چټک توپ اچونکي هم غوره شوي چې یو ورځنۍ لوبو کې یې د افغانستان ملي لوبډلې ډېره استازولي نه ده کړې.

د معلوماتو له مخې سلیم صافي تر اوسه د افغانستان په ګټه په ۲ یو ورځنیو سیالیو کې را څرګند شوی او هغه هم سږ کال د بنګله دېش پر وړاندې، بل چټک توپ اچونکي وفادار مومند بیا یوازې د افغانستان په استازیتوب ۲ ټېسټ لوبې کړې دي.

د سلیم صافي او وفادار مومند تر څنګ ورو توپ اچونکی نور احمد لکڼوال هم د پاکستان خلاف یو ورځنۍ لوبې ته ګرځېدلی دی، داسې ښکاري چې هغه د بل  ورو توپ اچونکي ضیاالرحمان اکبر پر ځای چې په لومړي ځل تېره میاشت د بنګله دېش خلاف اخېستل شوی و لوبډلې ته غوره شوی دی.

اکرام علیخېل هم موده وروسته بېرته لوبډلې ته غوره شوی او د نورو لوبغاړو تر څنګ ریاض حسن او عبدالرحمان هم اخېستل شوي دي.

د ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو په ترکیب کې له دغو ۱۶ لوبغاړو به ۱۱ کسیزه لوبډله لوبېږي.

د کریکټ بورډ لخوا په اعلان شوې نوملړ کې د ۱۶ لوبغاړو تر څنګ شاهد الله کمال او فرید ملک هم احتیاطي لېست کې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر اسدالله خان کابل کې خبري غونډې ته ووېیل: «څومره چې د پیاوړو او ښو لوبډلو سره لوبې کوو، هومره موږ ته په کار ده چې کمې تېروتنې وکړو او ښه لوبډله ولرو.»

هغه ووېیل افغانستان اوس مهال ډېر ښه لوبغاړي لري خو سیالو لوبډلو ته په کتو باید لوبغاړي غوره شي او د افغانستان لخوا اعلان شوې ټول لوبغاړي د پاکستان خلاف سیالیو ته چمتو دي.

د ده په وینا دا لوبغاړي باید ځانونه ثابت کړي،‌ چې افغانستان اسیا جام او نړیوال جام ته له ښه غوراوي سره ولاړ شي.

د اسدالله خان په وینا لوبډله کې نوین الحق ته هم اړتیا لري ځکه د ده په خبره نوموړی د افغانستان ښه چټک توپ اچونکی دی خو وايي نوین الحق دا مهال ټپي دی او لوبېدو ته چمتو نه دی.

ډېری هغه افغانان چې کرېکټ له نږې څاري، نوې اعلان شوې لوبډله یې متوازنه بللې او د کرېکټ بورډ له پرېکړې یې پر خپلو ټولنیزو رسنیو هر کلی کړی دی.

د ځینو په اند، «دا مهال دا تر ټولو غوره سکواډ دی خو اوس به یې پته په میدان لګي.»

د افغان لوبډلې ۳ ورو مشهور توپ اچونکي چې د پاکستان خلاف لوبډله کې شته

د پاکستان پر وړاندې لوبې کله او چېرې دي؟

افغان کرکټ ملي لوبډله به د اګست مياشتې په ۲۲، ۲۴ او ۲۶ مه د ۳ نړيوالو يو ورځنيو سياليو په لوبلړۍ کې د پاکستان پر وړاندې لوبېږي.

د دغو سیالیو کوربه توب افغانستان ته ور ترغاړې دی او افغان کرېکټ بورډ به یې په سریلانکا کې کوربه توب وکړي.

یادې سیالۍ د سریلانکا په ۲ جلا لوبغالو کې کېږي.

د پلان له مخې لومړۍ ۲ سیالۍ د سریلانکا په همبنټوټا او وروستۍ سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۶مه نېټه په کولمبو کې وشي.

له دې وروسته را روانه میاشت کې اسیا جام او ورپسې د هند په کوربه توب نړیوال جام پیلیږي چې افغانستان یې برخه ده.

افغانستان له پاکستانۍ لوبډلې سره کله د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ نه ده کړې خو تېره مارچ میاشت کې یې له دغه هېواده خپله لومړۍ د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ وګټله.

دا د کرېکټ په تاریخ کې د افغانستان لپاره ډېرې ویاړلي شیبې یادېږي چې پاکستان ته یې ۲-۱ ماتې ورکړه.

له هغې وروسته افغان لوبډلې وړمه میاشت له سریلانکا سره هم د درې یو ورځنۍ لوبې درلودې خو لوبلړۍ یې ۲-۱ بایلوده.

له دغو سیالیو وروسته افغان لوبډلې بیا ویاړ خپل کړ او له بنګله دېشه یي د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ جام کابل ته یووړ،‌ خو دوه شل اوریزه لوبو کې کوربه بنګله دېش برلاسی شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *