سخن انیس

د قومونو ترمنځ توپيريز چلند پاي ته رسيدلی

شل کلنې اشغالګرې جګړې ناخوالي په لڼډ مهاله کې يې رغاول ستونزمن ښکاري ځکه چې اشغالګرو ځواکونو او د هغوي ګوډاګيانو د اقتصادي ستونزو ترڅنګ قومي، ژبني او سمتی تضادونه رامنځ ته کړي چې دا مهال يې اسلامي امارت په رغاونه بوخت دي.

د شل کلنې اشغالګرې جګړې ناخوالي په لڼډ مهاله کې يې رغاول ستونزمن ښکاري ځکه چې اشغالګرو ځواکونو او د هغوي ګوډاګيانو د اقتصادي ستونزو ترڅنګ قومي، ژبني او سمتی تضادونه رامنځ ته کړي چې دا مهال يې اسلامي امارت په رغاونه بوخت دي. اسلامي امارت واک ته د رسېدو سره سم په هېواد کې دقومونو ترمنځ توپيريز چلند غندلي هڅه يی کړی چې په هېواد کې د مېشتو قومونو د ملي يووالي پيوند غښتلي او د هېواد د ابادي له پاره په کډه مټي راونغاړل شي ځکه افغانستان د ټولو مېشتو قومونو ګډ کور دي، ټول بايد دورونو په څير پکښي ژوند وکړي او د هېواد وراني ويجاړي راجوړي کړي. همد اوس اسلامي امارت توانيدلې چې د اشغالګرو هېوادو د بنديزونو او فشارونو ترڅنګ د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنيت تامين کړي هڅه يې کړي چې د هېوادوالو د هوساينې له پاره په پرمختيايي چاروکې نوي او عملي خوځښت رامنځ ته کړي. ليدل کېږي چې د هري ورځې په تېريدو سره د هېوادوالو اقتصادي ستونزي په رغيدو دي، که خداي(ج) کول په نيږدي راتلونکې کې به په ډيرو اقتصادي ستونزو برلاسي پيدا شي. ډاډه يو چې د هېوادوالو په ملاتړ او د اسلامي امارت په سوله ييز دريځ سره به د سيمي هېوادونه د متقابلو ګټو د خونديتوب له پاره د تعامل لار غوره کړي ځکه پرته له دي چې د سيمي هېوادونه د لاس وهونکو هېوادو په څېر د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاس وهني فرمايشي دريځ غوره کړي د زياتو اقتصادي زيانونو سره به مخ شي. افغانستان د منځني اسيا د زړه حيثيت لري هېوادونه کولي شي ددي لاري د راکړي ورکړي بهير پياوړي او د اقتصادي پياوړتيا له پاره په سوداګرييزو چارو کې زياتوالي راولي. د افغانستان اسلامي امارت چې د نړيوالو سره د متقابلو اړيکو غوښتونکې دي بايد د اسلامي امارت په وړاندي له بهر څخه ناوړه تبليغاتي کمپاين پاي ته ورسېږي، ځکه تبليغ کوونکې چې د واکمني پر مهال يې خپله ازموينه ورکړي او هېواديې د داسې ناوړه ستونزو سره مخامخ کړي چې رغاول يې ستونزمن او اوږد مهاله دي هغوي چې د اشغالګرو سره يو ځاي تښتيدلي او له بهر څخه په هېواد کې د تاوتريخوالي د رامنځ ته کېدو له پاره لارې لټوي هېڅ وخت به خپلو ناوړه موخوته ونه رسېږي ځکه هغوي د واکمني پر مهال چې جګړي ته يې لمن وهله نه غوښتل چې افغانان سوکاله ژوند ولري او په هېواد کې ټول ميشت قومونه د هوساينې څخه برخن شي ځکه هغوي په جګړه کې دومره وپړسيدل چې اوس يې د شتمني حساب نه کېږي او دنګو ودانيو او مارکېټونو پانګونه يې دومره ده چې نسلونه نسلونه يې د عيش او عشرت زندګي پرې تيرولي شي. دغه مافیایی کړۍ هيڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې دي دايمي سوله رامنځ ته شي. خو په ډاډګيرني سره ويلي شو چې د جګړه غوښتونکو هڅي به هرومرو د ناکامي سره مخامخ وي ځکه د هغوي په فساد ککړي څيرې ټولو هېوادوالو ته رابربڼډي شوي او د هغوي د شتمنيو په هکله يې هم معلومات ترلاسه کړي نه غواړي چې يو ځل بيا د مافيايي کړيو په ناوړه تبيلغاتو وغولېږي او هېواد بيا د يو اوږد مهاله جګړې سره مخامخ شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *